fbpx
mohammad

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – نهه پنځوسمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د قضاء عمره

حاكم وايي: دا خبره په تواتر سره ثابته ده چې كله د ذي القعدې مياشت رابره شوه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) ته امر وكړ چې د قضاء شوې عمرې د ادا لپاره ځانونه تيار كړي، چا چې په حديبيه كې برخه درلوده هغه ټول به ځي. همدا وه چې ټول روان شول، په حديبيې  كې له ګډون كوونكو سربيره څه نور اصحاب هم د عمرې په نيت ووتل، د ټولو شميره په ښځو او ماشومانو سربيره دوه زره كسان وو.(1)

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په مدينه كې عويف ابا رهم غفاري خليفه وټاكه. شپيته څاروي يې ورسره روان كړل او ناجيه بن جندب اسلمى يې پدې وګماره چې ددې اوښانو پالنه او ساتنه وكړي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له ذي الحليفه نه احرام وتاړه، تلبيه يې ويله، مسلمانانو هم دده مبارك پيروي كوله، تلبيه ويونكي ورپسې روان وو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د جګړې لپاره تياري نيولې وه، وسله يې ورسره اخيستې وه، ځكه د قريشو له خيانت نه يې ويره درلوده، خو كله چې ياجج نومې سيمې ته ورسيد ټولې وسلې لكه ډالونه،نيزې، غشي يې همدلته كيښودل، د اوس بن خولي انصاري تر مشرۍ لاندې يوه دوه سوه كسيزه ډله يې د وسلو په ساتنه مكلفه كړه او خپله له نورو مسلمانانو سره چې يوازې تورې ورسره وې هغه هم په تيكيو كې مخ په وړاندې لاړ(.2)

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مكې ته د داخليدو په وخت كې په خپله قصواء نومې اوښه سپور وو، مسلمانان تورې په لاس د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  شاو خوا ته روان وو، ټولو تلبيه ويله او مكې ته داخل شول.

مكې ته د مسلمانانو د داخليدو په وخت كې مشركان د كعبې شريفې شمال ته پراته قعيقعان نومي غره ته لاړل او له هغه ځاى نه يې مسلمانانو ته كتل، يو بل ته يې ويل چې: اوس  به داسې كسان راځي چې د يثرب تبو يې زور ايستلى دى. همدا وجه وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له مخكې نه خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) ته امر كړى وو چې د طواف په لومړيو دريو دورو كې به اوږې اچوي، د قوت مظاهره دې وكړي او په چستۍ او چالاكۍ سره دې طواف ادا كړي. ددې امر حكمت دا وو تر څو مشركان وګوري چې مسلمانان د دوى د تصور خلاف زور او قوت لري(١). همدا راز رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر كړى وو چې د احرام په دوران كې ټول ښۍ اوږى لوڅې پريږدي او د څادر دواړه خواوې په چپې اوږې واچوي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مكې ته له هغه كنډو نه داخل شو چې لار يې حجون ته رسيده. مشركان په ليكو ولاړ وو او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې كتل، چې تلبيه يې ويله راغى پخپلې نيزې سره يې حجر اسود لمس كړه، طواف يې وكړ، مسلمانانو هم طواف كاوه، عبدالله بن رواحه (رضي الله عنه) پداسې حال كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخې مخې ته روان وو چې توره يې په لاس كې وه او لانديني اشعار يې زمزمه كول:

خـلوا بني المشركين عن سبيله           خـلوا فكل الخير في رسوله
قـد انزل الرحمن في تـنزيله               في صحف تتلى على رسوله
يـا رب اني مـؤمن بقيـله            اني رايت الـحق في قبـوله
بان خير القتـل في سبيـله               اليـوم نضربكم على تنزيله
ضربا يزيل الـهام عن مقيله             و يذهل الخليل عن خليله (٢)

[اې د مشركينو زوزاته! دده لاره پريږدئ، لاره يې پريږدئ چې ټول خير د الله په رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) كې دى. رحمن رب پخپل كتاب كې نازل كړى، پداسې صحيفو كې چې دده پر رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې تلاوت كيږي. اې ربه! زه د هغه په قول ايمان لرم، او ددې خبرې منل حق بولم، چې بهترين مرګ هغه دى چې د الله په لار كې وي. نن به مونږ په تاسو د هغه كتاب مطابق ګوزارونه كوو، داسې ګوزار چې ككرۍ پرې كوي او داسې ګوزار چې دوست له دوست نه غافل او بې خبر ګرزوي.]

