الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – څلور شپېتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

اسلامي لښكر له مرالظهران نه د مكې په لور

د اتم هجري كال د رمضان مياشتې په اوولسمه د سه شنبې ورځې په سهار رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)، مرالظهران د مكې په لور پريښود. عباس (رضي الله عنه) ته يې امر وكړ چې ابو سفيان د درې په تنګي كې د غره له پزې سره ودروي تر څو د الله تعالى لښكرې پخپلو سترګو وګوري. عباس (رضي الله عنه) همداسې وكړل د درې په تنګه برخه كې يې ابو سفيان ودراوه، د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لښكرې تيريدلې، هرې قبيلې بيل بيرغ درلود، هر يوه به چې لدې ځاى نه تيريدله ابو سفيان به پوښتنه كوله دا څوك دي؟ عباس (رضي الله عنه) به ورته معرفي كوله مثلاً ورته ويل به يې چې دا سليم قبيله ده. ابو سفيان به ويل چې: له سليم سره زما څه كار. بيا به يې بله ورته معرفي كوله چې دا مزينه قبيله ده، ده به همدغه خبره كوله چې له دوى سره زما څه. تر څو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خپل شنه ګروپ سره راښكاره شو، انصار او مهاجرين ورسره ملګري وو، ټول وسله بند وو ابو سفيان چې دا مؤمن لښكر وليد پوښتنه يې وكړه ويې ويل سبحان الله، دا څوك دي اې عباسه ؟ عباس (رضي الله عنه)  ورته وويل: دا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دى چې د انصارو او مهاجرينو په منځ كې روان دى. ابو سفيان وويل: هيڅوك هم د دوى مقابله نه شي كولى، او زياته يې كړه، ابو فضله! ستا د وراره پاچايي ډيره لويه شوه. ابو الفضل عباس ورته وويل: دا نبوت دى زما وراره د الله  رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دى. ابو سفيان وويل بې شكه چې دا عظمت د نبوت دى، اوس همدا ويل سيي دى. د انصارو جنډه له سعد بن عباده (رضي الله عنه) سره وه، كله چې له ابو سفيان سره مخ شو ورته ويې ويل: نن د جنګ ورځ ده، نن به دا حرمت له مينځه ځي، الله به نن قريش خوار او ذليل كړي.

خو كله چې ابو سفيان له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره مخامخ شو عرض يې وكړ يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! آيا د سعد خبره دې واوريدله؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: څه يې وويل. خبره يې ورته وكړه، پدې ترڅ كې عثمان او عبدالرحمن بن عوف وويل: مونږ هم ويره لرو هسې نه سعد په قريشو كې څه مرګ ژوبله ونكړي! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏بل اليوم يوم تُعَظَّم فيه الكعبة، اليوم يوم أعز الله فيه قريشاً‏)‏. نن د كعبې د درناوي او احترام ورځ ده، نن د قريشو د عزت او سر لوړۍ ورځ ده. بيا يې له سعد (رضي الله عنه) نه د جنډې اخستلو حكم وكړ، او دده زوى قيس بن سعد (رضي الله عنه) ته يې وسپارله. ددې معنى دا ده چې ګويا جنډه له سعد نه وانه خستله شوه ځکه قومانده ورسره پاتې شوه.  او په بل روايت سره جنډه زبير (رضي الله عنه) ته وركړل شوه.

