الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – اته پنځوسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

په اووم هجري كال كې

د ذات الرقاع غزا

وروسته له هغې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پدې وتوانيد د كفر د مثلث دوې (ضلعې) برخې دړې وړې كړي، نو د دريمې برخې ماتولو ته يې پام شو. دغه دريمه ډله د نجد په دښتو او ميرو كې پراته سخت زړي اعراب او كوچيان وو چې وخت نا وخت به يې شوكې او ډاكې اچولى. څرنګه چې دا كوچيان په كوم ښار يا كلي كې نه اوسيدل، د كلاګانو او برجونو خاوندان نه وو چې كلا بند، او له مينځه يووړل شي بلكه په پراخو سيمو كې تيت او پرك پراته وو، نو برى ورباندې ګران وو. د دوى مشكل د مكې او خيبر له خلكو نه ډير لوى وو، د دې ډول شر او فساد په وړاندې يوازې تاديبي عمليات كيدلى شواى او بس.

پركوچيانو باندې د فشار اچولو، او د مدينې په شاو خوا كې د بريد لپاره راټولو شويو اعرابو د ماتولو په نيت رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ديو لړ تاديبي پوځي عملياتو پيل وكړ، غزا ته لاړ، او دغه غزا په تاريخ كې د ذات الرقاع په نوم شهرت لري.

زياتره سيرت ليكونكي عقيده لري چې دغه غزا په څلورم هجري كال كې پيښه شويده، خو د ابو موسىا شعري او ابو هريره (رضي الله عنهما) ګډون پكې دا څرګندوي چې بايد دا غزا د خيبر له فتحې نه وروسته شوې وي، همدا وجه ده چې سيي روايت دا ښيي چې دغه غزا د 7 ه كال په ربيع الاول كې شويده.

ددې غزا كيسه داسې ده: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته خبر راغى چې د غطفان قبيلې د انمار يا بني ثعلبه او بني محارب كورنۍ پر مدينه د بريد لپاره راټولې شويدي، نو د دوى د مقابلې لپاره د 400 يا 700 كسه غازيانو په ملګرتيا له مدينې نه ووت.

ابوذر (رضي الله عنه) او په بل روايت يې عثمان بن عفان (رضي الله عنه) په مدينه كې خپل خليفه وټاكه، مخكې لاړ، او له مدينې نه د دوو ورځو په مزل ليرې نخل نومې سيمې ته ورسيد، هلته د غطفان قبيلې له يو شمير كسانو سره مخ شو خو جګړه ونه شوه، مګر رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په همدې ورځ د خوف لمونځ ادا كړ.

امام بخاري له ابو موسى اشعري (رضي الله عنه) نه روايت كوي وايي: مونږ له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  سره په يوه غزا كې روان وو، مونږ 6 كسان وو چې په نوبت سره به په يوه اوښ سپريدو. پښې مو ټناكې او زخمي شوې، وپړسيدې، زما پښې  هم زخمي شوې نوكان مې ولويدل، نو مونږ به خپلې پښې  په ټوټو كې پټولې، او له همدې وجې نه دې غزا ته ذات الرقاع يعنى د ټوټو او پيوندونو جګړه ويل كيږي.(1)

