دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( اته پنځوسمه برخه )

م. محمد نعیم

۱۳ – شهید ته دوه اویا حورې په نکاح کېږي!

په ټولیزه توګه د هر مومن لپاره په جنت کې حورې شته، مخکې له دې چې په دې اړه تفصیل ته لاړ شو، ښه ده حورې وپېژنو، حورې څه معنی؟ ( حور ) عربي توری دی، د حوراء جمع ده، حوراء په عربي ژبه کې هغې ښځې ته ویل کېږي چې د سترګو توروالی یې تک تور او سپینوالی یې تک سپین وي، د سترګو کسي یې ګرد، سترغلۍ یا ځېږمې[1] یې نرۍ او شاوخوا یې سپین وي، د بدن رنګ یې زېړبخون سپین وي، که د ښځې رنګ سپین نه وي، او سترګې یې هر څو غټې او ښکلې وي، هغې ته حوراء نه ویل کېږي،[2] دا ټول صفات په کمو ښځو کې پیدا کېږي، او دا دښځې د ښایست ستره نښه ده.

عن أم سلمة زوج النبي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أنها قالت: قلت: يا رسول الله أخبرني عن قول الله:( حُورٌ عِين ) قال:”العِينُ: الضِّخَامُ العُيونِ; شُفْر الحُورَاء بمَنزلَة جَناحِ النِّسْرِ” [3]

ژباړه: له د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له میرمنې ام سلمه رضی الله عنها څخه روایت دی، چې ویلي یې دي، ما ویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله له دې قول ( حُورٌ عِين )  نه مې خبره کړه، ویل: (العِينُ )  دغټو سترګې خاوندانې، او د تکو سپینو او تکو تورو سترګو والا ښځو د سترغلیو په څنډو اوږده او ګڼ باڼه یې له سترګو سره داسې وړ وي، لکه د باز وزرې چې له بدن سره یې مناسبې اوږدې، ګڼې او ښې دي.[4]

په قرآن کریم او احادیثو کې د ( حور ) له توري سره ( عِین ) توری هم راځي، عِین د عیناء جمع ده، عیناء په عربي ژبه کې هغې ښځې ته وايي چې غټې غټې سترګې ولري، دا چې له یوې خوا سترګې غټې وي او له بلې خوا تکې تورې او تکې سپینې، باڼه یې اوږده او ګڼ، سترغلۍ یې نرۍ او سپینې وي، دا نو د ښکلا ملکه ګڼل کېږي.

د ښځو ښایست او ښکلا خو یوازې په سترګو کې نه وي، څه لامل دی چې په قرآن کریم کې د جنتیانو لپاره د حورو ښکلا د هغوی په سترګو کې غوټه شوې ده؟

بې له شکه د انسان په ځانګړي ډول ښځې ښکلا یوازې په سترګو کې نه ده، خو په دې کې هم شک نشته چې سترګې د انسان په بدن کې د ښکلا رمز او معیار دی، په ځانګړي ډول په ښځو کې، شیخ عبد الرحمن السعدي په خپل تفسیر: تیسیر الکریم الرحمن في تفسیر الکریم المنان کې وايي: (  وحسن العين في الأنثى، من أعظم الأدلة على حسنها وجمالها )[5]  ژباړه: او په ښځه کې د سترګو ښکلا د نوموړې د ښکلا او ښایست تر ټولو ستر دلیل دی.

د انسان د بدن هر غړی په خپل خپل ځای کې خپل ارزښت، ښکلا او ځای لري، په ځانګړي ډول مخ د انسان د ښکلا مظهر دی، خو هغه ښکلا چې په سترګو کې ده، هغه د مخ په بل هېڅ غړي کې نشته، هغه خبرې چې سترګې یې د بڼو په یو رپ کې کوي، هغه مفاهیم چې د سترګو کسي یې په یو عادي حرکت لېږدوي، ژبه یې په شپو او ورځو نشي کولی، هغه اغیز چې د سترګو باڼه یې کوي له غشیو نه هم اغیزناک وي، د ژبې خبرې په لنډ واټن کې اورېدل کېدی شي، خو سترګې له لیرې واټن نه په پټه خوله، آن د ډېرو خلکو په منځ کې په داسې ډول خبرې کوي چې یوازې مقابل لوری یې لیدی او پرې پوهېدی شي، له همدې کبله اسلامي شریعت د نظر په ساتلو ټینګار کړی، سترګې په مخ کې ژوندي او تل خوځنده غړي دي، او د مخ نور غړي بې حرکته دي، بل دا چې باڼه د سترګو د ښکلا تومنه لا پسې زیاتوي. دا ټول هغه څه دي چې سترګې یې د انسان د ښکلا رمز او معیار ګرځولې دي.

بل مهم ټکی دا چې حورې دنیوي ښځې نه، بلکې جنتي ښځې دي، الله تعالی په جنت کې د جنتیانو لپاره پیدا کړې دي، له همدې کبله که هر څو ښکلې او ښایسته وي، دنیوي ښځو ته نه شي رسېدی، بلکې دوی به په جنت کې ددنیوي ښځو خدمتګارانې وي، په حدیث شریف کې راځي چې په جنت کې دنیوي ښځې او حورې داسې دي، لکه مخ او استر، یعني لکه څه رنګه چې د جامې مخ د جامې له استر نه غوره او ښه دی، دغسې په جنت کې دنیوي ښځې د حورو په پرتله دي.

د جنتي ښځو او حورو یو لوی صفت حیاء او شرمناکتوب دی، د دوی به له خپل خاوند پرته بل څوک نه خوښېږي، او نه به غواړي له خاوند پرته بل څوک یې وویني، او نه به یې له خاوند پرته بل څوک لیدی شي.

