ټولنیزه برخه

د یلدا شپه

نعمت الله پټانزی

په شمالي نیمه کره کې دا د کال تر ټولو اوږده شپه (یلدا) ده چې د کال موسمي (ژمني ) انقلاب د پیل سره برابره ده او له دې څخه وروسته ورځې اوږدیږي تر څو دوري (حمل ) په لمړئ نیټه شپه او ورځ سره برابر شي ، یلدا د لیندۍ (قوس) د میاشتې له دیرشمې ۳۰ نیټې د ماښام څخه د جدې د میاشتې د لمړئ نیټې ترسهاره پورې وخت ته ویل کیږي،

دا شپه په رسمي ډول حکومتونه نه لمانځی بلکه عامو بزګرانو خلکو به په دې خاطر لمانځله چې د کار او روزګار اوږدې ورځې به را لنډې شوې او شپې به اوږدې او سړې شوې د دوی ستړیا به د دې شپې په رارسیدو او له هغه څخه وروسته تر راتلونکي پسرلي پورې رفع کیدله دوی به د آرامئ احساس کاوه ، زردشتیانو او ساسانیانو به دا شپه په یو لړ ځانګړو مراسمو سره لمانځله او په دې شپه به یې د خپلو معبودانو د عبادت تر څنګ د ځینو خوراکونو تابیا کوله چې په ځانګړی توګه به یې د انار او هندوانې میوې ډیر خوړلې دا ځکه چې د انار او هندوانې رنګونه د سهار (سپیده دم) څخه وروسته آسمان په څنډو کې د سوروالی پیدایښت (نور) ته ورته دی :

صحبت حکام، ظلمت شب یلدا است
نور ز خورشید خواه بود که برآید
حافظ

په افغانستان کې په دې شپه کې د خوراکونو د برابرولو کوم دود نشته بلکه په دې شپه کې ځینې ځوانان او پیغلې د خپلو کورنیو یا کلیوالو له مشرانو څخه د کیسو او نکلونو غوښتنه کوي لکه د (د لیلا او مجنون کیسه، د آدم خان او دورخانۍ کیسه، د فردوسي د شاهنامې کیسې، د حافظ فالونه او داسې نور…) او ترسهاره پورې ورته په ډیره لیوالتیا غوږ نیسي، همدا رنګه پخوا به مینانو په دې شپه د یو او بل د لیدلو هڅه کوله په ځانګړي ډول هغه کسان چې کوزدې به یې کړې وي هڅه به یې کوله چې تر څو د ژوندانه له ملګری سره د زړه خواله وکړي خو اوس په کلیوالي سیمو کې د ټولنیزو او امنیتي ستونزو له کبله دا خبره صدق نه کوي، کیدای شي په ښاري سیمو کې دا چاره تر سره شي، خو د اسلام د مقدس دین له نظره د داسې شپو یا ورځو دا ډول لمانځنه بدعت بلل کیږی او له عبادت پرته د شپې سبا کول عبث کار کڼل شوی دی دا ځکه چې دا شپې د عبادت کولو لپاره یو ستر فرصت دی .

۱۳۹۴-۹-۳۰

کابل، افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x