الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – شپېتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

لدې عمرې نه وروسته څو نورې سريې

1- د ابن ابي عوجاء سريه: د 7 ه كال په ذي الحجه مياشت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ابن ابي عوجاء د 50 كسانو په مشرۍ بني سليم ته وليږه، تر څو هغوى اسلام ته راوبولي. هغوى په ځواب كې ورته وويل: مونږ اسلام ته ضرورت نلرو، په نتيجه كې سخته جګړه وشوه، ابو عوجاء ټپي شو، او له دښمن نه دوه كسان په اسارت ونيول شول.

2- د غالب بن عبدالله سريه: د 7 هجري كال په صفر مياشت كې غالب بن عبدالله د 200 كسانو په مشرۍ د فدك هغې سيمې ته واستول شو چيرته چې د بشير بن سعد ملګري په شهادت رسيدلي وو. دوى د دښمن څه افراد ووژل او يو شمير حيوانات يې ورنه ولجه كړل.

3- د ذات اطلح سريه: د آتم هجري په ربيع الاول مياشت كې بنو قضاعه پر مسلمانانو د بريد لپاره زيات شمير كسان راغونډ كړي وو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د كعب بن عمير انصاري په مشرۍ (15) كسان ورواستول. هغوى له دښمن سره له مخامخ كيدو وروسته لومړى د اسلام بلنه وركړه، خو هغوى د دوى دعوت ونه مانه، جګړه پيل شوه په نتيجه كې ټول مسلمانان په شهادت ورسيدل، يوازې يو كس د شهيدانو له مينځ نه ژوندى راووت او يا را وايستل شو او بس.(1)

4- د ذات عرق سريه: د 8 ه كال په ربيع الاول مياشت كې د بنو هوازن په خلاف وه. بني هوازن به وخت نا وخت د مسلمانانو له دښمنانو سره مرستې كولې، همدا وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) شجاع بن وهب اسدي له 25 كسانو سره د دوى مقابلې ته واستاوه، هغوى لاړل او له دښمنانو نه يې زيات څاروي ولجه كړل او سالم بيرته راستانه شول.(2)

د مووته جګړه

د مووته جګړه تر ټولو سخته او خونړۍ جګړه ده چې مسلمانانو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په ژوند كې كړيده. همدا جګړه د نصرانيانو د سيمو او هيوادونو د فتحې او نيولو پيلامه وه. داجګړه د 8 ه كال په جمادي الاولى چې د 629 كال د سپتمبر يا اګست مياشتې سره سمون خوري واقع شويده.
مووته چې د ميم په پيښ او همزه په سكون ويل كيږي د شام په لاندينۍ برخه بلقاء كې پرته يوه سيمه ده چې له بيت المقدس نه ډيره فاصله نلري تقريبا دوه منزله ورنه ليرې  ده.

د جګړې سبب

ددې جګړې سبب دا دى چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د حارث بن عمير ازدي په لاس د بصرى واكمن ته ليك واستاوه. د لارې په اوږدو كې د قيصر له لوري د شام د بلقاء حاكم شرحبيل بن عمرو غساني لاره ورته ونيوه، هغه يې ونيو او بيا يې په شهادت ورساوه.

د سفيرانو وژل نه يوازې ډ ير لوى جرم بلكه د جنګ د اعلان په معنى وو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پدې سره ډير په غوسه شو فوراً يې درې زره كسيز لښكر تيار كړ.(1) چې له احزاب غزا نه پرته په هيڅ يوه غزا كې همدومره زيات شمير غازيانو برخه نه ده اخيستې.

د لښكر مشران او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لارښوونې

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې لښكر مشري زيد بن حارثه (رضي الله عنه) ته وسپارله، او ويې فرمايل : ‏(‏إن قتل زيد فجعفر، وإن قتل جعفر فعبد الله بن رواحة‏).‏ كه زيد شهيد شو، نو په ځاى به يې جعفر (رضي الله عنه) قوماندان وي، كه هغه هم شهيد شو، نو عبدالله بن رواحه به دغه  دنده په غاړه اخلي(١). دوى ته يې سپينه جنډه وركړه چې زيد بن حارثه ته يې وسپارله.(٢)

