نظــر

کوم بریتور رښتیا وایي ؟

زه په ۱۳۶۴ لمریز کال کې زیږیدلی یم ، او په جلال اباد دمجاهدینو برید په ۱۳۶۷ لمریز کې ترسره شوی ، مطلب داچې هغه مهال چې مجاهدینو په جلال اباد برید کاوو ، زه دری کلن وم ، داجګړه دهماغه مهال له سترو جهادي پیښو څخه ګڼل کیږم ،  دا جګړه او دکمونیزم ضد جهاد نورې پیښې او معرکې زما غوندې دجهاد او هجرت نسل ته  خامخا ددې وړ ده چې باید ځان ورباندې پوه کړو .
دجلال اباد دجګړې په اړه لومړي څه ما هغه وخت وفهمول کله مې چې کلونه وړاندې  دجنرال رحمت الله صافي په نامه دیوه داسې لیکوال کتاب لوست چې له معاصر بریتور عصمت قانع نه یې یو څه غټ او پلن بریتونه لرل  ،

هغه بریتور چې دده په خپله خبره دجلال اباد په جګړه کې دشمالي محاذونو مشري ورسپارل شوې وه او دبرید له پیله ترپایه  په سیمه کې وو ، دا برید یوه ستره جهادي پيښه بللې ده ، جنرال صافي دخپل کتاب ( افغانستان څنګه تباه شو) له ۵۸ مخ څخه بیا تر ۶۶ مخ پورې  دجلال اباد په جګړه غږیدلی او پیښه یې له پیله ترپایه په ډیر دقت او جزیاتو بیان کړې ده .
جنرال صافي چې دجلال اباد دجګړې کوم تصویر بیان کړی ، داسې معلومیږي چې دا د سوچه افغان جهاد یوه معموله پیښه وه ، چې دابتکار ، تصمیم او تطبیق مزي یې ټول دافغان تنظیمیانو په لاس کې وو ، نوموړي دخپلې څو مخه لیکنې په ترڅ کې ترپایه دا نه دي ویلي ، چې دا جګړه دپاکستاني پوځیانو لخوا رهبري کیدله ، اویا پاکستاني SSG  غونډ یا نورو ملیشو په کې په ساده جامو کې برخه درلوده ، جنرال رحمت الله صافي ویلي چې په جګړه کې د ننګرهار مختلفو قومندانانو لکه حاجي زمان ، ضابط ظاهر ، عبدالمجید خان ، قاضي سمیع الله ، محمداصف خان ، مولوي زاهد ، خمیني او نورو له خپلو افرادو سره برخه درلوده ، دغه راز دکونړ ، دره نور  او نورو سیمو مجاهدین او قومندانان هم په کې برخوال وو .
رحمت الله صافي لیکلي چې دکونړ له ازادولو وروسته نوبت ننګرهار ته رسیدلی وو ، نوځکه مجاهدینو پریکړه وکړه چې په یوه مشترک برید کې دوطن دا برخه هم له کمونیستانو ازاده کړي ، دهمدې لپاره خو دکونړ او نورو ازادو سیمو مجاهدینو هم په عملیاتو کې شرکت درلود ، خودا چې داجګړه ولې ناکامه شوه  جنرال رحمت الله  صافي یي له عسکري او مسلکي نظره  دخپل کتاب په ۶۴ مخ کې ۲۰ اسباب یاد کړي ، چې یو څو یې دلته ذکر کوو .
۱ –  موږ ډیر کلونه  ګوریلایي جنګونه وکړل ، او له ګوریلایي او چریکو جګړو سره ښه بلد وو ، دجلال اباد جنګ موږ یو ناڅاپه دجبهه یي جنګ له آزموینې سره مخامخ کړو ، چې موږ ورته احضارات  او امادګي نه درلوده .
۲ –  مجاهدین  چې په غرو او دښتونو کې جنګیدلي وو یو ناڅاپه له ښاري جنګ سره مخامخ شول .
۳  – دجبهه یي جنګ اکمالات  نه وو برابر .
 ۴ –  واحده قومنداني نه وو هر تنظیم او قومندان په خپل سر ډنګوله .
۵ – دجبهه یي جګړې تشکیل نه وو .
۶ – دجبهه یي تعرض او جګړې انضباط ، دسپلین او تعلیم او تربیه نه وه .
۷ –  د دښمن درسد لارې نه وې بندې شوي ددښمن اکمالات جاري وو.
۸ –  جګړه په واحده قومنده له څلورو خواوو شروع نه شوه  او داسې نور ې ګڼې  خلاوې .
دا خو دپخواني بریتور رحمت الله صافي خبرې شوې ، چې په جګړه یې دملي محاذ دیوه قومندان په صفت خپله ګډون درلود ، او دخپلو سترګو لیدلی حال یي بیان کړی وو .
په دې وروستیو کې مې دجلال اباد دجګړې په اړه دیوه بل بریتور( عصمت قانع ) لیکنه هم ولوسته ، چې دجلال اباد جګړه یې کاملا بل وړ تصویر کړې وه .
