افغانستان

مدني ټولنې: د «حراست او ثبات شورا» د شخصي ګټو په موخه جوړه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومی۱ ،۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې د پخوانيو جهادي مشرانو او د ولسمشر حامد کرزي د حکومت پرمهال ځینې لوړ پوړو چارواکو او وزيرانو د «حراست او ثبات» په نامه شورا د جوړېدو په اړه په کابل کې مدني فعالانو غبرګونونه ښودلي دي.

د بېلابېلو مدني ټولنو غړو په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال په حراست او ثبات شورا نيوکه وکړه او ويې ويل چې دغه شورا او په شورا کې شامل خلک غواړي چې ددغې ټولنې له لارې په دولت فشار راوړي او ځينې مهمې څوکۍ خپلې کړي.

په ياده شورا کې عبدالرب الرسول سياف، د حزب اسلامي کابل مشر عبدالهادي ارغنديول، بسم الله خان محمد، عمر داودی زی، اسماعيل خان ، محمد يونس قانوني او د ولسي او مشرانو جرګې برحال مشران او نور ګڼ شمېر پخواني او اوسني دولتي چارواکي شامل دي.

د حراست او ثبات شورا که څه هم په خپلو غونډو کې په هېواد کې د امنيت ټينګښت او له ستونزو سره دمبارزې او د دولت په بېلابېلو ادارو کې د اصلاحاتو د رامنځته ته کولو هوډ څرګندوي خو يو شمير مدني ټولنې وايي چې دغه ډول شورا ګانې چې ډيری غړي يې ښه سابقه نه لري او د هېواد د ګټو له پاره يې تر دې وړاندې کوم اقدام نه دی کړی، دا په حقيقت کې د خپلو ګټو او امتيازاتو د ترلاسه کولو له پاره لاس په کار شوي دي.

د عطاء الله حيران په نامه د ملي غورځنګ ټولنې يو غړي وويل چې ياده شورا غواړي چې دولت وګواښي ترڅو ځان ددغه ځواک له لارې د دولت مهمو پوستونو ته وروسوي، او يا هم د دولت ثبات په بې ثباتۍ بدل کړي.

حيران چې په خورا جدي لهجه يې خبرې کولې وويل نور د ولس د صبر کاسه ډکه شوې ده، د روسانو پر وړاندې په جهاد کې زیاته قرباني د ولس خلکو ورکړې ده او جهادي مشران دې نور د جهاد له نامه ناوړه ګټه نه پورته کوي.

نوموړي زياته کړه د دوی همدغه چوکۍ، ځمکې، او د توروښيښيو موټرونه بس دي چې دجهاد په نامه يې ترلاسه کړل.

دغې غونډې ته د نورو مدني ټولنو غړو هم خبرې وکړې او په يوه خوله یې د يادې شورا جوړښت د افغانستان په تاوان او د خپلو شخي ګټو د ترلاسه کولو له پاره وباله.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته، ګڼ شمېر پخواني جهادي قومندان د حامد کرزي په مشرۍ نظام کې ورګډ شول او په لويو پوستنو وټاکل شول، خو په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت په حکومت کې ډیری هغه کسان چې د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال په لويو چوکيو ګمارل شوي وو په کور کېناستل.

دسياسي شننونکو په وينا د پخوانيو چارواکو دغه ډول ايتلاف جوړېدل ښيي چې دوی غواړي له دې لارې د اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت په حکومت کې هم هغه ډول امتيازات او چوکۍ ولري چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال يې درلودل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x