په سورت الصافات کې الله جل جلاله وايي: (  وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِينٌ (48) ژباړه: او له دوی سره به داسې د غټو او ښکلو سترګو والا، شرمناکې، بند نظرې او مات نظرې ښځې وي چې له خپلو خاوندانو پرته به بل څوک نه غواړي او نه به بل چا ته ګوري، سترګې او زړونه به یې یوازې تر خپلو خاوندانو پورې تړلي وي، داسې به نه وي لکه ددنیا ښځې چې نورو نارینه وو ته ګوري، یا یې زړونه غواړي چې ويې وویني. یا دا چې دومره به ښکلې وي چې د خاوندانو نظرونه به یې د ځان په لوري کړي وي، داسې چې هغوی به اصلا د نورو ښځو دلیدو هیله نه کوي، او خاوندان به یې هم داسې ښکلي وي چې د مېرمنو سترګې به یې یوازې تر دوی پورې تړلي وي، یا دا چې له ډېره نازه به په مړاوو سترګو، مات او مړه نظر خپلو خاوندانو ته ګوري، که په غور پام وشي په ښځو کې په مړاوو سترګو  او مات نظر کتل د هغوی د حیاء، ښکلا، مینې، ناز او نخرو غمازي کوي. او همدا په ښځو کې تر ټولو غوره صفت دی.

ورپسې آیت کې داسې وايي: ( كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَكْنُونٌ (49), دوی به داسې وي لکه په پټوکي کې دننه هګۍ، یعني داسې پاکې، ستره، رڼې او له هر ډول لاسوهنې څخه ژغورل شوې او ساتل شوې وي، لکه په پټوکي کې د ننه هګۍ، مونږ او تاسو ټولو لیدلي چې هګۍ د پاسه په لږ کلک غوندې سپین پوښ پوښلې وي، د ننه د هګۍ او همدې پوټکي تر منځ یو بل نرم، پوست او  خورا نری پوټکی وي، ځینې علماء وايي داسې به نرمې، پستې او نازکې وي لکه هغه د هګۍ دننه نری پټوکی، ځینې وايي داسې به صفا، رڼې، ستره ، له هر ډول لاسوهنې او نظر څخه ساتل شوې وي، لکه هګۍ چې په پټوکي کې د ننه وي، عرب په ځانګړي ډول د ښځې د رنګ ښکلا د اوښ مرغه ( شتر مرغ )  له هلګۍ سره تشبیه کوي، د اوښ مرغه هګۍپه سپینوالي کې یو ډول زېړوالی لري، چې همدا زیړوالی، ښکلا زیاتوي، په لنډ ډول په ښځو کې زیړ بخون سپین رنګ، او په نارینه وو کې سور بخون سپین رنګ د ښکلا نښه ده.

په سورت الواقعة کې الله تعالی وايي حورې د پټو ملغلرو په څېر دي: (  وَحُورٌ عِينٌ (22) كَأَمْثَالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَكْنُونِ (23) ) ژباړه: او ښکلې سپین رنګې، غټې غټې سترګې، نرۍ نرۍ سترغلۍ، او لوی لوی باڼه لرونکې په پوښونو کې د پټو ساتل شویو ځلیدونکو، رڼو، تازه او لندو ملغلرو په څېر پېغلې به وي.   [6]

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] – ځېږمه یا سترغلۍ له وروځو را ښکته د سترګو د پاسه  او ښکته هغه پوست ته ویل کېږي چې په څنډو یې باڼه را شنه کېږي. او د سترګو د پټولو پر مهال پر سترګو را پرېوزي، او په همدې سره سترګې پټېږي، که دا نه وي سترګې به همداسې خلاصې وي، په عربي کې ورته جفون وايي.
[2] –  لسان العرب، الباب: حور، ج ۴، ص ۲۱۷.
[3] – تفسير الطبري, سورت الصافات, أيت: 48. المعجم الاوسط للطبراني، باب: من اسمه بکر. الجامع الکبیر للطبراني، باب الحاء، الحاوي للفتاوي للسیوطي، باب العجاجة الزرنبیة في السلالة، جامع الحدیث للسیوطي، باب حرف الحاء، ددې حدیث په اړه ویل کېږي چې ضعیف دی، خو دا چې د عقیدې او احکامو په باب کې نه دی، بلکې د ترغیب او فضائلو په باب کې دی، نو استدلال پرې کېدی شي.
[4] – الفتاوى الحديثية,  أحمد شهاب الدين بن حجر الهيتمي المكي. ص: 400. الطبعة : مصطفى الحلبي الطبعة الثانية.
[5] – تيسير الكريم الرحمن في تفسير كلام المنان المؤلف: عبد الرحمن بن ناصر بن السعدي ج 1, ص 833.
[6] – تفسیر الطبري، سورت الصافات، آیت: ۴۸ ـ  ۴۹. تفسیر ابن کثیر ( تفسیر القرآن العظیم ) لابن کثیر، أبو الفداء إسماعيل بن عمر بن كثير القرشي الدمشقي 700 _ 774 هـ ق. سورت الصافات, آيت: 48 – 49. معالم التنزيل, سورت الصافات, آيت: 48, 49. المؤلف : محيي السنة ، أبو محمد الحسين بن مسعود البغوي [ المتوفى 516 هـ ] المحقق : حققه وخرج أحاديثه محمد عبد الله النمر – عثمان جمعة ضميرية – سليمان مسلم الحرش, الناشر : دار طيبة للنشر والتوزيع, الطبعة : الرابعة ، 1417 هـ – 1997 م, عدد الأجزاء : 8. تفسير الألوسي, سورت الصافات, آيت: 48 – 49. تفسير التحرير والتنوير, سورت الصافات, آيت: 48 – 49.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x