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لښكر او مشرانو ته يې هدايت وكړ چې لومړى به د حارث بن عمير د شهادت ځاى ته ورشي، له همغه ځاى نه به خلك اسلام ته راوبولي، كه اسلام يې راووړ نو ښه او كه نه نو د الله په توكل سره به بريد ورباندې وكړي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏(‏اغزوا بسم الله، في سبيل الله، مَنْ كفر بالله، لا تغدروا، ولا تغلوا، ولا تقتلوا وليداً ولا امرأة، ولا كبيراً فانياً، ولا منعزلاً بصومعة، ولا تقطعوا نخلاً ولا شجرة، ولا تهدموا بناء‏)‏‏.‏ د الله په نامه سره د الله په لار كې د كفارو په خلاف وجنګيږئ، غدر او خيانت مه كوئ، عهد مه ماتوئ، واړه، ښځې، زاړه او په عبادت بوخت راهبان مه وژنئ، ونې او بوټي مه پرې كوئ، كلي او كورونه مه ورانوئ. (٣)

له لښكر سره په مخه ښه او د عبدالله بن رواحه (رضي الله عنه) ژړا

لښكر تيار شو، خلك راټول شول، د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خوا ټاكل شويو قوماندانانو سره يې په مخه ښه وكړه. پدې وخت كې عبدالله بن رواحه (رضي الله عنه) خپلى اوښكې كنترول نه شواى كړى، په ژړا شو. سوال ورنه وشو ولې ژاړې؟ عبدالله وويل: قسم په خداى په دنيا پسې نه ژاړم، له تاسې نه د جدايۍ په سبب هم ژړا نه كوم. د ژړا سبب مې دا دى چې ما له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  نه د قرآنكريم تلاوت اوريدلى چې په يوه آيت كې يې د دوزخ ياد راغلى او داسې فرمايي:    ((وَإِنْ مِنْكُمْ إِلاَّ وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْماً مَقْضِيّاً)) (مريم: 71) [د تاسې هر يو به دوزخ ته داخليږي، دا د الله حكم او فيصله ده.]

نه پوهيږم چې يو ځل دې اورته داخل شم بيا به څنګه ور نه وزم؟ مسلمانانو ورته وويل: الله تعالى مو مل شه. الله مو ساتندوى شه، الله مو بيرته سالم او غانم راوله. په ځواب كې عبدالله بن رواحه (رضي الله عنه) دا شعر ووايه.

لكنني اسـال الرحمن مغفرة        وضربة ذات قرغ تقذف الزبدا
او طعنة بيدي حران مجهزة        بحربة تنفذ الاحشاء و الكبدا
حتى يقال اذا مروا على جدثي         ارشده الله من غاز و قد رشدا

[خو زه له رحمن رب  نه د مغفرت سوال كوم، ورنه غواړم چې هډوكي ماتونكى او ماغزه شيندونكى ګوزار مې په برخه كړي، يا د داسې نيزه باز د لاس ګوزار غواړم چې  ينه او كولمې مې پرې كړي، تر څو چې كله مې خلك په قبر تيريږي نو وايي دا د هغه غازي قبر دى چې الله هدايت ورته كړى او په نيغه لاره برابر وو.

پدې پسې لښكر روان شو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپله تر وداع نومې غونډۍ پورې ورسره ملګرې وو هلته ودريد او په مخه ښه يې ورته وويله.(1)

اسلامي لښكر او ترينګلي حالات

د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د اصحابو (رضي الله عنهم) دا لښكر روان شو، د شمال په لور تر معان پورې مخكې لاړ، دغه سيمه له شمالي حجاز سره خوا كې پرته ده. هلته استخباراتو خبر ورته راوړ چې هرقل د بلقاء په مآب نومې منطقه كې له يو لك لښكر سره ځاى په ځاى شويدى، او يو لك نور كسان د نورو قبايلو لكه لخم، جذام، بلقين، بهراء او يلي هم ورسره يو ځاى شويدى.

