fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – یو شپېتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د مكې فتحه

ابن قيم وايي: د مكې فتحه هغه لويه سوبه ده چې الله تعالى د خپل دين، رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او مؤمنو بندګانو د عزت  او له كفارو  او مشركانو نه د خپلې خونې او وطن د آزادۍ سبب وګرزوله. دا هغه سوبه ده چې د آسمان اوسيدونكي پرې خوښ شول، د عزت د څلي څوکه يې پاس له آسمان سره ولګيده، له بركته يې ډلې ډلې، خلك په اسلام مشرف شول، او د ځمكې مخ يې په نور روښانه او سوکاله كړ.(1)

د غزا سبب

مخكې مو وويل چې د حديبيې د سولې يوه ماده دا وه چې عربي قبايل اجازه لري، كولې شي پخپله خوښه له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او يا قريشو سره تړون او ائتلاف وكړي، له تړون نه وروسته همدا قبيله د همغه اړخ يوه برخه بلل كيږي، او تيرى ورباندې د سولې له تړون نه مخالفت او پر همغه بله ډله تيرى شميرل كيږي.د همدې مادې په اساس خزاعه له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او بنوبكر له قريشو سره تړون او ائتلاف لاسليك كړ، او پدې ترتيب دا دواړه قبيلې يوه د بلې له تيري او جګړې نه په امن شوه. د دوى تر منځ زړه دښمني وه چې د اسلام له بركته يې تر مينځ اوربند وشو. پدې وخت كې بنوبكر يو ځل بيا د كسات په فكر كې شول. د 8 ه كال د شعبان په مياشت كې نوفل بن معاويه د يلي د بنوبكر له يو شمير كسانو سره د شپې له مخې پر خزاعه باندې شبخون وكړ، له “وتير” نومې چينې سره يې د هغوى يو شمير كسان ورووژل، او پدې ترتيب د جګړې اوربل شو. د جګړې په جريان كې قريشو له بنوبكر سره مرسته وكړه، وسلې يې وركړې، د شپې يې څه جنګيالان هم ور واستول په نتيجه كې بنو خزاعه مجبور شول حرم ته پناه يوسي.

هلته د بنوبكر خلكو نوفل ته وويل: دا دى مونږ حرم ته داخل شوو، د خداى روى ومنه، د خپل رب حرمت وساته  وويريږه! خو نوفل ډيره غټه او د كفر خبره وكړه ويې ويل: اې بنوبكر! نن اله “خداى” نشته، خپل وار او كسات واخلئ، قسم چې تاسې په حرم كې د ننه غلا كوئ، نو خپل انتقام ولې نه پكې اخلئ؟

خزاعه چى مكې ته پناه يووړه هلته يې د بديل بن ورقاء خزاعي او خپل مولى (ملګري) رافع كورته مخه كړه،  هلته ننوتل. عمرو بن سالم خزاعي په منډه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورغى، مدينې ته له رسيدو وروسته د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په حضور كې ودريد، هغه (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له اصحابو (رضي الله عنهم) سره په جومات كې تشريف درلود، عمرو دا شعرونه ورته وويل:

يـا رب اني ناشـد محمدا             حلفنا و حـلف ابيه الاتلدا
قدكنتم ولدا و كـنا والدا                ثـمة اسلمنا ولم نـنزغ يدا
فانصر هداك الله نصرا ايدا                 وادع عبـادالله يـاتوا مددا
فيـهم رسول الله قد تجردا                ابيض مثل البدر يسمو صعدا
ان سيم خسفا وجهه تر بدا             في فيلق كالبحريجري مزبـدا
ان قريشـا اخلفوك الموعدا               و نقضـوا ميثاقـك الموكدا
و جعلوا لي في كداء رصدا                و زعموا ان لست ادعو احدا
و هم اذل، و اقـل عددا               هم بيـتونا بالـوتير هـجدا
و قتلـونا ركعـا و سـجدا

