نظــر

شیګل کی د لسوکسانو شهادت چه پنځه پکی ماشومان وو

بسم الله الحمن الرحیم
سید سعید ورور په هغه لیکنه کی  چه د ( وژونکو د ماشومانو شهادت و غندی) د عنوان لاندی یی په نن ټکی اسیا کی یی نشر او خپره کړی وه دا خبر او معلومات لیکلی وو چه د اشغلګرو قواوو د عملیاتو په ترڅ کی د کنړ ولایت د شیګل ولسوالی کی لس کسان چه پنځه یی تنکی ماشومان ، څلور یی ښځی او یو یی لوی نارینه وو  بی ګناه او بی دفاع  د شپی له خوا په شهادت رسولی دی .

نو چه ما هغه لیکنه ولوستله  ډیر می وژړلی  ( وایی تشه لاسه ته می دشمن یی )  نو قلم می راواخست  د زړه بړاڅ می وویست 

او د هغه ماشومانو د درنو کورنیو  د پس ماندګانو د تسلیت او خواخوږی په خاطر  می  دا لیکنه ولیکله چه هم  د شهیدانو کورنی  ته غمرازی ،  هم خپل مسلمان اولس ته  پیغام  او هم سید سعید ورور د لیکنو لمانځنه او شاباسی  مو پکی کړی وی ، سید سعید وروره  الله ج دی په ګوتو او قلم کی نور هم برکت زیات کړی او هغه عمر دی اوږد شه (زمونږ سره ) چه ایمان پکی زیاتیږی .  ستاسی له لیکنو او اسلامی دریز څخه معلومیږی چه  منور او متقی انسا ن یی ځکه خو الله ج ستا په لیکنو کی ځانګړی خوږوالی او برکت  ایښی دی.
دا چه د کنړ د ماشومانو ښخو او لویانو له شهادت مو خبر کړم ، زه مخکی هم خبر شوی ووم ، ډیر خواشینی شوم ،  غیر له دی چه دعا وکړو  نور څه کولی شم  (انا لله وانا الیه راجعون )  زمونږ روح او جسم د الله ج له خوا او چه مړه کیږو هغه  ته واپس رجعت کوو . دا زمونږ عقیده او دا حقیقت دی  څوک یی منی که نه یی منی.  ستاسی د لیکنی عنوان چه (څوک شته چه د ماشومانو وژونکی وغندی) ،  کشکی داسی دی لیکلی وی چه څوک شته چه د ماشومانو او ددی ټولو مظلومانو انتقام واخلی  ؟  او یا یی څوک ځانته همداسی معنی کړی . غندنه خو امریکایان هم کوی او یا کولی شی  او هر هغه مسلمان چه رشتینی مسلمان وی دا ظلم ، وحشت او بربریت تقبیح او وغندی ، خو په غندلو  د هغو د پس مانده ګانو اوښکی کله وچیږی  د هغو پاکو شهیدانو ژوند به کله راوګرځی  .زه دا وایم ایا مونږ ددی حق هم نه لرو چه له هغه وژونکو او نورو ټولو ناروا وژونکو څخه بوشتنه وکړو  چه په څه می وژنی ؟ ، ته څوک یی چه می وژنی ؟ ، کوم ځای کی می وژنی ؟.
دا زمونږ نور هیواد وال ولی چوپ دی؟ ،   څو څلی مرګ دی ؟ ، که یو وار وی خو ټول خلک یو ځل مری؟ نو مونږ ولی له مرګه وویریږو ؟ او د هغه یو ځل مرګ وخت هم ددغو وحشیانو ، بین لمللی تروریستانو  لاس کی نه دی( هغوی صرف یوه وسیله ده ) د الله ج په لاس کی دی نو بیا ولی مونږ د مرګ له ویری ځانونه
مرګ ته ورکړی دی؟
چه جلا جلا  مو وژنی  او اخره کی خلاصیږو راځی چه یو وار مړه او ټول ختم شو ، او دا د بی ننګی ژوند خو په خپله مرګ دی  چه  په ژوندینی مړه ګرځو ولی په مړه کیدو ځانونه نه ژوندی کوو ؟
ورونو بس دی  ، همدومره صبر بس دی ، د ظلم مقابل کی چوپ پاتی کیدلو ته صبر نه ویل کیږی د ظلم مقابل کی چه د کومو ناخوالو او سختیو سره مخ کیږی او ته صبر کوی هغه ته صبر ویل کیږی زمونږ دی چوپوالی ته زبون تیا او بی غیرتی وایی ( څه مه وایه چه مړ می نه کړی )  هغو ماشومانو خو د څه ویلو جرات ، قوت او پلان هم نه درلود  ولی مړه شول ؟ ، زه وایم  هغه وخت رارسیدلی چه په هر مسلمان له مسلمانانو د فاع فرض عین شوی. چه هر چیری وی ، هر څه یی په وسه کی وی هر وخت کی چه وی باید له ټولو لرونکو وسایلو او وسو کار واخلو.
