غلام حسين ناصري؛ په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو استازی

د ولسي جرګې ۳۱ تنه وکيلان د خيالي پولیسو په نوم معاشونه اخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو د خلکو د استازی وايي چې د ولسي جرګې ۳۱ تنه وکیلان د خپلو خيالي ساتونکو په نوم معاشونه اخلي.

غلام حسین ناصري پرون د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د تيار کړي نوملړ له مخې د وکيلانو او د هغوی د خيالي ساتونکو شمېر په ډاګه کړ.

ناصري وويل چې دغه اسناد يې د کومې شخصي عقدې په خاطر نه دي تيار کړي، بلکې د کورنيو چارو وزارت د پخواني مالي او اداري مرستیال میرزا محمد يارمند له خوا مستند ورکړل شوي دي.

نوموړي وویل چې تر ټولو ډېر خيالي پولیس ملا تره خېل محمدي لري چې شمېر يې ۳۰ تنو ته رسېږي، ورپسې، ملا عزت عاطف ۲۳ تنه، داود کلکانی ۱۰ تنه، احمدشاه رمضان، فرهاد صديقي او حبيبه دانش اووه – اووه تنه، شايسته باز ناصري ٦ کسان، ميرداد نجرابي، سيد منصور نادري او سيفوره نيازۍ، احمد بهزاد، محمداسحاق رهګذر او فوزيه کوفي هر يو پنځه تنه خيالي ساتونکي لري.

د غلام حسین ناصري د معلوماتو له مخې عبيدالله بارکزى، رنګينه کارګر، قيس حسن او عبدالستار خواصي هر يو د څلورو خيالي پولیسو معاش جېبو ته اچوي.

نوموړي وړاندې وويل، چې ناجيه ايماق او حميدالله توخی درې ـ درې خيالي ساتونکي لري، خو صفورا ايلخاني، ميربت خان منګل، شريفي بلخابي، نقيب الله، عبدالصبور خدمت، موسى خان نصرت، حبيب افغان، فهيمه سادات، عبدالواحد فقيرزاده او محمد حسن صحرايي هر يو د دوو خيالي ساتونکو معاشونه اخلي.

ناصري په قهرجن انداز وويل چې تر څو موږ له ځان سره د پولیسو رينجرې ګرځوو او د خيالي ساتونکو په نوم معاشونه جېبو ته کوو، « والله که څوک د زړې څپلکې ارزښت هم راکړي.»

د ميدان وردګو د دې استازي د څرګندونو په مقابل کې حبیبې دانش پر نوموړې لګيدلي تورونه ناسم وبلل او ويې ويل چې بايد سپيناوی يې وشي.

د ولسي جرګې مشر په نورو ناستو کې د دې نوملړ د سپيناوي خبر ورکړ او ويې ويل چې په راتلونکو غونډو کې باید د دې نوملړ اسناد او شواهد وړاندې شي.

وړاندې تر دې هم د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ایوبي ويلي و، چې له نوموړي سره د هغو وکیلانو پوره لېست دی چې له وزیرانو نه د رايې ورکولو په خاطر پیسې اخلي، هغه ژمنه وکړه چې دا لېست به افشا کوي، خو تر اوسه يې درک ونه لګيد.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د