fbpx

د محمد (صلی الله عليه و سلم) و مبارک ژوند ته لنډه کتنه

راټولونه اوژباړنه: حمد الله دانشمند،

مآخذ:خلاصه له “البداية و النهاية، تاريخ ابن خلدون “.

زموږ ستر لارښود (محمّد- صلی الله عليه و سلم-) د فيل په کال د فيل له پېښې دوه (۲) مياشتي تقريبا وروسته د دوشنبې په ورځ د ربيع الاول (لومړۍ خور ) په (۱۲) نيټه ونړۍ ته مبارکې سترګې غړولې دي ، په دې ميمونه (بابرکته) نېټه دی مبارک مبعوث شوی او له مکې مکرمې (پلرني ټاټوبي) يې د الهي فرمان په مټ مدينې منورې ته د هجرت لاره غوره کړي، همدا راز په ياده نېټه له دې فاني نه د ابدي (تلپاتې) ژوندون په موخه د خپل حقيقي مالک په سپارښتنه د هغه و لور ته کوچېدلی .

د عليه السلام مبارک پلار (عبدالله) د ده تر وجود څه له مخه د سفر پر مهال د ور پېښي ناروغۍ له امله په مدينه منوره کي د (۲۵) کالو عمر په درلودلو سره وفات او په (دارالنابغه) کي خاورو ته وسپارل شو. يتيم پيغمبر عليه السلام د رضاعت (تي رودلو) په موخه و (حلېمې) سعديې ر ضي ا لله عنها ته و سپارل شو، د رضاعت دوره يې هم دلته تکميل (پوره) شوه، تر څلورکلنۍ يې هغه مبارکه له فيوضاتو برخمنه وه، يوه ورځ د هغې مبارکې کورته څيرمه (۲) ملکو د هغه مبارک د زړه عمليات بشپړ کړ؛ ځکه حليمې (رضي الله عنها) د هغه مبارک په ور سپارلو کې بيړه وکړه، ياده پېښه يې د جدي ګواښ په توګه و ارزوله … تر (۶) کالو مبارک عمر يې له خپلې مور (بي بي امنې) سره يو ځای تر سره کړ، نوموړې هم د يو سفر په ترڅ کي په (ابواء) سيمه کي، چې د مکې او مدينې تر مينځ ده، د اجل و قاصد ته لبّيک و وايه. نبي عليه السلام چې په حقيقت کې يې ساتنه، پالنه الله پاک کوله؛ خو ظاهرا يې د خونديتوب او روزني لارې چارې د خپل نيکه (عبد المطلب) په واک کې شوې. او په پوره جوانمردي (مېړانه)، او اخلاص يې د ده مبارک (۲) کاله پالنه او روزنه وکړه، هغه عليه السلام مبارک د زرينو اخلاقو (خويونو) له امله د خپل نيکه په زړه کې ځانګړی مقام لاره، نوموړی نيکه هم د خپل اصلي کور په لور وکوچېد، او د وصيت پر مهال يې خپلو زامنو (ابوطالب، زبير) ته له نبي عليه السلام  ِ سره د حسن سلوک، ښې روزنې په اړه ټينګا ر وکړ، ابو طالب د خپل پلار وصيت په صحي توګه عملاً تر سره کړ، تل به يې تر خپل نظارت لاندې ساته.

يو ځل هغه عليه السلام له نوموړي اکا (ابو طالب) سره په (۱۳/ ۱۷) کلن دور کي د شام په لوري تشريف يو ووړ، دا چې د هغه مبارک پر تن د نبوت نښې له وړاندې لا ځلېدې؛ ځکه يې د “بحېري راهب” توجه ځان ته جلب او د ده مبارك له امله يې د ورسره ملګرو ميلمستيا او درناوی وکړ! راهب هغه اړويست تر څو يې د خونديتوب له پاره اړين ګامونه واخلي او د دښمنانو په وړاندې يې ويښ و اوسي. پيغمبر عليه السلام مبارک د شبابيت (ځواني) په لوري په داسي حال کي وده کوي چې په رښتينولي، زهد، امانت ګري، حلم، سخا، شجاعت او بېلا بېلو اخلاقو د مکې مکرمې په لرو او نږدو سيمو کي و پيژندل شو، آن تر دې چې يوه ورځ له يو قريشي ملګري سره د يو واده په مراسمو کې ګډون وکړ، مبارک عليه السلام دخوب څپو لاندې کړ، د لمر د وړانګوله ګرميدو سره سم له خوبه را و خوځېد، د مکې مکرمې د بنا پر مهال د اکا (عباس- رضي الله عنه) د غوښتنې پر اساس د لنګ د خلاصېدو سره سم بيهوښه شو؛ ځکه الله پاک نه غوښتل، چې هغه مبارک د جاهليت په ناوړه او ناروا دودنو کې ښکېل شي، د هغه مبارک برکات په خپله کورنۍ، خپل ټبر او… له ورايه څرګند ول …؛ ځکه نو «خديجي» د «خويلد» لور (رضي الله عنها) – چې ډيره پوهه، ځيرکه، پاک لمنې او مالداره ښځه وه – دی مبارک د تجارت له پاره غوره او له خپل مريۍ (ميسره) سره يې د تجارت لپاره د شام په سفر ولېږل، د هغه مبارک له برکته يې تجارت هم وده وکړه؛ هغې چې کله د نبي عليه السلام ښه اخلاق، ظاهري او باطني ښکلا”عيانا” و ليده؛ ويې غوښتل چي له هغه مبارک سره نکاح وکړي په داسي حال کي چي دا (۲۵- ۳۵) کلنه او پيغمبر عليه السلام (۲۵) کلن و، هم داسې يې وکړل.

دا لومړنۍ بي بي ده چي د هغه مبارک په نکاح کي راځي، لومړی يې ايمان را وړی او له «ابراهيم» نه پرته نور واړه اولادونه و هغه مبارک ته هم له يادې بي بي نه بښل شوې ، د «حجر اسود» پر سره را ولاړه لانجه همده مبارک په خورا اسانه توګه هواره او د يو ستر ناورين مخه يې ډب کړه، دا مهال دی مبارک (۳۵) کلن و. د ده مبارک په کراماتو او برکاتو کي ورځ تر بلې زيادت ليدل کېده، رښتيني خوبونه يې ليده، چې سمدستي به رښتيا کېده…

آن تر دې چي مبارک عليه السلام (۴۰) کلن شو د الله (جل جلاله) له لوري ورته د رسالت لوړ مقام ور کړل شو، (۳) کاله وروسته د الله پاک د سپېڅلي کلام ( قران مجيد) نزول د امين سفير (جبرائيل) عليه السلام په مټ پيل شو (۱۳) کاله د بعثت يې په مکه مکرمه کې تېر کړل، د يادي نېټې د تکميل سره سم د الهي حکمت او سپارښتنې له مخې و مدينې منورې ته مهاجر شو، (۱۰) کاله يې هم هغلته په خپلو مبارکو انوارو و لرو او نږدو سيمو ته ښکلا ور وبښله. د مبارک کتاب (قران کريم) له اتمام سره سم د (۶۳) کالو مبارک عمر په درلودلو سره يې هم په يا ده نېټه له خپل امته د ابدي ژوندون لاره غوره کړه.

(ياربنا صلّ وسلم عليه وعلی اله وازواجه واصحابه صلواة دائمة مقبولة. المآخذ: البداية والنهاية، تاريخ ابن خلدون)

حمد الله دانشمند.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د