[اې ربه! زه محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته دده عهد او دده د پلار پخوانى عهد وريادوم، تاسې اولادونه وئ او مونږ پلرونه وو (دا ځکه د قصي ښځه چې د عيد مناف مور وه او حبى نوميدله له بنو خزاعه قبيلې څخه وه نو بنو خزاعه د بني مطلب ماماخيل كيدل). بيا مونږ ستاسې اطاعت وكړ او هيڅ  سرغړونه مو نده كړى، الله دې تاسې ته هدايت وكړي، كلك مدد مو وكړئ، خلك هم مدد او مرستې ته راوغواړه هغوى مرستې ته راځي د دوى په مينځ كې وسله په لاس د سپوږمۍ په شان سپين او ګلالى رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دى چې د كمال په لور اوچتيږي. كه پر هغوى ظلم وشي په سپكه ورته وكتل شي نو د مخ يې رنګ يې بدل شي، او د خروشان سمندر په شان د لښكر په منځ كې تشريف راوړي، په رښتيا سره چې قريشو ستاسې د عهد مخالفت كړيدى، او كلك تړون يې مات كړيدى هغوى ما ته په كداء كې كنده او كمين نيولى و، او ګمان يې كاوه چې زه به څوك خبر نه شم كړاى پداسې حال كې چې هغوى ډير كم، ذليل او خوار دي. هغوى “وتير” كې پر مونږ حمله وكړه او مونږ يې د ركوع او سجدې په حالت كې ووژلو.]

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په ځواب كې ورته وفرمايل: ‏(‏نصرت يا عمرو بن سالم‏)‏. اې عمرو بن سالم! ستا سره مرسته وشوه. پدې پسې په آسمان كې يوه ټوكره وريځ راښكاره شوه، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏إن هذه السحابة لتستهل بنصر بني كعب‏)‏‏. دې وريځې د بنو كعب د بري زيرى راوړى. بيا بديل بن ورقاء خزاعى د خپلې قبيلې له څو كسانو سره ووت، روان شو او ځان يې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورساوه، له حالاتو يې خبر كړ، دا يې ورته وويل چې له دوى نه څو كسان مړه شوي او قريشو پدې جګړه كې د بنو بكر مرسته كړې، دا احوال يې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورساوه او بيرته مكې ته ستون شو.

ابوسفيان د تړون د تجديد هڅه كوي

قريشو چې څه وكړل هغه له تړون نه څرګنده خلاف ورزي، لوى غدر او خيانت ؤ، ددې خيانت لپاره يې هيڅ دليل او بهانه نه درلوده. همدا وه چې هغوې هم ډير ژر پخپل غدر پوه شول. د وضعې نزاكت يې درك كړ، مشورتي شورى يې راوبلله. غونډې فيصله وكړه چې ابو سفيان مدينې ته لاړ شي او هلته له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره تړون نوى او تجديد كړي.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له مخكې نه خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) ته ويلي وو چې قريش به له خپل غدر او خيانت نه وروسته څه ډول اقدام كوي؟ هغه (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايلي وو: ‏(‏كأنكم بأبي سفيان قد جاءكم ليشد العَقْدَ، ويزيد في المدة‏)‏‏.‏ كيداى شي ابو سفيان د تړون د نوي كيدو او مودې د تمديد لپاره درته راشي. ابو سفيان د قريشو د فيصلې مطابق روان شو، په عسفان سيمه كې له بديل بن ورقاء سره مخ شو چې له مدينې نه مكې ته روان ؤ. ګمان يې وكړ لكه چې رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورغلى، نو ورته ويې ويل:  بديله! له كوم ځاى نه راغلې ؟ هغه ورته وويل: له خزاعه سره پدې دره او دې ساحل كې وګرزيدم. ابو سفيان ورته وويل: د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضورته نه وې ورغلئ؟ ده ورته وويل: نه. بديل چې مكې ته لاړ ابو سفيان وويل: كه مدينې ته تللى وي نو اوښې ته به يې (نوى) يعنې د خرما د دانو كنجاړه وركړې وي، لاړ او د بديل د اوښې ځاى يې وكوت، پچه يې راوخيستله او ماته يې كړه ويې ليدل چې د خرماوو د دانو اثار پكې شته، دا يې چې وليده نو ويې ويل قسم په خداى چې بديل د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته ورغلى دى.