بخاري بل روايت له جابر (رضي الله عنه) نه رانقل كړى وايي: په ذات الرقاع غزا كې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره ملګري وو، هر چيرته به چې ښه سيوره لرونكې ونه راغله هغه به مو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته پريښوده. يو ځل رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر ونې لاندې تشريف كيښود، نور اصحاب (رضي الله عنهم) په اغزي لرونكو ونو كې سره تيت شول هر چا ځانته سيوره لټوله، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپله توره په ونه كې راوځړوله. جابر (رضي الله عنه) وايي: مونږ ټول ويده شو، په همدې وخت كې يو مشرك راغى، د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) توره يې واخيستله په رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې غږ وكړ چې اوس رانه ويريږې كه نه؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏لا‏)‏  نه. هغه ورته وويل: نو څوك به دې رانه خلاص كړي؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وويل: ‏(‏الله‏)‏‏.‏  الله به مې ساتي.
جابر زياتوي: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مونږ ته آواز وكړ، ورغلو كه وينو چې يو اعرابي ورسره ناست دى. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راته وفرمايل: ‏(‏إن هذا اخترط سيفي وأنا نائم، فاستيقظت وهو في يده صَلْتًا‏.‏ فقال لي‏:‏ من يمنعك مني‏؟‏ قلت‏:‏ الله، فها هو ذا جالس‏)‏. زه ويده وم او دې سړي مې توره اخيستې وه، زه پداسې حال كې راويښ شوم چې توره يې په لاس كې راته نيولې وه، راته ويې ويل: څوك به دې رانه ژغوري؟ ما ورته وويل: الله تعالى. دا دى تاسې يې وينئ چې اوس له ما سره ناست دى. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغه اعرابي ته هيڅ هم ونه ويل، معاف يې كړ.
په بل روايت كې راځي چې: لمونځ ادا شو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يوې ډلې اصحابو (رضي الله عنهم) ته دوه ركعته لمونځ وركړ، بيا دا ډله لاړه، نور پاتې اصحاب (رضي الله عنهم) راغلل او دوه ركعته پاتې لمونځ يې ورپسې ادا كړ، او پدې ترتيب رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپله څلور ركعته لمونځ ادا كړ، خو اصحابو دوه دوه ركعته لمونځ ورپسې وكړ.(1)

د اعرابي كيسه ابو عوانه هم راوړيده په هغې كې راځي چې: توره د اعرابي له لاسه پريوته. او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  واخيسته ورته ويې فرمايل: ‏(‏من يمنعك مني‏؟‏‏)‏ څوك به دې رانه ژغوري؟ اعرابي ورته وويل: تر ټولو غوره نيونكى اوسه، رحم راباندې وكړه! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏(‏تشهد أن لا إله إلا الله وأني رسول الله‏؟‏‏) د شهادت كلمه ووايه. اعرابي وويل: عهد درسره كوم چې په خلاف به دې جګړه ونكړم، او نه به له هغه قوم سره ملګرتيا وكړم چې ستا په خلاف جنګيږي. راوي وايي: نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عفوه ورته وكړه او پرې يې ښود، هغه لاړ خپل قوم ته ورغى او ورته ويې ويل: زه تاسې ته له ټولو انسانانو نه د غوره شخصيت له لوري راغلى يم.(2)

بخاري وايې چې مسدد له ابو عوانه هغه له ابي بشر نه روايت كوي چې: ددغه اعرابي نوم غورث بن حارث وو(3). ابن حجر وايي: د واقدي د روايت په اساس د دغه اعرابي نوم دعثور وو او اسلام يې هم راوړى وو، خو داسې ښكاري لكه چې دا دواړه دوې بيلې بيلې كيسې وي چې په دوو غزاګانو كې واقع شويدي.(4)

له دې غزا نه د بيرته ستنيدو په وخت كې د مشركانو يوه ښځه د مسلمانانو په اسارت كې راغله، ددې ښځې ميړه قسم وكړ چې تر هغې پورې به بيرته نه ګرزي تر څو يې د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له اصحابو (رضي الله عنهم) نه د كوم چا وينه نه وي تويې كړې، په همدې اساس د شپې له مخې راغى، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دوو كسانو ته د پيرې امر كړى وو، دا دواړه چې يو يې عباد بن بشر او بل يې عمار بن ياسر وو د پيرې په دوران كې هغه وخت د نوموړي مشرك تر بريد لاندې راغلل چې عباد لمونځ كاوه په لمانځه ولاړ وو، مشرك په غشي وويشت. هغه غشى له بدن نه ويوست خو لمونځ  يې پرې نه ښود بيا يې په دريو نورو غشو وويشت، خو بيا يې هم لمونځ پرې نه ښود، كله يې چې پاى ته ورساوه سلام يې وګرزاوه خپل ملګرى يې راويښ كړ، هغه چې دده دا حالت وليد ورته ويې ويل: سبحان الله، ولې دې زه نه راويښولم؟ عباد ورته وويل: ما داسې سورت تلاوت كاوه، چې زړه مې ونه منله تلاوت نيمګړى پريږدم.(١)