په معان كې مشورتي غونډه

مسلمانانو له دومره لوى لښكر سره د مقابلې لپاره تياري نه درلوده، هغوى ته دا حالت ناڅاپي او ناببره پيښ شوى وو حيران وو چې دا درې زره كسيز لښكر به څه ډول پر دوه لكه لښكر باندې حمله كوي؟ دوه ورځې په معان كې پاتې شول، مشورې يې كولې، يو ځل يې وويل: راځئ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ليك وليږو د دښمن د لښكر په هكله خبر وركړو، هغه به يا نور كسان راوليږي، او يا به بل څه هدايت راكړي چې مونږ به يې عملي كړو.

عبدالله بن رواحه (رضي الله عنه) ددې نظريې مخالفت وكړ، خلك يې وهڅول ويې ويل: اې ملګرو! تاسې چې له څه نه ويره لرئ هغه هماغه شهادت دى چې په لټه كې يې تردې ځايه راغلي ياست، جګړه خو د افرادو په ډيرښت او قوت نده، مونږ خو له دښمنانو سره په ځواك او ډيرښت نه جنګيږو بلكه مونږ په هغه دين ورسره جنګيږو چې الله تعالى عزت پرې راكړئ،  توكل په خداى وكړئ، ملاوې وتړئ، يا به بريالي شئ او يا به مو شهادت په برخه شي! په پاى كې ټولو همدا د عبدالله (رضي الله عنه) رايه ومنله او د مقابلې فيصله يې وکړه.

اسلامي لښكر پر دښمن ناتار جوړوي

اسلامي لښكر دوې ورځې په معان كې پاتې شو، وروسته د دښمن په لور وخوځيد، او د بلقاء سيمې په مشارف نومي كلي كې د هرقل له سپايانو سره مخ شو. دښمن مخكې راغى، مسلمانان د مووته خوا ته كاږه شول او هلته يې سنګر ونيو، د جګړې تياري يې ونيوله، د ميمنې (ښي اړخ) مشري يې قطبه بن قتاده  عذري او د كيڼې خوا قومانده يې عباده بن مالك انصاري ته وركړه.

د جګړې پيل  او اتلو مجاهدينو شهادت

په مووته كې دواړې لښكرې سره مخامخ شوې، سخت جنګ ونښت، درى زره مسلمانانو د دوه لكو جګړه مارانو  مقابله كوله. عجيبه صحنه او سخته جګړه وه، خو د ايمان قوت تاريخونه جوړوي جنډه د زيد بن حارثه (رضي الله عنه) په لاس كې وه، په ډيره ميړانه جنګيده، تر هغې پورې يې پر دښمن حملې كولې تر څو د دښمن په نيزو سره سورى سورى شو او د شهادت جام يې په سر واړاوه.

پده پسې جعفر بن ابي طالب (رضي الله عنه) جنډه پورته كړه، په بې ساري توګه جنګيده، كله چې جګړه ډيره تنده شوه، ستړى شو، نو له خپل سره تور بخون آس نه كوز شو د هغه پښې  يې ووهلې جګړې ته يې ادامه وركړه تر څو  ښى لاس يې پرې شو، جنډه يې په چپ لاس كې ونيوه، همداسې جنګيده تر څو چپ لاس يې هم پرې شو، بيا يې جنډه په دواړو مټو په غيږ کې ونيوه او همداسې اوچته يې نيولې وه تر څو په شهادت ورسيد. په يوه روايت كې راځي چې يوه رومي داسې ګوزار پرې وكړ چې په نيمايي سره دوې ټوټې شو. الله تعالى دده د دواړو لاسونو په بدل كې په جنت كې دوه وزرونه وركړل، چيرته يې چې زړه وې هلته پرې الوزي او همدا وجه ده چې په جعفر طيار يا جعفر ذي جناحين سره شهرت لري. امام بخاري له نافع نه روايت كوي چې ابن عمر (رضي الله عنهما) ورته ويلي چې د جعفر (رضي الله عنه) له شهادت نه وروسته زه دده جسد ته ودريدم، پنځوس د نيزو، تورو او غشو ټپونه يې خوړلي ووو، يو ټپ يې هم په شا نه وو لګيدلى ټول يې په مخ او سينه خوړلي وو.(1)

په بل روايت كې راځي چې ابن عمر (رضي الله عنهما) وايي: زه پدې غزا كې حاضر وم، د جعفر (رضي الله عنه) په لټون كې وو چې د شهيدانو په مينځ كې مو وموند،ومو ليدل چې له نوي (90) نه زيات د تورې، نيزې او غشو ګوزارونه يې خوړلي دي.(2)

او له نافع نه د العمري په روايت كې دا هم شته چې دا ټول ټپونه يې په سينه وو.(3)

كله  چې جعفر بن ابي طالب (رضي الله عنه) لدې بې ساري او اتلانه جګړې نه  وروسته په شهادت ورسيد، نو جنډه عبدالله بن رواحه (رضي الله عنه) پورته كړه، پخپل آس سپور وو، د دښمن په لور ورغى. د حملې تياري يې كوله پدې وخت كې څه متردد غوندې شو، آس يې لږ كوږ هم شو، خو فوراً يې دا شعر ووايه:

اقسـمت يـا نفس لتنزلنه                   كـارهة او لتـطاوعنه
ان اجلب الناس وشدوا الرنه                         مالي اراك تكرهين الجنه

[اې نفسه! قسم دى چې حتماً به مقابلې ته وردانګې، په خفګان وي كه په خوشالۍ دا به كيږي، كه خلكو جنګ پيل كړى او نيزې يې نيولې دي  نو زه ولې تا له جنت نه په تيښته كې وينم؟]

بيايې د مقابلې ميدان ته وردانګل، پدې وخت كې يې د تره زوى يو له غوښې ډك هډوكى ورته راوړ، ورته ويې ويل دا واخله او ځان څه ناڅه ورباندې تقويه كړه، دا څو ورځې خو ډير كړيدلى يې! ورنه وايي خيست يو كپ يې ورنه وكړ نور يې ايسته واچاوه، توره يې واخيستله په جګړه يې پيل وكړ او د ژوند تر وروستۍ لحظې پورې په پوره ميړانه وجنګيد  ترڅو په شهادت ورسيد.

اسلامي جنډه د سيف الله په لاس کې

پدې وخت كې د بني عجلان قبيلې يو كس چې ثابت بن ارقم نوميده رامخې ته شو، جنډه يې پورته كړه، غږ يې وكړ، اې مسلمانانو! يو كس خپل مشر وټاكئ. دوى ورته وويل: همدا ته مو مشر. ده وويل نه، زه دا كار نه كوم، بالاخره ټول په خالد بن وليد (رضي الله عنه) باندې راضي او سلا شول. خالد (رضي الله عنه) جنډه پورته كړه سخته جګړه يې وكړه. بخاري ورنه روايت كوي چې وايي: د مووته په ورځ زما په لاس كې نهه  (9) تورې ماتې شوې، په پاې كې يوازې يوه يماني وړه غوندې توره راسره پاتې شوه. په بل لفظ كې راځي چې وايي: د موته په ورځ مې نهه (9) تورې په لاس كې كږې شوې يوازې  زما يمني تورې تاب راوړ او راسره پاتې شوه.(1)

د مووته  په ورځ مخكې لدينه چې څه خبر راشي رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته د وحي په واسطه خبر وركړ شو او هغه داسې وفرمايل: ‏(‏أخذ الراية زيد فأصيب، ثم أخذ جعفر فأصيب، ثم أخذ ابن رواحة فأصيب ـ وعيناه تذرفان ـ حتى أخذ الراية سيف من سيوف الله، حتى فتح الله عليهم‏)‏‏.د جګړې په ميدان كې زيد په شهادت ورسيد، بيا جنډه جعفر پورته كړه هغه  هم شهيد شو، بيا عبدالله بن رواحه جنډه پورته كړه هغه هم په  شهادت ورسيد. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا خبرې كولې او له مباركو سترګو نه يې اوښكې روانې وې، زياته يې كړه بيا جنډه سيف الله پورته كړه او د همده په لاس د مسلمانانو برى په برخه شو.(2)

د جګړې پاى

كه څه هم مسلمانانو بې ساري مقاومت كاوه، او په بې ساري ميړانه جنګيدل، خو بيا هم دا تصور كمزورى ښكاريده چې برى به هم د دوى په برخه وي، ځكه د دښمن په مقابله كې د دوى شمير ډير كم او وسايل يې هم لږ وو، خو خالد بن وليد (رضي الله عنه) خپل مهارت او حكمت په كار واچاوه او مسلمانانو ته يې نجات وركړ.