په هر حال ابوسفيان مدينې ته ورسيد، د خپلې لور ام حبيبه (رضي الله عنها) كورته ورغى، هلته يې اراده وكړه چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په فرش كيني، خو ام حبيبه (رضي الله عنها) هغه فرش ورنه ټول كړ. ده ورته وويل: لورې! دا فرش دې زما لپاره مناسب و نه باله، او كه دې زه ددې وړ ونه بللم چې ورباندې كينم؟ دې وفرمايل: دا د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرش دى، ته  مشرك يې او ددې وړ نه يې چې ورباندې كينې. ده ورته وويل: قسم په خداى چې له ما نه وروسته په شر او بدۍ اخته شوې يې. بيا ابوسفيان ووت او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته ورغى، خبرې يې ورته وكړې، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هيڅ ځواب ورنكړ. ورپسې ابوبكر (رضي الله عنه) ته ورغى هغه ته يې وويل چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې شفاعت وكړي. ابوبكر (رضي الله عنه) د نه ځواب وركړ. بيا عمر (رضي الله عنه) ته ورغى، او همدا غوښتنه يې ورنه وكړه. هغه ورته وويل: زه به رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ستاسې شفاعت كوم؟ قسم په خداى كه له وړو لرګيو پرته بل هيڅ ونلرم هم له تاسې سره به جهاد كوم. بيا د علي (رضي الله عنه) كره ورغى، هلته فاطمه (رضي الله عنها) هم وه، حسن (رضي الله عنه) وړوكى ؤ او د دوى په غيږ كې لوبيده. ابو سفيان وويل: يا علي (رضي الله عنه)! ته له نورو نه  د نسب او خپلوۍ له پلوه ډير را نژدې يې، زه د يوه ضرورت پخاطر راغلى يم، نه غواړم تش لاس او نامراده بيرته ستون شم، هيله ده رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته زما شفاعت وكړې! ده ورته وويل: افسوس ستا په حال اې ابو سفيانه! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اوس داسې فيصله كړيده، چې مونږ نه شو كولى پدې رابطه خبرې ورسره وكړو. ابو سفيان د فاطمې (رضي الله عنها) لوري ته وكتل او ورته ويې ويل: كيداى شي چې خپل زوى حسن ته امر وكړې چې هغه د خلكو په مينځ كې مونږ ته د پناه راكولو غږ وكړي، هغه به پدې سره تر پايه د عربانو سردار وي؟ فاطمي (رضي الله عنها) وويل: زما زوى اوس پدې موقف كې ندى چې چا ته پناه وركړي، هغه به څوك وي چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په حضور كې چا ته پناه وركړاى شي ؟! يعنې هيڅوك د هغه د ارادې خلاف چا ته پناه نه وركوي.

ددې خبرو په اوريدو سره د ابو سفيان په سترګو تياره شوه، علي (رضي الله عنه) ته يې په ډيره مايوسۍ، ناهيلۍ او خفګان كې وويل: فكر كوم چې حالات ډير راباندې تنګ شول، مشكل زيات شو، اوس مشوره راكړه څه وكړم؟علي (رضي الله عنه) ورته وويل: زما په فكر خو هيڅ چاره نه ده درته پاتې، خو څرنګه چې ته د بني كنانه مشر يې، نو لاړ شه د خلكو په مينځ كې پناه وغواړه، او بيا لاړ شه خپل كور ته ستون شه. ابو سفيان وويل: دا به مې څه په درد وخوري؟ علي (رضي الله عنه) وويل: فكر نه كوم چې ګټه درته ولري، خو بله چاره نشته. همدا وه چې ابو سفيان جومات ته لاړ، هلته ودريد ويې ويل: اې خلكو! ما تاسې ته پناه راوړې ده، دا خبره يې وكړه لاړ او پخپل اوښ سپور شو. هلته چې قريشو ته ورسيد هغوى ورته وويل: څه دې راوړي؟ ده وويل: لاړم له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره مې خبرې وكړې، خو هغه هيڅ ځواب را نكړ، بيا ابوبكر ته ورغلم له هغه نه مې هم خير و نه ليد. بيا عمر  ته ورغلم د هغه موقف خو ډير تند ؤ، بيا علي (رضي الله عنه) ته ورغلم هغه مې له ټولو نه نرم وموند، بيا يې څه مشوره راكړه هغه مې عملي كړه، خو نه پوهيږم چې څه ګټه به ولري او كه نه؟ دوى ورته وويل: د څه مشوره يې دركړه؟ ده وويل: راته ويې ويل چې د خلكو په وړاندې پناه غوښتنه اعلان كړم،  ما همداسې وكړل. دوى وويل: آيا محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ستا پناه قبوله كړه؟ ده وويل: نه. دوى ورته وويل: علي (رضي الله عنه) خو ملنډې درباندې وهلې دي. ده وويل نه: بله هيڅ چاره نه وه، همدا يوازينۍ لاره او چاره وه.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د