ددې غزا له بركته د سخت زړو عربانو په زړونو كې ويره وليده، او لدينه وروسته د غطفان قبيلې دغه كورنيو د سر پورته كولو جرات ونكړ، ورور ورو  يې ځواك اوبه كيده تر څو ټولې سلامي شوې او افراد يې ټول په اسلام مشر شول. ځينو خو يې بيا د مكې په فتحه كې برخه درلوده د حنين په غزا كې شريك وو، او د غنيمت له مالونو نه يې خپله برخه تر لاسه كړه. د مكې له فتحې نه وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ځينو كورنيو ته زكات راټولونكي واستول، دوى ورته زكاتونه وركړل، پدې ډول سره د كفر مثلث مات شو، او په ټوله سيمه كې امن او آرامي حاكمه شوه، نور مسلمانانو دا توان درلود چې يو ځاى بل ځاى له پيښيدونكو وړو مشكلاتو سره په ډيره اسانۍ مقابله وكړى شي. ويلى شو چې ددې غزا په نتيجه كې د لويو لويو ښارونو او سيمو فتحه كيدلو ته لاره اواره شوه.

د همدې کال نور عسکري عمليات

له غزا نه وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د اووم هجري كال تر شوال مياشتې پورې په مدينه كې پاتې شو پدې مدت كې يې دا عسكري عمليات تر سره كړيدي:

1-د غالب بن  عبدالله ليثي سريه: د 7 هجري كال د صفر يا ربيع الاول په مياشت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) غالب په قديد سيمه كې د بني ملوح مقابلې ته وليږه. ځكه دې قوم د بشير بن سويد ملګري په شهادت رسولي وو. نو دغه ډله اصحاب يې له هغوى نه د انتقام پخاطر ور واستول. هغوى ورغلل د شپې له مخې يې بريد ورباندې وكړ، يو شمير يې ورنه ووژل او څاروي يې ورنه راوستل. پدې وخت كې د دښمن زيات شمير لښكر ورپسې راغى، او پداسې حال كې چې مسلمانانو ته ډير ورلنډ شوى وو باران وشو او لوى سيل راغى د دواړو لښكرو تر مينځ حايل واقع شو، او مسلمانان وتوانيدل په برياليتوب سره شاتګ وكړي.

2- د 7 ه كال په جمادي الثانيه كې د حسمى سريه: ددې پيښې تفصيلات مخكې پاچايانو ته د ليکونو په فصل کې تير شويدي.

3- د 7 ه كال د شعبان په مياشت كې تربه ته د عمر بن خطاب (رضي الله عنه) سريه: پدې سريه كې له عمر (رضي الله عنه) سره 30 مجاهدين وو، د شپې به يې مزل كاوه او د ورځې له خوا به پټيدل، خو بيا هم د هوازن قبيلې خلك ورباندې خبر شول او د د دوى له رسيدو نه مخكې وتښتيدل، كله چې عمر (رضي الله عنه) ورغى هيڅوك هم په ګوتو ورنه غلل.

4- د 7 ه كال د شعبان په مياشت كې د بشير بن سعد انصاري سريه: ده ته وظيفه وركړل شوه چې د فدك سره خوا كې بني مره باندې حمله وكړي. له ده سره هم    (30) كسان وو، ورغى له بريد نه وروسته يې يو شمير څاروي او پسونه او نور ورنه ولجه كړل بيرته را روان شول، خو د دښمن له خوا تعقيب او تر بريد لاندې ونيول شول، جګړه وشوه تر څو د بشير او ملګرو يې ټول غشي تمام شول، او پدې ترتيب سره له بشير نه پرته ټول اصحاب (رضي الله عنهم) په شهادت ورسيدل، بشير پخپله په ټپي حالت كې فدك ته ځان ويوست او هلته ترهغې پورې له يهودانو سره پاتې شو تر څو زخمونه يې جوړ شول بيا مدينې ته ستون شو.

