
د بګرام سرتیري برید کې د نیویارک پولیسو کشفي آمر وژل شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومی۱ ،۱۳۹۴ل): د نیویارک پولیسو قومندانۍ د کشف آمر «جوزیف لیم» په هغه سرښندونکي برید کې وژل شوی چې تېره ورځ په بګرام کې په ناټو ځواکونو ترسره شو.
د ناټو د عمومي اړیکو مسئول وايي چې په برید کې۶ بهرني عسکر وژل شوي خو طالبان دغه شمېره ۱۹ ښيي، چې امریکايي عسکر هم په کې شامل دي.
د نیویارک د پولیسو قومندان «بیل براټون» په دې اړوند یوې خبرپاڼه کې ویلي:
«نن ورځ مونږ یو تر ټولو غوره سرتیری د بګرام په برید کې له لاسه ورکړ، جوزیف لیم د هیواد ساتنې ته پر بل هرشي لومړیتوب ورکړی و، نن شپه مونږ د هغه چا په فراق خواشیني او ویر کوو چې خپل ټول ژوند یې د نورو د ساتنې لپاره وقف کړی و».
د نیویارک پولیسو مشر وايي چې جوزیف لیم له تېرو ۱۵ کلنو راهیسې د نیویارک په پولیسو کې د یو تکړه او زړور سرتیري په توګه پیژندل کیده.
د امریکايي رسنیو په باور دا په تېرو څلورو میاشتو کې تر ټولو خونړۍ پېښه وه.
له بلې خوا د امریکايي پوځ برید جنرال ویلیم شوفنر هم په یوې بیانیه کې د نوموړي په مرګ ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي: «په داسې حال کې چې د کرسمس د خوشالیو ورځې دي، د نوموړي کورنۍ او ملګرو ته تعزیت او غمرازي وړاندې کوم».
وژل شوی جوزیف لیم د ۲۰۱۴ کال په جنوري میاشت کې د نیویارک پولیسو د کشفي آمر رتبې ته ترقي وکړه. نوموړی د دې ترڅنګ د امریکا د ملي ګارډ په هوايي برخه کې هم دنده ترسره کوله. ملي ګارډ د امریکا په پوځ کې تر ټولو مهم ځواک بلل کیږي. داسې ویل کیږي چې نوموړی د امریکا مرکزي استخباراتو (سي آی ای) مهم غړی هم و.
۴۵ کلن جوزیف لیم دوه ځلې افغانستان او یو ځل عراق ته د پوځي ماموریت لپاره تللی و.