قريش په ناڅاپي توګه د اسلامي لښكر په وړاندې

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ابو سفيان د دريدو له ځاى نه تير شو، نو عباس (رضي الله عنه) ورته وويل: ابو سفيانه! زركوه خپل قوم ته نجات وركړه، ويې ژغوره. ابو سفيان په منډه ځان مكې ته ورساوه او په لوړ آواز سره يې چيغه وكړه: اې قريشو! دا دى  محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راورسيد، له هغه سره دومره لښكر دى چې هيڅوك يې هم مقابله نه شي كولى، واورئ! څوك چې د ابوسفيان كور ته داخل شو هغه په امن دى. ددې خبرې په اوريدو سره يې ښځه هند بنت عتبه راغلله او خپل ميړه (ابوسفيان) يې له بريتونو راونيو او  ويې ويل: مړ كړئ دا له غوړيو نه ډك ژى، مړ كړئ دا د نريو پنډيو خاوند، بدي دې  وي دې مخكښ خبر راوړونكي ته. ابو سفيان بيا وويل: افسوس ستاسې په حال، دا به هيڅ ستاسې په درد و نه خوري، ګورئ غره نه شئ دا ښځه مو تير نه باسي له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره دومره لښكر دى چې حساب يې نشته، څوك چې د ابو سفيان كورته داخل شو هغه په امن دى. قريشو ورته وويل: الله دې خوار كړه، ستا كور به مونږ ته څه ګټه راورسوي؟ ده ورته وويل: څوك چې پخپل كور ننوزي او دروازه ورپسې بنده كړي هغه هم په امن دى، چا چې جومات ته پناه يووړه هغه هم په امن دى. همدا وه چې خلك تيت شول څوك خپلو كورونو او څوك جومات ته  ننوتل، خو ځينې اوباشان يې وهڅول، او د مقابلې خبره يې ورته وكړه، ويل يې كه دوى غالب شول نو مونږ به ورسره وو، او كه ووژل شول، نو څه چې غواړي هغه به وركړو. پدې ترتيب سره يو شمير جاهل او لويدلي خلك، له عكرمه بن ابي جهل سره راغونډ شول، له دوى سره صفوان بن اميه او سهيل بن عمرو هم وو، په خندمه كې يې له مسلمانانو سره د مقابلې لپاره سنګر ونيو. پدې ډله كې د بني بكر قبيلې يو كس  چې حماس بن قيس نوميده هم ملګرى ؤ، ده چې كله وسلې برابرولې ښځې يې ورته وويل: دا وسلې د څه لپاره تياروې؟ ده وويل: له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحابو سره د مقابلې لپاره. ښځې يې وويل: قسم په خداى چې هيڅوك د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مقابله نه شي كولى. ده ورته وويل: زه غواړم چې د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ځينې ملګري ستا خادمان كړم بيا يي دا شعر ووايه:

ان يقبلوا اليوم فما لي عله                        هذا سلاح كامل و اله
و ذو غرارين سريع السله

[كه هغوى نن مقابلې ته راغلل نو زه به هيڅ عذر ونلرم، ټوله وسله، نيزې، او دوه تيغه لرونكې تورې هر څه پوره دي، يعنې بالكل مقابلې ته تياريم.] په خندمه نومي ځاى كې مقابلې ته راټولو شويو کسانوكې همدغه كس هم و چې له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د جګړې لپاره راغلى و.

اسلامي لښكر په ذي طوى كې

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخكې روان ؤ تر څو ذي طوى ته ورسيد، د الهي لوى نعمت يعنى مكې د فتحې د شكرانې په دود يې خپل مبارك سر د الله تعالى د عظمت، رحمت او كرم په وړاندې له ډيرې تواضع نه دومره خم كړى ؤ چې د مباركې ږيرې ويښتان يې نژدې د اوښې له ځل سره لګيدل. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په همدې ځاى كې خپل لښكر تقسيم كړ: خالد بن وليد (رضي الله عنه) ته يې د ښي اړخ قومانده وسپارله پدې طرف كې د اسلم، سليم، غفار، مزينه، جهينه او ځينې نورې عربي قبيلې وې. هغه ته يې امر وكړ چې د مكې له لاندينۍ برخې  نه داخل شي، او ورته ويې ويل: ‏(‏إن عرض لكم أحد من قريش فاحصدوهم حصداً، حتى توافوني على الصفا‏)‏‏.‏ ((كه څوك مو مخې او مقابلې ته راغلل نو له مينځه يې يوسئ او پدې ترتيب سره به صفا كې له ما سره يوځاى شئ)). د كيڼې خوا قومانده له زبير بن عوام (رضي الله عنه) سره وه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بيرغ هم له ده سره ؤ. هغه يې مامور كړ چې د مكې له پورتنۍ برخې (كداء) نه داخل شي، او په حجون كې دې له خپل بيرغ سره د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د رسيدو انتظار كوي. ابو عبيده (رضي الله عنه) له پليو او بې وسلې  سپايانو سره و،ْ هغه ته يې امر وكړ چې د مكې وسطي لار په مخكې ونيسي او له همغې لارې نه په مكه كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضورته حاضر شي.