مسلمانو افغانانو ورونو او حتی لاسپوڅو ورونو  ،  بس دی دومره ډالرو به مو د خیټو زخمونه روغ کړی وی له دی زیات فشار خون ته اوړی  ، اوس هم وخت دی  هر څه چه په لاس کی لری  د شمنانو مقابل کی یی وکاروی تر هغی چه ژوندی یاست  د توبی دروازی بیرته دی  ګوندی الله ج مو د تیرو توبه قبوله کړی  .  
د افغانان اسلامی تاریخ مه شرموی   ، دا د لویو قدرتونو  هدیره د غلامانو په مړو  مه ډکوی ، دهمت او شهامت ملا وتړی  د افغانانو مشرانو په تصویرونو څه نه  ترلاسه کیږی د هغو په کړنو کړنی وکړی  له څانونو هر یومیرویس او احمد شاه جوړ کړی ،  د میوند له  ملالی  خو شرم د غیرت درس زده  کړی . .
کشکی همدا لس ماشومان یواځی شهیدان شوی  وی  ، په همدی وخت کی به څومره انسانان ، مسلمانان او افعانان په ټول افغانستان کی شهیدان شوی وی او شهیدان کیږی به ،  او حتی هغه عسکر او پولیس چه د همدغه اشغلګرو د اهدافو د سرته رسولو د پاره  مرداریږی  هم یی اخرت او هم یی داد نیا د څو ډالرو په خاطر بربادیږی ،( هغه هم د لوږی د لاسه خپل ورونه وژنی  او خپله کورنی پری ژوندی ساتی  ،او له بل خوا ناپوهه پاتی دی  که پوه شی  کله چه پوه شی تاسی یی بیا وګوری  چه د یرغلګرو او لاسپوڅو  به څه حال وی   حتی لاس پوڅی  ټول پوهیږی چه غوا تور ه ده او شوده یی سپین دی  څتی کرزی پوهیږی چه زمونږ په ګران هیواد کی څه روان دی.
 دا خو د  بمباریو له لاسه وژنه وه ، دا چه په زندانونو کی ، دا چه د نشه توکو له امله ، دا چه د لوږی او تندی له لاسه ، داچه  د ژمی د سړو او د دوبی د ګرمی هوا څخه ، دا چه د نه دوا ،  نه ډاکتر او نه روغتتون له لاسه ، داچه دعصبی ناروغیو او په دی واسطه د  شحصی دشمنیو  له لاسه ، داچه د ناپوهیو او بی علمیو او جهالتونو د خاطره  له غلو او بد معاشانو له لاسه، دا چه  د لوږی له لاسه ځانونه او خپل خواږه خواږه  بچی  وژنی  ، دا چه ښخی او پیغلی ځانته اورونه اچوی او ځانونه وژنی  او یا طلاقونه اخلی ، او داچه زمونږ په پیغلو او ښخو جنسی تعارضونه تر سره کیږی ،  ماشومان او لویان تښتول کیږی ،  په ماشومانو جنسی تیاری کیږی  ، رسمی  فاحشه خانی او د ښځو د چارو په نوم  وزارتونه او ریاستونه تاسیس شوی ، دا چه   د خلکو مال ، جایداد  او ابرو  د رشوتونو او قدرت لرلو په واسطه په زوره غصب او داسی نوری حق تلفی روانی دی عدالت نه شته ، مصونیت نشته ، کار نشته ، تعلیم نه شته  نرخونه پورته او معاشونه ښکته او داسی نور او نور  او نور ددی ټولو عامل اوسبب خارجی اشغلګر او داخلی لاسپوڅی دی  او بس.
