
استشهاد بيا بدرګه شو ستا له ښاره
حماسې دي را ژوندۍ شوې کندهاره
استشهاد بيا بدرګه شو ستا له ښاره
جنتي حوري درګوري ستا په لوري
د جــنــت لـــه دروازو پــه انــتــظاره
ها د ميني خاموشي دي بيا په ښور شوه
د سپېڅلي عشق څپه دي شول خماره
نړيوال دي د نړۍ پټنځای بــــــــــولي
فدايي زلمي درځي څومره بې خاره
ستا له وران کلي تاريخ د غیرت جوړ دی
د مــنصــور او د مـــرحـــوم عــمــر ديـــاره
بيا د عزم په پړاو کې بريالی شوې
محمد به دي د ننګ ستايم ګوزاره