الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – دو شپېتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د جګړې تياري

د طبراني د روايت په اساس مخكې لدينه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته د قريشو له خوا د تړون د ماتيدو خبر راشي، رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عائشې (رضي الله عنها) ته امر كړى ؤ چې د سفر تياري ونيسي او سامان يې ورته برابر كړي، هيڅوك هم نه وو خبر. ابوبكر (رضي الله عنه) يوه ورځ د عائشه (رضي الله عنها) كورته ورغى ورته ويې ويل دا څه سامان دى تيار كړى زما لورې! دې ورته وويل: و الله كه خبره يم. ابوبكر وويل: ” دا وخت خو له روميانو سره د جګړې هم ندى، نه پوهيږم رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) كومې خوا ته ځي؟ عائشې وويل: زه هم نه يم خبره. له همدې نه درې ورځې وروسته سهار عمرو بن سالم خزاعي له 40 سپرو كسانو سره راورسيد، او هغه مخكې تير شوي اشعار يې وويل. همدلته خلك پوه شول چې قريشو عهدمات كړيدى، په عمرو پسې بديل بيا ابو سفيان راغى، نو اصحاب پوه شول، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د تيارۍ امر ورته وكړ، او پدې يې خبر کړل چې د مكې په لور روانيږي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا دعا هم وكړه: ‏(‏اللّهم خذ العيون والأخبار عن قريش حتى نبغتها في بلادها‏)‏‏.‏ اې ربه! ته د قريشو سترګې پټې كړې، جاسوسان يې غافل كړې تر هغې پورې خبر مه وركوې تر څو مونږ  ناڅاپي بريد ورباندې وكړو.

ددې لپاره چې خبر يې پټ ساتلى وي رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د 8 ه كال د روژې په لومړۍنيټه د ابو قتاده بن ربعي په مشرۍ يو آته كسيز ګروپ د اضم درې ته واستاوه. دغه سيمه له مدينې نه 36 ميله ليرې د ذي خشب او ذي مروه تر مينځ پرته وه. دا ددې لپاره تر څو خلك داسې ګمان وكړي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دې خوا ته حركت كوي. دا ګروپ لاړ تر ټاكل شوي  نقطې پورې ورسيد او هملته  مكې ته د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له تګ نه خبر شول، او مكې ته ورپسې ورغلل. دا ګروپ له عامر بن اضبط سره مخامخ شو، هغه د مسلمانۍ سلام ورباندې واچاوه، خو محلم بن جثامه چې له پخوا نه يې څه ستونزه ورسره درلوده هغه وواژه  اوښ او سامان يې ورنه واخيستل، همغه وه چې الله تعالى دا آيت را نازل كړ: (ولا تقولوا لمن القى اليكم السلام لست مومنا)) الايه.   [مه وايئ هغه چاته چې سلام يې درباندې واچاوه چې مومن نه يې] بيا يې محلم د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضورته وړاندې كړ چې مغفرت ورته وغواړي، خو كله چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په وړاندې ودريد، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: خدايه! محلم مه بښې! بښنه مه ورته كوې! دا دعا يې درې ځله تكرار كړه. محلم ورنه روان شو او اوښکې يې په څادر يا كميس پاكولې. ابن اسحاق وايي: د محلم قوم ګمان كوي چې وروسته رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مغفرت ورته وغوښت. (زاد المعاد 2/ 150 ابن هشام 2/ 626 تر 628).

پدې وخت كې حاطب بن ابي بلتعه يو ليك وليكه قريشو ته يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د تيارۍ او ارادې په هكله خبر پكې ليكلى و،ْ يوې ښځې ته يې وركړ تر څو د اجرت په بدل كې يې قريشو ته ورسوي. نوموړې ښځې دغه ليك پخپلو كوڅيو كې پټ كړ او روانه شوه.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته غيبي خبر وركړ شو چې حاطب ليك ليږلى دى، فوراً يې علي او مقداد(رضي الله عنهما) ته وظيفه وركړه چې پدې ښځې پسې ورشي، امر يې ورته وكړ : ‏(‏انطلقوا حتى تأتوا رَؤضَةَ خَاخ، فإن بها ظعينة معها كتاب إلى قريش‏)‏. لاړ شئ د روضه خاخ سيمې ته ورشئ هلته يوه مسافره ده او ورسره د قريشو لپاره يو ليك دى. هغوى په ډيره بيړه ورپسې ورغلل، آسونه يې ځغلول چې په هماغه ځاى كې يې همغه ښځه وليده، ورته ويې ويل: له تا سره يو ليك دى؟ دې ورته وويل: نه، له ماسره ليك نشته. دوى يې بار تلاشي كړ،  خو ليك په لاس ور نه غى.

علي (رضي الله عنه) ورته وويل: په خداى قسم رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دروغ نه وايي، مونږ هم دروغ نه وايو، يا به ليك راكوې او يا به دې جامې هم تلاشي كوو لوڅوو به دې!! ښځې چې دا حالت او جديت وليد، نو ويې ويل: لږ اخوا شئ، هغوى بلي خوا ته لاړل، دې خپلې كوڅۍ خلاصې كړې،ليك يې ورنه راويوست او دوى ته يې وركړ. هغوى بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته راوړ. پدې ليك كې داسې ليكل شوي و: د حاطب بن ابي بلتعه له خوا قريشو! ته وروسته پكې ليكل شوي و چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ستاسې په لور دروانيږي، خبر اوسئ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حاطب راوغوښت ورته ويې ويل چې دا ولې؟ ده وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! حوصله وكړه، زه مسلمان يم، نه مرتد شوى يم او نه مې دين بدل كړى دى، څرنګه چې زه قريشي نه يم، خو ورسره تړلى يم، زما اولادونه او كورنۍ هلته له دوى سره دي، ورسره داسې اړيكې او خپلوي هم نلرم چې زما د اولادونو حمايت وكړي، د نورو اصحابو خو هلته خپلوان شته چې دفاع ورنه وكړي، په همدې خاطر ما وغوښتل چې د دوى داسې ملاتړ حاصل كړم چې زما د اهل او اولاد ساتنه وكړي. عمر (رضي الله عنه) وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! اجازه راكړه چې سر يې غوڅ كړم، ده له الله او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره خيانت كړيدى، دا منافق شويدى. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏إنه قد شهد بدراً، وما يدريك يا عمر لعل الله قد اطلع على أهل بدر فقال‏:‏ اعملوا ما شئتم فقد غفرت لكم‏)‏.  نه يې خبر چې حاطب په بدر غزا كې برخه اخيستې ده، او نه يې خبر اې عمره! چې الله تعالى د بدر ټولو غازيانو ته  خبر وركړيدى فرمايلي يې دي: هر څه چې كوئ ويې كړئ، ما (الله تعالى) عفوه درته كړې ده. ددې فرمودې په اوريدو سره د عمر (رضي الله عنه) له سترګو اوښكې روانې شوې، او ويې ويل الله او رسول ښه پوهيږي .

پدې ترتيب سره الله تعالى د مسلمانانو راز پټ وساته، د قريشو غوږونه كاڼه او سترګې يې پټې شوي، جاوسوسان ټول غافل شول او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د جنګي تيارۍ په هكله هيڅ خبر نه شول.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto