الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – درو شپېتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

اسلامي لښكر د مكې په لور

د آتم هجري كال د روژې په لسمه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مدينه د مكې په نيټ پريښوده، لس زره اصحاب (رضي الله عنهم) ورسره ملګري وو، ابو رهم غفاري يې د مدينې خليفه وټاكه او پخپله مكې ته روان شو.

د لارې په اوږدو كې په جحفه يا لږ اخوا سيمه كې يې تره عباس (رضي الله عنه) په مخه ورته راغى، هغه له اسلام راوړلو نه وروسته له خپل اهل و عيال سره د هجرت لاره نيولې وه چې همدلته له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره مخامخ شو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې ابواء ته ورسيد د تره زوى يې ابو سفيان بن حارث او د عمه زوى يې عبدالله بن ابي اميه هم په مخه ورته راغلل، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخ ترې واړاوه ځكه له دوى نه يې ډير تكليفونه او اذيتونه ليدلي وو. ام سلمه (رضي الله عنها) ورته وويل: دا نه ښايي چې د تره او ترور زوى دې د ستا په حضور كې تر ټولو بدبخت وي. علي (رضي الله عنه) ابو سفيان بن حارث ته وويل: ځان د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخ ته ورسوه او هغه خبره ورته وكړه چې د يوسف (عليه السلام) وروڼو يوسف (عليه السلام) ته كړې وه ((قَالُوا تَاللَّهِ لَقَدْ آثَرَكَ اللَّهُ عَلَيْنَا وَإِنْ كُنَّا لَخَاطِئِينَ)) (يوسف: 91)[قسم خورو چې الله تا ته پر مونږ فضيلت در كړيدى. او مونږ په غلطه او خطا كاران وو.]

ځكه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  نه خوښوي څوک له ده نه زياته غوره خبره وکړي، هيڅوک هم له ده نه زيات د ښې خبرې خاوند ندى. ابو سفيان همداسې وكړل د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخې ته ورغى او همدا خبره يې ورته وكړه. په ځواب كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل:

((لا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمْ الْيَؤمَ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ)) (يوسف: 92)
[ترجمه: نن هيڅ ملامتيا نشته درباندې، الله  به بښنه  درته کوي او هغه له ټولو نه زيات مهربان دى.]

بيا ابو سفيان دا شعرونه وويل:

لعمـرك اني حين احمل راية                    لتغلب خيل اللات خيل محمد
لكالمـدلج الحيران اظلم ليله                    فهذا اواني حين اهدى فاهتدي
هداني هاد غير نفسي و دلني                   على الله من طـردته كل مطرد

[ستا په عمر قسم! هغه وخت چې ما ددې لپاره جنډه پورته كړې وه چې د لات لښكرې به  د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پر لښكرو غلبه مومي، زما مثال د هغه مسافر ؤ چې د شپې په تياره كې حيران او سرګردان وي، خو اوس هغه وخت راغلى دى چې د هدايت لاره ومومم او په سمه روان شم، ما ته يوه لارښود هدايت وكړ، همدې هادي د الله لور ته بوتلم، كه څه هم ما هغه ته ډير تكليف رسولى او له ځان نه مې شړلى ؤ.]

پدې سره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغه په سينه وواهه او ورته ويې فرمايل: ‏(‏أنتَ طَرَّدْتَنِي كل مُطَرَّد‏؟‏‏)١‏‏.‏ [تا زه له ځان او وطن نه شړلى وم].

ابو سفيان ښه مسلمان شو، او ويل شوي پخپل ژوند كې يې د حيا له مخې د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په وړاندې سر پورته نكړ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هم مينه ورسره لرله د جنت زيرى يې وركړى و، او فرمايل به يې: هيله لرم د حمزه خليفه شي. كله چې د ابوسفيان ځنكدن ؤ خلكو ورباندې ژړل. ده ويل: مه ژاړئ قسم په خداى چې له اسلام نه وروسته مې هيڅ د ګناه خبره په ژبه نده راوړې.

اسلامي لښكر له مرالظهران سره اړوي

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) سره روان ؤ، ټولو روژه نيولې وه، مخكې لاړل تر څو د عسفان او قديد تر مينځ پرتې كديد نومې چينې ته ورسيدل، هلته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) روژه ماته كړه، مسلمانانو هم دده اطاعت وكړ، ټولو روژه ماته كړه١.

بيا روان شول، ماښام يې په مرالظهران (وادي فاطمه) كې يې واړول. اصحابو ته يې امر وكړ هغوى ټولو اورونه بل كړل، لس زره اورونه  بل  شول. عمر (رضي الله عنه) ته يې وظيفه وركړه چې د پيرې د امورو مشري په غاړه واخلي.

ابو سفيان د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په حضور كې

عباس (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په سپينه قاطره (کچره) سپور شو، لاړ كتل يې تر څو كوم بوټوه او يا بل څوك پيدا كړي چې قريشو ته خبر يوسي او ورته ووايي چې راشي او له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه مكې ته له داخليدو نه مخكې د امن سوال وكړي. ځكه د الله په كرم سره قريش هيڅ خبر نه وو د ويرې او خوف په حالت كې وو. ابو سفيان به له مكې نه د باندې ووت حالات او لارې به يې څارلې. پدې ورځ هم چې حكيم بن حزام او بديل بن ورقاء هم ورسره ملګري وو راوتلى و خبرونه يې تعقيبول. عباس (رضي الله عنه) وايي: زه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په قاطره سپور وم چې د ابو سفيان آواز مې واوريد، له بديل سره يې خبرې كولې.دواړه د بيرته ستنيدو په حال كې وو. ابوسفيان ورته وايي: ما د نننۍ شپې په شان دومره زيات اورونه او لښكرې كله هم ندي ليدلې. بديل ورته ويل: كيداى شي دا به د خزاعه قبيلې خلك وي،  چې جګړې سورولي دي. ابو سفيان ورته وايي: خزاعه لدينه ډيركم او كمزوري دي، هغوى دومره عسكر له كومه كړل چې دومره اورونه بل كړي! عباس (رضي الله عنه) زياتوي: ما غږ ورباندې وكړ اې ابو حنظله! ابو سفيان وپيژندلم ويې ويل: ابو الفضل يې؟ ما وويل: هو. ده راته وويل: مور او پلار مې درنه جار، څه كوې؟ ما ورته وويل: دا دى  رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خپل لښكر سره راغلى، سهار دې قريشو ته خير وي، د قريشو تباهي ده. ابو سفيان وويل: وايه، چاره څه ده؟ مور او پلار مې له تا قربان؟ ما ورته وويل: قسم په خداى كه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لاس درباندې بر شو نو سر به دې قلم كړي، راځه له ما سره پدې قاطره سپور شه تر څو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته دې ورولم او امن درته وغواړم. ابو سفيان راغى او را سره سپور شو، او دواړه نور ملګري يې بيرته ستانه شول.

عباس وايي: ابو سفيان مې چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته راوست، له هر اور ځاى نه به چې تيريدو هغوى به راته ويل چې دا څوك دى؟ خو كله به يې چې زه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پر قاطره وليدم، نو يو بل ته به يې وويل د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تره دى. همداسې روان وو تر څو د عمر (رضي الله عنه) ځاى ته ورسيدو، مونږ يې چې وليدو، را پاڅيد ويل يې دا څوك دى؟ راغى او چې ابوسفيان يې له ما سره وليد ويې ويل: دا د خداى دښمن ابو سفيان. الحمد لله چې بې له كوم تړون او عهد نه په لاس راغى، بيا په منډه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په لور روان شو، ما قاطره ورپسې وځغلوله، ترينه مخكې شوم، هلته له قاطرې نه كوز شوم فوراً د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خدمت ته ورغلم، عمر (رضي الله عنه) هم راغى ويې ويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ابو سفيان  راغلى، اجازه راكړه چې سر يې پرې كړم. عباس وايي: ما ورته وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ما هغه ته پناه وركړيده. بيا د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خوا ته كيناستم خبرې مې ورسره پيل كړې او له ځان سره مې ويل چې نن شپه به له ما پرته بل څوك ورسره مجلس ونكړي. عمر (رضي الله عنه) چې ډير اصرار وكړ نو ما ورته وويل: عمره! لږ حوصله وكړه. كه ابو سفيان ستا له قبيلې بني عدي بن كعب څخه واى، نو بيا به دې دا خبرې نه كولې. عمر وويل: پريږده عباسه! قسم په خداى چې ستا په اسلام د خپل پلار خطاب له اسلام نه زيات خوشاله شوم، دا ځكه چې زه پوهيږم چې ستا په اسلام راوړلو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خطاب له مسلمانيدو نه زيات خوشاله دى. پدې پسې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏اذهب به يا عباس إلى رحلك، فإذا أصبحت فأتني به‏). اې عباسه! ابوسفيان خپلې مېنې ته درسره بوزه، سهار يې راته راوله.  سهار مې ورووست. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏(‏ويحك يا أبا سفيان، ألم يأن لك أن تعلم أن لا إله إلا الله‏؟‏‏)‏  افسوس ستا په حال اې ابو سفيانه، آيا اوس هم پدې اعتراف نه كوې چې الله يو دى، او نه غواړې ووايې: لا اله الا الله. ابو سفيان وويل: مور او پلار مې له تا قربان. ته څومره مهربان، كريم او نژدې دوست يې. زه فكر كوم كه له الله (جل جلاله)  پرته بل خداى موجود واى نو زما به يې  څه مدد كړى واى! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏ويحك يا أبا سفيان، ألم يأن لك أن تعلم أني رسول الله‏؟‏‏)‏افسوس ستا په حال اې ابو سفيانه! آيا اوس پدې باور نلرې چې زه (محمد) د الله رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يم؟ ابو سفيان وويل: مور او پلار مې درنه قربان، ته بې حده زيات مهربان، كريم او نژدې دوست يې، پدې اړه (ستا د رسالت) مې لا تر اوسه په زړه كې څه خو شته. عباس ورته وويل: خوار شې، اسلام راوړه او د شهادت كلمه ووايه،  مخكې لدينه چې سر دې قلم شي د (لا اله الا الله محمد رسول الله) مباركه كلمه ووايه. همغه وه چې ابو سفيان په اسلام مشرف شو او د شهادت كلمه يې وويله. عباس وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! ابو سفيان داسې شخص دى چې فخر او وياړ يې ډير خوښيږي ده ته يو څه وركړه! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏نعم، من دخل دار أبي سفيان فهو آمن، ومن أغلق عليه بابه فهو آمن، ومن دخل المسجد الحرام فهو آمن‏)‏‏.‏څوك چې د ابو سفيان كور ته داخل شو هغه په امن دى، چا چې د خپل كور دروازه ورپسې بنده كړه هغه هم په امن دى، څوك چې مسجد حرام ته داخل شو هغه هم په امن دى. يعنې دا درى ډوله خلك په امن دي.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د