نظــر

شورویان څرنګه دمجاهدینو په لاس وژل کیدل؟

د۱۳۶۷ کال دتلې دمیاشتې ۲۴ ورځ له کندهارڅخه دشورویانو یوه لویه قوه مخ په کابل دشاګیرز په حال کې وه .

داهغه مهال وه چې په کابل کې ډاکټر نجیب دملي روغې جوړې اعلان کړی وه  اوشوروي ځواکونو په تدریجي ډول له افغانستان څخه دخپل پرشاتګ لړۍ پیل کړی وه .

ماسپښین مهال وه چې مجاهدینو دغزني ولایت دقره باغ ولسوالۍ د خالوخیلو، لوڼو ،نوروزخیلو اوهارون خیلو کلیوپه ونواو باغچوکې دشورویانو دغې قوې ته کمین نیولی وه،شورویان د هلي کاپترو او جنګي جیټ الوتکو تربدرګه لاندې په وراخطاحالت کې په دې ناآرامه سیمه تیریدل.

دخالو خیلو په کلي کې دفاروقي ګروف او په لوڼو او نوروزخیلو کلي کې دفدایې ګروف مجاهدین دشوري عسکرو راتلوته ګوته په ماشه ناست ول.

زه خپله دلوڼودکلي په باغچوکې کابل کندهارسړک ته نیږدي دهغو مجاهدینوپه ډلګي وم کوم چې د۸۲ ملي میتري توپ دپیرکولو مسؤلیت یې په غاړه وه ، په هاغه وخت کې به مجاهدینو دې وسلې ته   هشتاد دو ویل.

کله چې شورویان دخالو خیلو له کلي رواووتل ماهغه په خپلو سترګولیدل چې دخپلوشوبلو په سرونوجګ جګ ناست  اوخپل سپیان یې هم ورسره دزرهپوش ټانګونوپه سرکینولي ول.

زمونږخواته په رانیږدي کیدوسره دهشتاد دو ویشتونکي عبدالرشید ورباندي دتوپ وارکړ، زماچې دغه لومړی ځل وه چې په مخامخ جګړه کې مي ګډون کاوه، دخپل هشتادو دو توپ له درز سره مي فکرکاوه چې ددښمن دهاوان غرني مرمۍ مو په منځ کې ولګیده ، ښه پروت مي وکړ ،خوتوپ ویشتونکي مجاهدپروت ته نه پريښودم اوسمدستي یې راڅخه دتوپ دبلې مرمۍ غوښتنه وکړه ، دتوپ لومړي پیر خپل هدف خطا کړ او له په نښه شوې ټانګ نه څومیتره لیري ولګیده.

دهشتاد دو له پیرکولوسره سم یوروسي چینداره زرغروال ټانګ (زرهدار) له پاخه سرک څخه ښکته اوزمونږپه استقامت یې په یوه نیمره ځای کې ځان غلی کړ.  

خوتوپ ویشتونکی مجاهد سمدستي  بل پیر ورباندې وکړچې داځلي یې سم  دم  دنښې منځ وویشتی او مونږیې د راښکته شوي ټانګ له شره بیغمه کړلو.

جګړه سخته په درزکې روانه وه ،له پاسه ګڼ شپ هلي کاپترو او له لاندې شوروي پلیو اوزغروالو ځواکونو دزیاتو پیرونو له امله ځمکه سورتنور ګرځولې وه .

له مونږنه لیږ ورهاخوا په یوه بله باغچه کې دنواب خان په نوم یومجاهد له ډیرې نیږدې فاصلې په شوریانو دراکټ لینچر پیرونه کول تردو دریو پیرو وروسته یوه زرهدار ټانګ په هغه واروکړاو نواب خان یې په ښي لاس سخت زخمي کړ.

نورومجاهدینو سمدستي نواب خان راپه شاکړ، دهغه کیڼ لاس نوربلکل له تنه جدا اوهسی په پلو ورپوري بندوه .

دادخان نومي مجاهد هغه په شاکړی اومایې زخمي لاس ورپوري همداسي نیولی وه چې دلوڼو،دکلي مسجد ته مو ورساوه .

دکلي خلګ اکثره وتلی اویاهم دجګړې له ډاره په کورونو کې پټ ول ، نواب خان مو دسنتوپه مسجدکې کیښود اوزه ولاړم چې دفرش لپاره څه توشکه موشکه ورته راوړم ، په ډیرتکلیف مي له یوه کورڅخه ورته داسپنج توشکه راپیداکړه خو چې مسجدته وردننه کیدم دنواب خان ویني دمسجد کوشکن ته رارسیدلې وې ، هغه ډیره ښکلې ځواني لرله اوزماورسره بی کچې زیاته مینه وه . نوموړي په واروار راڅخه دیوه غړپ اوبوغوښتنه کوله ، خومونږته ویل شوي  ول چې زخمي ته دزخم په حال کې اوبه مه ورکوي تاوان ورته پیښوي ، ځکه به ما ورته یوه اوبله پلمه کوله خو وروسته چې په دې  پوه شوم چې دهغه دژوند وروستۍ لحظې اونور یې دژوند تمه نشي کیدای نومي دمسجد د څاه یخې اوبه ښې ډیرې ورباندې وڅښلې، نورنه دنواب خان دمعالجې لپاره  ډاکټر وه اونه له الله تعالی سیوا بله هیڅ وسیله .

دلوڼوکلی چې پاخه سرک ته په یونیم کیلومتري کې پروت دی دشوریانو دپیرونو او راکیټونوترسخت اورلاندې وه ، زه به لیږشیبه له نواب خان او بیابه دباندې راووتم چې هسی نه دشورویانو پلي عسکر زمونږ ترمسجده راورسیږي.

له خالو خیلو تر هارون خیلو مجاهدینو هم په شوریانو سره اورونه بل کړی ول .

مجاهدینو په ډیروځایونوکې ترکتار رارسیدو له مخې دسړک یوه اوبله خوا ټانګ ضد ماینونه هم ځای په ځای کړي ول چې دهارون خیلو دمنوکلاپه سیمه کې څوټانګونه او روسي باروړونکي کاماز ونه  ورباندې وربرابرشول او هواته یې پورته کړل.

شوریانو کوښښ کاوه چې ترماښام له مخه باید دقره باغ له سیمې ځانونه وباسي ، ځکه داسیمه هغه مهال هم دشورويانو په تیریدونکو قطارونو دعملیاتو ډیره ګرمه سیمه وه .

لنډه داچې مازدیګرشو شورویانو په خپل ټول توان سره ځان  دمجاهدینو له کمین ګاه څخه په منډه تیرکړ.

مونږچې کله سرک ته ورپوته شولو نودسرک په سرهرځای دشوریانو دویشتل شویو دزیګویک،دهشکې، اوزیو تولۍ(پوچک) کوړې کوړې پرتې وې .

دماینونواوراکټونو په وسیله تخریب شوي ټانګونه اونقلیه وسائط هم  دسړک یوې اوبلې غاړې ته پراته ول.

دهارون خیلوکلي په سر دسرک په غاړه دوه روسي کاماز موټرونه چې دزرهپوش او روسي اته سلنډره موټر ټایرونه پکي بارول  له شورویانوڅخه په منډه کې پاتي شوي ول.

مونږ په ډیره بیړه دهغوئ خواته ورغلو هالته مو ولیدل چې  دکامازانو دسیټ لوری لګیدلي او چلوونکي یې وژل شوي دی .

تردي چې دیوه کاماز سیټ ټول سوځیدلی او یوروسی عسکر چې کت کنداغه روسی کلاکوف یې هم دپښوترمنځ نیولی وه مکمل سوځیدلی اوهماغه سوځیدلی اسکلیت يې دکماز دسیټ په دروازه همداسي وچ شوی وه.

مونږ چې دسیټ سوځیدلې دروازه راخلاصه کړه نودی هم تري  سوی سکور لاندې راپریوت .

مجاهدین روسي کامازانو او په هغه کې بارغنیمت ته ډیر خوشاله سول خوزما دسوځیدلي روسي په سوځیدلي کلاکوف ډیره خوابده شوه چې دسوځیدلو له امله له ښې وتلی وه.

زمونږپه جبهه کې دا څلورم  روسی کلاکوف وه چې مجاهدینو غنیمت کاوه ، تردي له مخه   (کوچي) نومي مجاهد دوه روسي کلاکوفونو دحاجي اوتار(عطار) کلا په مخامخ جګړه کې له شورویانو په داسې حال کې غنیمت کړل چې هغوئ یې ووژل او وسلې یې تري واخیستلې او یوې څاته یې ورغورځولې چې بیاوروسته مجاهدینو را وایستلې.

په هغه وخت کې  دکلاکوف  ګرځول  د دې نښه وه چې دالاس په لاس له روسي عسکر څخه اخیستل شوی ،نوهرمجاهدبه دکلاکوف ګرځولوته ډیره لیوالتیالرله .

مجاهدینو په غنیمت بار کمازونه  له باره تخلیه کړل ، اونوریې هغوئ ته او ورته کړ؛ ځکه هغه دانتقال نه ول  ما سوځیدلی کلاکوف راواخیست  اوغوښتل مي په هرقیمت چې وي هغه باید ترمیم کړم .

هغه مهال دهزاره جات په انګوري سیمه چې دجاغوري ولسوالۍ مربوط ده  دهرډول وسلو ښه ترمیم کیدو .

هالته مي هم یو وړ خو داسي سوځیدلی وه چې دکپاک کولمې (سپرنګ) یې ټول شل شوی او په هیڅ صورت دجوړیدونه وه چې په دې سره زما هغه هیله چې زه به ددغه غنیمت کلاکوف په وسیله بیاهم شوروي پوځیانو ته کمین نیسم نیمګړې پاته شوه

دهماغې ورځې خونړۍ جګړه مازدیګر قضا دنواب خان په شمول دڅلورو نورومجاهدینو په ژوبل کیدا او دنامعلوم شمیر شورویانو په وژل کیدوسره پایته ورسیده .

نواب خان بیاوروسته ښه او اوس په هماغه یولاس ماشاء الله دیوه بشپړ کهول چاري ترسره کوي .

دشورویانوهم هغه وروستی واروه چې دقره باغ په  ولسوالۍ کې تیریدل ، ترهغه یوکال وروسته بیاآن ترحیرتان هم تیرشول اوهغه ارمانونه چې دهند سمندر تودو اوبورسیدوته یې له ځان سره راوړي ول  همداسي په نیمه خوا حالت کې بیرته بحرمنجمد شمالي ته له ځان سره یوړل اوشوروي جنرال بوریس ګروموف په حیرتان پله باندې دبیرته اوښتلو په مهال په افغانستان باندي تیری کول دکرملین دواکمنانو ستره اشتباه وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x