کرزی صاحب او بی کفایته اداره یی ټول ورځ ددی پسی ګرځی چه کوم سټایل چپن ، قره قلی ، بوټان ، جامی ، او داسی نور ځانونو ته رانیسی ،  ورځ یی په کابل او شپه یی په دوبی او اروپا کی وی ، ښکلی نیکټاییی واغوندی تلویزونی مصاحبو ته راشی  مړی مړی و وایی  ځانونه  سیاست مدار او ددی ملک ټیکه داران  وپیژنی  په ډیرو قیمتی شامپو یی ځانونه وینځلی او نور میکپ یی هم کړی وی  ډیر نورانی ښکاری ځینی تشریفاتی او مود روز حادیثونه او ایتونه یی زده کړی وی  ( اما بعد  او درودونه هم په مقدمو کی وایی  ځان داسی متقی ښیی ته به وایی چه  د ملاعمر اخوندزاده  خاص نماینده  او شاګرد دی او کله کله دستوری د امریکا او لویدیز بده هم  وایی ښیری  او یا کنځل ورته کوی خو له امریکا یی  د محدودو کنځلو او ښیرو اجازه اخستی وی   حتی د امریکا  د راوستلو پیټی هم په طالبانو وراړوی  چه طالبانو راوستل او یا طالبان د دوی په وسیله رامنځته شوی دی او س هم د طالبان د اشغلګرو په پلان جنګیږی امریکا د طالبانو په واسطه دا جنګ اوږد کړی دی  او داسی نور او نور وایی  چه ځانونه روشنفکران  او له نورو  اوچت  او ممتاز. دا ترڅو ؟  اخر تاسی هم ناموس لری که نه ،  تاسی هم اولادونه لری که نه ؟. .
 کشکی په دغه ماشومانو کی  د کرزی صاحب د څوی میرویس جان مړی هم  وی ( نو بیا به  کرزی صاحب ویل چه مرض اوس زور وکړو ) کشکی په دغو کی د بسم الله ، قاروق وردګ ، پتینک ، خالد ، قانونی ، عبدلله ، فهیم ، خلیلی ، دوستم او نورو مړی وی  لکه څو ورځی مخکی چه د خالد  جنازه نزدی بورته شو ی وه  څه حال ټولو نه وو جوړ کړی  ایا د هغه ماشومانو جسم یا روح چه په شیګل کی بی ګناه او بی دفاع شهیدان شول د خالد له جسم او روح سره توپیر درلود  مګر داچه د خالد جسم او روح د د جال د خدایی په خدمت کی وو  ځکه د احترام وړ وو  او د تداوی د پاره تر امریکا ورسول شو او ددی  صدمی د جبران د پاره ورته په بیلونونه ډالر ورکړی شوی.
 د پاکستان د ګل مکی ملاله ، چه  د سوات یوه ډمه وه دهغی په ویشتلو څومره  تودی تودی منډی ترلی ووهل شوی  په لسو دقیقو کی ورته نظامی عالکوتر رار سیږی اسلام اباد او بیا لندن ته رسوی  دیرش میلونه شاګردان  فاروق وردګ محبوروی جه  د انګریزانو د ملالی د روغتیا د پاره دعاوی وکړی  .  
هغه هم ددی د پاره چه شهرت یی ورله زیات کړی  اصلا خو ملالی   له سره ویشتل شوی نه وه ، یوه ډرامه وه  چه شاته به یی څه پلانونه لری ،  او اوس  د نوبل د جایزی د پاره نومول شوی ده  خو د شیګل د ماشومانو نوم څوک په خوله هم  نه اخلی او نه یی د وژونکو د غندلو د پاره  چا خوله بیرته کړه  . خو  د
استعمار څمڅی او لاسپوڅی یواخی هغه مردار جسدونه  لماڼځی چه د د جالی استعمار د ګټو د پاره تری کار اخستل شوی وی او یا اخستل کیږی ، نه هغه چه استعمار وژلی او یا زخمی کړی وی .
دوی     د انسانانو په جامه کی شیطانان دی  ، هغوی رحم نه لری  ،درنده او وحشی حیوانات دی  هغوی ته مظلومیت هیڅ ماهیت  او مفهوم نه لری  ، د مظلومانو له چیغو او فریادونو مزی اخلی  اوحتی له مرګه وروسته یی په پاکو جسدونو مرداری متیازی  کوی څه د زندانیانو سره نه کوی ؟ درنده حیوانات ورباندی ډیر شرف لری  نه اخلاق پیزنی ، نه ناموس ، نه غزت او نه ابرو ، د روسانو وحشت او بربریت یی په زیری کی هم نه دی .
د همدی ناخوالو د خاطره خپل عسکر  په  نشه توکو پړسوی ، دا مظالم پری تر سره کوی خو چه کله یی د عسکری قرار داد پوره او خبلو ملکونو ته ولاړ شی ، په هوش شی د ظلمونو  وختونه یی را په یادشی   په خپلو حکومتونو  خو یی زور نه رسږی نود  ځان وژنو هڅی پیل کړی او  ډیر یی د عصبی ا و عقلی ډول ډول ناروغیو سره مخ شی   چه هیڅ  د تداوی وړ نه دی  یو ډاکتر نظر ورکړی چه  دوی یواخی هغه وخت تداوی کیدی شی چه د دوی څافظه یا   میموری لیری شی  او یا ورته تل قوی نشه توکی ورکړی  که نه کله چه دوی د مظلومانو چیغی او وینی تویدل په یادوی  د دوی ناروغی رانوی او تشدیده  کیږی.
 خو سره ددی دا ظالمان نه   رحم او نه شرم  لری ، د هر ډول طوفانونو او ساری ناروغیو سره یی الله ج مخامخوی مګر دوی هماغسی سرسامه  او د خپل غرور او کبر په بحرونو کی غرق دی که الله ح یی په رشتینی په دغه بحرونو کی ډوب او تباه کړی.
دا د  ا لله ح ازموینه او حدیث شریف دی چه ظالم اومظلوم دواړه د  الله ج د  ا زموینی لاندی دی  ، د ظالمانو خو د ظلم جاج اخلی  چه نور یی هم د جزا پیټی ورزیات کړی  چه بیا تری پوشتنه وکړی چه دا زما بندګان وو که ستا ؟ دا چه تاته می قدرت او امکانات در کړی وو تا تری منفی استفاده وکړه  او ددی پر ځای چه خلکو ته دی ښیګڼه ورسیږی خلکو ته دی  ظلم ، استثمار ، استبداد فریب کاری او … ورسیدل او بیا می وخت هم درکړو که توبه وباسی او بس کړی  مګر تا  پرله پسی خپلو ظلمونو او وحشت ته دوام او زیاتوالی ورکړو  نو د خپلو کړنو محصول واخله  اوس ګوره چه ستا الله ج تاسره څه کوی ؟ او څرنګه د خپل مظلو اولس انتقام اخلی  ؟ او  مظلومین هم د ازموینی لاندی دی چه باید څه یی وسه کی وی د ظالم مقابل کی ودریږی  او له خپلو حقوقو په ځان او مال دفاع وکړی  او هم هغه  دریم ګړی د ازموینی لاندی دی په دی هکله حدیث شریف کی فرمایی چه دریم ګړی باید د مظلوم او ظالم دواړو سره تعاون وکړی  د مظلوم تعاون خو هماغه د هغه له حقوقو دفاع کول خو د ظالم سره تعاون دادی چه اول ورته توصی او نصیحتونه وکړ ی که ممکنه وی له ظلم کولو راو ګرڅی او که نه باید په مقابل کی یی داسی وجنګیږی  چه بیا د ظلم کولو جوګه نه شی.
اخر کی بیا هم د شیګل د شهیدانو او د تولو نورو هغه شهیدانو شهادت    دی الله ج قبول کړی چه  مخکی ، اوس او یا وروسته شهیدان کیږی ، د هغو کورنیو ته دی الله ج د  زړه صبر ورکړی چه ددی لوی غم اثر پری ونه لویږی او نه د شهیدانو خالیګاه احساس کړی  او الله ج دی د هغوی پس ماندګانو او مونږ ټولو مسلمانانو ته توفیق راکړی چه مونږ د دغو ظالمانو مقابل کی ددغه مظلومانو انتقام واخستلی شو او مونږ ته دی هم الله ج د شهادت لوړ مقام په برخه کړی .
امین
ومن الله التوفیق

(  الحاج استاذ بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x