ددې جګړې د پايلې په اړه مختلف روايتونه راغلي دي، له صحيح روايتو نه دا څرګنديږي چې خالد (رضي الله عنه) ټوله ورځ د دښمن مقابله وكړه، خو دا يې ضروري ګڼله چې بايد له يوې كاميابې استراتيژۍ نه ګټه واخيستله شي تر څو مسلمانان نجات ومومي او مشركين داسې وويرول شي چې د مسلمانانو د تعقيب جرات ونه شي كړى، ځكه هغه پوهيده كه چيرې مسلمانان د عقب نشينۍ په وخت كې د دوى تر ګوزار لاندې راشي نو بيا به يې  ژغورل ممكن نه وي. همدا وه چې د جګړې په دوهمه ورځ يې جنګي استراتيژي بدله كړه، د لښکر ترتيب يې بدل کړ، له سره يې ځايونه ورته وټاکل، مقدمه يې د ساقې په ځاى ودروله او ميمنه يې د ميسرې په ځاى او ميسره د ميمنې په ځاى توظيف کړه،كله چې د دښمن له لښكرو سره مخامخ شول نو دكفارو ټوليو هر يوه له خپل مخ سره نوي کسان وليدل، فكر وكړ لكه چې مدد او کومک ورته راغلى دى، يو ځل يې په زړونو كې ويره پيدا شوه، دښمنان د ويرې او تشويش په حالت كې وو چې خالد (رضي الله عنه) د ورو ورو عقب نشينۍ يا په شاتګ امر وكړ. دوى داسې په شاتګ كاوه چې د لښكر په تنظيم كې هيڅ بدلون نه ليدل كيده روميان هم نه ورپسې راتلل ځكه هغوى دا ګمان كاوه لكه چې مسلمانان چل ورسره كوي غواړي روميان د صحرا په لوري بوزي او هلته يې حساب تصفيه كړي.

پدې ترتيب سره دښمن په شا شو، او د مسلمانانو په تعقيب پسې يې هيڅ هڅه ونكړه، او مسلمانان پدې وتوانيدل چې روغ رمټ مدينې ته ستانه شي.(١

د دواړو خواوو مړي

پدې جګړه كې 12 مسلمانان په شهادت ورسيدل، د كفارو د مړيو شميره پوره نده معلومه خو داسې ښكاري چې له هغوى نه به زيات كسان وژل شوي وي.

د جګړې اغيزې

كه څه هم مسلمانانو لدې جګړې نه مطلوب هدف تر لاسه نه شواى كړاى او خپل كسات يې وا نه شوى اخيستلى، خو بيا يې هم د دوى لپاره ګټورې اغيزې درلودې. پدې سره ټول عرب ويرې او ډار ونيول، د مسلمانانو رعب پرې ولويد، هغه وخت روميان زبر ځواك وو او عربانو ګمان كاوه چې لدوى سره ټكر يعنې بربادي او خودكشي، نو پدې جګړې سره دا ګمان هم غلط ثابت شو.

له دوه لكه عسكرو سره د درى زره مسلمانو سپايانو مقابله داسې يوه بې ساري مقابله وه چې د تاريخ له عجايبو نه شميرل كيږي. دې جګړې دا ثابته كړه چې مسلمانان هسې ندي لكه څرنګه چې عربانو او روميانو تصور كاوه، له دوى سره د الله تعالى مرستې دي. همدا وجه وه چې ددې جګړې نه وروسته ډيرې سر كشې قبيلې اسلام ته سلامي شوې، بنو سليم، اشجع، غطفان، فزاره او ذبيان قبيلې په اسلام مشرفې شوې.

همدغه جګړه له بلې خوا له روميانو سره د لويو خونړيو جګړو پيلامه وه، او په پاى كې د همدې جګړې له بركته د روميانو ډير ښارونه فتح شول.

د ذات السلاسل سريه

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د شام په غاړو كې د پرتو عربي قبايلو په اهدافو او دريځ پوه شو او ويې ليدل چې دغه قبيلې په جګړه كې د مسلمانانو په خلاف د روميانو خواته ودريدلې، نو دا ضروري ورته ښكاره شوه چې د روميانو او دې عربانو تر مينځ بيلتون راوستل شي تر څو په راتلونكې كې د مسلمانانو په خلاف دومره لوى ائتلاف جوړ نه شي.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې كار د عملي كولو لپاره عمرو بن العاص غوره كړ، ځكه د ده انا يعنې د پلار مور له “بلي” قبيلې څخه وه. د 8 ه كال په جمادي الاخره كې يې دوى ته واستاوه تر څو همكاري يې ترلاسه كړي. په يوه روايت كې خو لا دا راځي چې دوى  ته خبر را ورسيد چې د قضاعه قبيلې خلك راټول شوي او د مدينې په لور راتلل غواړي، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عمرو ته وظيفه وركړه چې هغوى ته ورشي او خبرې ورسره وكړي. كيداى شي همدا دواړه سببونه سره يو ځاى شوي وي.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عمرو بن العاص (رضي الله عنه) ته سپينه جنډه وركړه، يوه بله يې توره هم ورسره وركړه، درى سوه مخور مهاجرين او انصار يې  دده تر قوماندى لاندې وركړل. له دوى سره ديرش آسونه هم وو. امر يې ورته وكړ چې له بلي، عذره او بلقين قبيلو نه مرسته وغواړي. عمرو (رضي الله عنه) روان شو د شپې به يې مزل كاوه او د ورځې له مخې به يې چيرته كمين نيوه، او كله چې هغوى ته ورلنډ شو نو خبر شو چې د دښمن شميره ډيره زياته ده. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې د رافع بن مكيث جهيني په لاس احوال وليږه، او د نورې مرستې غوښتنه يې ورنه وكړه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په ځواب كې ابو عبيده بن الجراح (رضي الله عنه) له دوو سوو كسانو سره د هغه مرستې ته وروليږه، جنډه يې وركړه. پدې ډله كې مشهور اصحاب لكه ابوبكر او عمر هم شامل وو، دوى ته يې امر وكړ چې لاړ شي او له عمرو سره يو ځاى شي. دواړه به يو موټى وي، اختلاف به نه كوي. كله چې دوى هلته ورسيدل ابو عبيده اراده وكړه چې په لمانځه كې د خلكو امامت وكړي، خو عمرو (رضي الله عنه) ورته وويل: چې امير زه يم، ته خو مې مرستې ته راغلى يې. همدا وه چې ابو عبيده (رضي الله عنه) هم دده خبر ومنله، اطاعت يې ورنه وكړ، او عمرو  به په لمانځه كې د خلكو امامت كاوه. اسلامي لښكر د قضاعه تر سيمې پورې مخكې لاړ، د هغوى د سيمې ليرې ليرې ځايونو ته ورغلل، هلته له يو شمير كسانو سره مخ شول، بريد يې ورباندې وكړ خو د دښمن ټول افراد وتښتيدل او تيت و پرك شول. وروسته عمرو بن العاص عوف بن مالك اشجعي له خپل اړخه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته له مكمل احوال سره وليږه، او هغه يې پخپل بري او په ټولو تفصيلاتو آګاه كړ.

ذات السلاسل د لومړني سين په پيښ يا زور سره لوستل كيږي، دا د يوې سيمې نوم دى چې د قرى وادي شا ته او له مدينې نه د لسو ورځو مزل په اندازه ليرې پرته ده. ابن اسحاق وايي چې مسلمانانو د جذام په سيمه كې له سلسل نومې چينې سره واړول او له همدې كبله دې جګړې ته ذات السلاسل وايي.(1)

د ابو قتاده سريه

دا د 8 ه كال د شعبان په مياشت كې وه، سبب يې دا وو چې بني غطفان په خضره نومې سيمه كې چې په نجد كې پرته او په محارب قبيلې پورې مربوطه وه را ټول شوي وو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د هغوى مقابلې ته اباقتاده (رضي الله عنه) له (15) كسانو سره واستاوه. دوې لاړل له دښمن نه يې يو شمير كسان ووژل، څه يې ورنه اسيران كړل، ولجې يې لاسته راوړلې. او له پنځلسو ورځو سفر نه وروسته بيرته ستانه شول.(٢)

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د