افغانستان

یوه افغاني الاصله امریکايي عسکره په کابل کې وژل شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۴ل): په کابل کې د یک شنبې په شپه یوه افغاني الاصله امریکايي میرمن وژل شوې.

د لیزا اکبري په نامه دغه میرمن ۳۴ کلنه ښودل شوی، په امریکايي ځواکونو کې هم دنده تر سره کړې، خو په کال ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کې په یوه امریکايي خیریه موسسې کې د سلاکاري په حیث دنده تر سره کړې.

لیزا اکبري د یک شنبې په شپه هغه مهال په ډزو سره وویشتل شوه کله چې نوموړې د ورزشي کلب څخه د کور خواته په لاره وه.

د کابل پولیس وايي پر لیزا اکبري ډزي کوونکی شخص یې نیولی، خو تر اوسه مالومه نه ده چې دغه کس ولي پر هغې ډزي کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي هم د رسنیو سره په خبري غونډه کې د لیزا اکبري پر وژل کیدو خپله خواشیني څرګنده کړې او د زیاتو معلوماتو ورکولو څخه یې ډډه کړې.

نوموړي ویلي چې تر اوسه ډېر وختي دی چی مونږ په دې اړه بشپړ معلومات ولرو، هڅه کوو چې د لیزا اکبري کورنۍ او نیژدې دوستانو شخصي ژوند خوندي کوو.

د ورلډ ویژن افغانستان په نامه موسسې مشر جیم الکسنډر هم د نوموړې پر وژنه کلکه خواشیني څرګنده کړې او ویلي چې دوی د لیزا د کورنۍ سره خپله خواشیني او غمرازي شریکه وي.

د یادوني وړ ده تیره ورځ یوه نیمه بجه شاوخوا د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د باجوړو په نامه کلي کې د امریکايي ځواکونو پر هغو عسکرو سرتیری برید وشو چې د بګرام هوايي ډګر شاوخوا یې د افغاني ځواکونو په ګډون ګزمه کول، د ناټو د خبرپاڼي سره سم په دغه برید کې ۶ تنه امریکايي عسکر ووژل شول او ۳ نور ټپيان شول، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي په چاودنه کې ۱۹ تنه امریکايي عسکر ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

نظر په شرایطو او دی وحشی امریکا یرغل او دی داسی یو بی تمیزی ښځی وځل په یو اسلامی هیواد کښي دی تاسف ځایی نده ځکه چی دا هغه بی تمیزه او بد اخلاق اشخاص دی چی غواړی دی یوی اسلامی ټولنی ټول اساسات تر پښو لاندی ګړی نو له دی کبله حکومت باید اسلامی قوانین په نظر کی ولری ګر چی حکومت اسلامی نده مګر ټولنه اسلامی ده. او هغه کس چی دا کار کړی ده نو ارو مرو دی هغه اسلامی احساسات را پارولی دی. په دی اړه باید بدون له کوم دلیل څخه بیرته ازاد کړی شی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x