د انس (رضي الله عنه) په روايت كې راځي چې عمر (رضي الله عنه) وويل: اې ابن رواحه! د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په وړاندې او په حرم شريف كې شعر وايې؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏(‏خَلِّ عنه يا عمر، فلهو أسرع فيهم من نضح النبل‏)‏‏.‏پريږده اې عمره! پر مشركينو ددې شعر اغيزه تر غشو هم زياته  ده.(1)

د طواف په دريو لومړيو دورو كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او مسلمانانو په قوت او چالاكۍ سره اوږې اچولې، كله چې مشركينو پدې حالت كې وليدل نو يو بل ته يې وويل: زمونږ خو ګمان و چې دا خلك به تبې وهلي او كمزوري شوي به وي، ګورئ دوى له هر چا نه پياوړي او چالاك دي!!(2)

په طواف پسې يې د صفا او مروه تر منځ سعي وكړه، بيا يې هغه ځاى ته وكتل چيرته چې د ذبحې اوښان درول شوي وو، ويې فرمايل: ‏(‏هذا المنحر، وكل فجاج مكة منحر‏)‏. دا د نحر (قربانۍ) ځاى دى، د مكې هره كنده د نحر ځاى دى. په همدې ترتيب سره يې له مروه سره خوا كې قرباني وكړه او هملته يې سر وخراوه.

مسلمانانو هم د خپل رهبر پوره متابعت او پيروي كوله. بيايې يوه ډله خلك ياجج ته وليږل تر څو هلته د وسلې ساتنه وكړي، او په هغه ځاى كې توظيف شوي خلك مكې ته راشي او خپل د عمرې مناسك ادا كړي.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) درې ورځې په مكه كې پاتې شو، په څلورمه ورځ سهار مشركين ورته راغلل، او اصحابو (رضي الله عنهم) ته يې وويل: خپل رهبر ته وواياست چې وخت مو پوره شوى. همدا وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له مكې نه وخوځيد او لاړ په سرف نومې سيمه كې يې واړول.

هغه وخت چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له مكې نه روان شو د حمزه (رضي الله عنه) لور ورپسې را روانه شوه چيغې يې پسې وهلې اې زما كاكا! اې كاكا! علي (رضي الله عنه) په غيږ كې راونيوله. بيا د علي، جعفر او زيد (رضي الله عنهم) تر مينځ ورباندې دعوه شوه، هر يوه غوښتل چې له ځان سره يې بوزي او كفالت بې په غاړه واخلي، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) داسې فيصله او امر يې وكړ چې دا نجلۍ به له جعفر (رضي الله عنه) سره وي ځكه چې نجلۍ خاله د جعفر (رضي الله عنه) ښځه وه.

په همدې سفر كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له ميمونه بنت حارث عامريه (رضي الله عنها) سره واده وكړ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مكې ته له داخليدو نه مخكې جعفر بن ابي طالب (رضي الله عنه) حضرت ميمونه  (رضي الله عنها) ته ورليإلى وو، هغې خپل صلاحيت او اختيار عباس (رضي الله عنه) ته سپارلى وو، ځكه خور يې ام الفضل (رضي الله عنها) د حضرت عباس (رضي الله عنه) ښځه وه. عباس (رضي الله عنه) فيصله وكړه چې ميمونه (رضي الله عنها) رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته نكاح كړي. او كله چې له مكې نه روان شو نو ابو رافع ته يې وظيفه وركړه چې ميمونه (رضي الله عنها) ورته راولي، همدا وه چې نكاح وشوه او په سرف سيمه كې مبارك واده تر سره شو(١).

دغې عمرې ته ځكه د قضاء عمره وايي چې دا د حديبيې د عمرې قضاء و او يا دا چې دا عمره د حديبيې د سولې د تړون او مصالحې چې په عربي كې ورته قضا او مقاضاه ويل كيږي، مطابق ترسره شوه، زياترو همدا دوهمه وجه تاييد كړيده(٢) ددې عمرې څلور نومونه دي: قضاء، قضيه، قصاص او صلح(٣).

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د