5- د 7 ه كال په رمضان مياشت كې د غالب بن عبدالله ليثي سريه: دا سريه د بني عوال، او په ميفعه كې د بني عبد بن ثعلبه په خلاف وه. يو بل روايت وايي چې دا د جهينه قبيلې د حرقات كورنۍ په خلاف وه. پدې سريه كې له اسامه بن زيد (رضي الله عنهما) سره يو سل ديرش مجاهدين وو، د دښمن له افرادو نه يې څوکسان ووژل او يو شمير څاروي يې ورنه په غنيمت ونيول. په همدې سريه کې اسامه (رضي الله عنه) يو تن چې نوم يې نهيك بن مرداس وو وروسته له هغې وواژه چې په خوله يې لا اله الا الله كلمه وويله. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اسامه ته وويل: ‏(‏أقتلته بعد ما قال‏:‏ لا إله إلا الله‏؟‏‏)‏ آيا  د  لا اله الا الله ويلو وروسته دې وواژه؟! اسامه وويل: کلمه يې د ځان ژغورلو په خاطر وويله! رسول (صلى الله عليه وسلم) ورته وفرمايل:‏(‏فهلا شققت عن قلبه فتعلم أصادق هو أم كاذب‏؟‏‏)‏‏.‏آيا تا يې سينه چاك كړې وه چې رښتيا او دروغ يې درته څرګند شوي وي.

6- د عبدالله بن رواحه سريه: نوموړى له 30 كسانو سره د 7 ه كال د شوال په مياشت كې د خيبر په لور واستول شو. سبب يې دا وو چې اسير او يا بشير بن رزام د غطفان قبيلې خلك د مسلمانانو په خلاف راټولول، مسلمانانو اسير له ديرشو كسانو سره راويوست او دا تمه يې وركړه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به د خيبر ولايت ده ته وركوي، هماغه  وه چې هغه له 30 ملګرو سره راووت او ورسره روان شو، خو كله چې د قرقره نيار سيمې ته ورسيدل د دواړو ډلو تر مينځ سوو تفاهم را مينځته شو او په نتيجه كې اسير سره له ټولو ملګرو يې ووژل شو.

7 – د بشير بن سعد انصاري سريه: د 7 ه كال په شوال مياشت كې په يمن او جبار كې د ميشته اعرابو په خلاف چې د غطفان قبيلې سيمه وه 300 مسلمانان واستول شول. ددې لښكر وظيفه دا وه چې له هغې ډلې سره مقابله وكړي كومه چې د مدينې پر څنډو يې د حملې لپاره تياري نيوله. مسلمانانو به د شپې مزل كاوه د ورځې به يې  كمين  نيوه، كله  چې مشركين د بشير له راتګ نه خبر شول وتښتيدل، مسلمانانو ډيرې ولجې ونيولې، دوه كسان يې هم ورنه اسيران كړل، مدينې ته يې راوستل، او هلته دواړو اسلام راوړ.

8- د ابي حدرد اسلمي سريه: ابن قيم وايي چې دا په اووم هجري  كال له عمره القضاء نه مخكې كې وه. لنډيز يې داسې دى چې د جشم بن معاويه قبيلې يو سړى له ډير شمير لښكرو سره غابه ته راغى او غوښتل  يې قيس قبيله د مسلمانانو په خلاف راوپاروي. همدا وه چې رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې مقابلې ته ابو حدرد واستاوه، له ده سره دوه كسان وو. ابو حدرد له ډيرې حكيمانه استراتيژۍ نه كار واخيست، دښمن ته کلکه ماتې وركړه، ډير اوښان او پسونه يې ورنه ولجه كړل.(1)

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د