اسلامي لښكر په مكه مكرمه كې

ټول لښكر روان و، هر ګروپ په ټاكل شوې لار د مكې په لور وخوځيد. خالد (رضي الله عنه) له خپلو ملګريو سره مخكې لاړ څوك يې چې مخې ته ودريد له مينځه يې يووړ، دده له ملګرو نه هم دوه كسان كرز بن جابر فهري او خنيس بن خالد بن ربيعه په شهادت ورسيدل. دوى دواړه له لښكر نه ګوښي په بيله لار روان وو چې د مشركينو تر بريد لاندې راغلل او شهيدان شول.

خالد (رضي الله عنه) په خندمه كې د مشركينو له اوباشانو او كم عقلانو سره مخ شو، څه نښته وشوه چې په ترڅ كې يې 12 تنه مشركين ووژل شول او نور وتښتيدل. حماس بن قيس هغه چې له ډير پخوا نه يې مقابلې ته وسلې تيارولې هم له جګړې نه وتښتيد، كور ته لاړ او خپلې ښځې ته ېې وويل: دروازه راپسې بنده كړه. ښځې يې ورته وويل: هغه ستا غورې څه شوې؟!، ده په ځواب كې دا شعر ورته ووايه:

انك لوشهـدت يوم الخندمه                     اذ فر صفوان و فر عكرمه
و استقبلتنا بالسيوف المسلمه                      يقطعن كل ساعد و جمجمه
ضربا فلا يسمع الا غـمغمه                 لـهم نهيت خلفنا و همهمه
لم تنـطقي في اللوم ادنى كلمه

[كه تا د خندمه صحنه ليدلې واى چې صفوان او عكرمه وتښتيدل، مونږ ته د (مسلمانانو) له خوا نه په تورو سره هركلى وويل شو داسې تورې چې سرونه او پښې  يې ريبلې، د تورې ګوزارونه به يې كول او د زمريانو په شان آوازونه به يې كول په مونږ پسې وو، كه تا دا ليدلي واى نو د ملامتيا يوه خبره به دې هم نه واى كړې.]

خالد (رضي الله عنه) مكې ته داخل شو او ځان يې په صفا كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته ورساوه. زبير (رضي الله عنه) هم مخكې لاړ د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بيرغ يې په حجون كې له فتح جومات سره پورته كړ، او ورباندې يې د پوستكي (چرم) يوه خيمه ودروله او هملته انتظار ؤ تر څو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تشريف راوړ.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مسجد حرام ته داخليږي او  بتان نسكوروي

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حركت وكړ مهاجرين او انصار چار چاپير ورنه روان وو مسجد حرام ته يې تشريف يووړ حجر اسود ته ورغى لمس يې كړه، طواف يې وكړ، نيزه يې په لاس كې وه، پدې وخت كې په بيت الله او شاو خوا كې (360) بتان وو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به بتان پخپله نيزه وهل او فرمايل به يې: ((وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقاً)) (الاسراء: 81) [ووايه چې حق راغى او باطل له مينځه لاړ، بيشكه باطل له مينحه  تلونكى دى.] (قُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَمَا يُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا يُعِيدُ)) (سبا: 49)[ووايه حق راغى باطل نه د نوي کار توان لري او نه تير شوى کار بيرته را ګرځولى شي.] رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا ويل او بتان به پړمخې رانسكوريدل.

بتان ټول نسكور شول

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپله اوښه سپور ؤ طواف يې كاوه، احرام يې هم نه و تړلى، كله يې چې طواف وكړ، نو عثمان بن طلحه يې راوغوښت د كعبې شريفې كليانې يې ورنه واخيستلې امر يې وكړ چې دروازه دې خلاصه شي. دروازه خلاصه شوه، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ور داخل شو هلته يې عكسونه وليدل، د عكسونو په منځ كې يې د ابراهيم (عليه السلام) او اسماعيل (عليه السلام) عكسونه هم وليدل چې دواړه په غشو څه سره ويشي. پدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏قاتلهم الله، والله ما استقسما بها قط‏)‏‏.‏ ((الله تعالى دې مشركان خوار او تباه كړي، قسم په خداى ابراهيم او اسماعيل (عليهما السلام) كله هم به غشو سره تقسيم ندى كړى)). هلته له لرګي نه جوړه شوې يوه كوتره هم وه هغه  يې پخپل مبارك لاس ماته  كړه او امر يې وفرمايه چې دلته موجود ټول عكسونه دې له مينځه يووړل شي.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto