افغانستان

کابل: د تېرې شپې د توغندیز بريد په تور پنځه تنه نیول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۴ل): په کابل کې د تېرې شپې د توغندیز بريد په تړاو پنځه شکمن کسان نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش وايي چې د کابل ښار د دویمې او لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې لګيدلي توغندي له اتمې حوزې توغول شوي و.

هغه وايي چې په دې تړاو يې پنځه کسان نيولي چې پلټنې ترې روانې دي.

د تېرې شپې د دې توغندیز بريد مسوولیت طالب وياند ذبیح الله مجاهد منلی او پخپله ټویټر پاڼه يې ليکلي چې په دې توغندیز بريد کې يې په دویمه او لسمه امنیتي حوزه کې د ناټو قومنداني، ایګر کيمپ او د امریکا سفارت په نښه کړي دي.

مجاهد وايي چې د تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نه لري.

په کابل کې مېشتو بهرنیانو د تېرې شپې د توغندیز بريد په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د پروان په بګرام ولسوالۍ کې پر امريکايي عسکرو سرتېري بريد کې ګڼو امريکايي عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

په کابل کې د بهرنیانو مطبوعاتي برخې ومنله چې په دې بريد کې يې شپږ عسکر وژل شوي دي، خو طالبان وايي چې په بريد کې يې ۱۹ عسکر وژلي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x