عصمت قانع لیکلي چې دجلال اباد جنګ دافغان جهاد کومه برخه  نه بلکې په افغانستان دپاکستان مستقیم برید وو ، چې دابتکار ، رهبرۍ او تطبیق ټول واک او اختیار یې دپاکستانیانو په لاس کې وو ، ده لیکلي چې په جګړه  کې دافغان مجاهدینو په نسبت ډیره برخه دپاکستاني کوماندویي عسکرو وه ، دعصمت قانع دلیکنې له مخې دپاکستان دځانګړي کوماندویي غونډ SSG  نیمایي تشکیلات ننګرهار ته اوښتي وو ، چې د جلال اباد په فارمونو کې  دکمونیستي رژیم له عسکرو سره وجنګېدل ، عصمت قانع لیکلي چې ددې جګړې دناکامۍ علت هم همدا وو چې دا دپاکستان یو مستقیم او ناروا یرغل او دافغانانو په حریم تجاوز وو نو ځکه په شکست محکوم شو .
خلک وایي تاریخ نه مسخه کیږي ، خو که  دجلال اباد دجګړې په اړه ددې دوو بریتورو  چې هریو دعوه کوي چې ما په کې شرکت درلود، متناقضې خبرې وګورو ، معلومیږي چې یوه یې په څرګنده دتاریخ دمسخه کولو هڅه کړې .
ډیرو ته شاید دایوه عادي مسئله وبريښي مګر زما په باور دا کومه سپکه یا عادي مسئله نه ده ، بلکې دجلال اباد او ننګرهار د نورو سیمو دډیرو خلکو دنیاوي او ابدي برخلیک ورسره تړلی دی ، دننګرهار جګړه یوه خورا ستره او اوږده جګړه وه چې ډیر زیات افغان مجاهدین په کې شهیدان شول ، هغه مجاهدین چې په دې جګړه کې یې سرونه بایللي ، شاید دکورنیو قریبانو او خپلوانو لپاره یې دا ډیره مهمه وي ، چې دخپلو تللیو خپلوانو په برخلیک يي سر خلاص شي ، لکه څنګه چې واقعیت دی  دوی  داسې فکر کوي ، چې شهیدان یي داسلامي عقیدې ، اعلاء کلمة الله ، جهاد او دوطن دازادۍ په لاره کې قربان شوي دي ، خو عصمت قانع په خپله لیکنه کې دوی ته وایي چې ستاسو شهیدان  داسلام شهیدان یا له کمونیزم څخه دهیواد دازادۍ اتلان نه دي ، بلکې دپاکستان دناروا یرغل ، جاهلي جګړې  او اشغالګرانه هجوم وژل شوي او دپردیو دګټو اجیرقربانیان دي ( لا قدرالله )
که دعصمت قانع او جنرال صافي څرګندونې سره پرتله کوو ، نو دجنرال صافي معلومات خورا تفصیلي ، روښانه  او تردې حده بې خچه دي چې سړی په دې پوهیږي چې رښتیا یې په جګړه کې شرکت کړی او دسترګو لیدلی حال یې په پوره امانت رانقل کړی دی .
مګر دعصمت قانع په لیکنه کې ځینې داسې ګوګیان شته چې په دې جګړه کې دنوموړي په شرکت سړی شکمن شي ، مثلا نوموړي ویلي چې مجاهدین دجلال اباد ترفارمونو رسیدلي وو همدلته  پاکستاني پوځیان هم وجنګېدل او یوه جهادي مشر اعلان وکړ چې که چا لس شهیدان ورکړل ، یوه ډاټسن به وګټي .
خو رحمت الله صافي په خپله لیکنه کې ویلي چې مجاهدینو دخپل پرمختګ په اړه په دروغو تبلیغات کول ، تردې چې دمولوي خالص دتنظیم یوه قومندان بي بی سي ته وویل چې له چپرهاره بیا تر هډې فارمونو پورې سیمه یې فتحه کړې ، او ټولې پوستې یې ټولې کړي دي ، جنرال صافی وایي زه په همدې اعتماد چې سیمه نیول شوې له  سرخرود نه دراغبرګېدو په مهال دچپرهار له همدې سیمې تیریدم چې ناڅاپه درژیم عسکرو له پوستو څخه برید راباندې وکړ یو تن یې راڅخه شهید او بل یي زخمي کړ ، دلته ماته معلومه شوه چې ترهډې فارم پورې  دمجاهدینو دپرمختګ دعوې واقعیت نه درلود او مجاهدینو حتی دچپرهار پوستې هم نه وې فتحه کړې . . . په هرحال
په ټوله کې که وګورو عصمت قانع په لومړي  ځل دجلال ابادد جګړې خورا نوی  او هیښوونکی تصویر وړاندې کړی  او عنوان ته په پام سره یې ښایي هڅه کړي وي چې خپلې ددروغو او مبالغې اوبه دبوسو په ځای تربریتو لاندې تیري کړي .
دعصمت قانع لیکنې ته  دځینو خاصو کړیو لخوا ځانګړی شاباسی ویل شوی ، حتی دمحب الله زغم په نامه یوه پخواني نسلي کمونیست  خو په ځانګړي لیکنه بدرګه کړې ، چې داښایي دمجاهد کردار ته دخلقي لومړنۍ چکچکې وبلل شي .
که دې ته راشو چې آیا جنرال صافي به په یاده قضیه کې دپاکستان په نقش سترګي پټي کړې وي  او که به عصمت قانع دنامعلومو وجوهاتو په اساس  افغان جهاد ترپاکستان دتړلو هڅه کړي وي  ، نو ددواړو دبیوګرافۍ او کرکټر دارزولو په نتیجه کې موږ ته معلومیږي چې جنرال صافي دپاکستان په اړه دعصمت قانع په نسبت  په مراتبو زیات حساسیت درلود ، چې په دا ډول بربنډ یرغل دسترګو پټولو هیڅ تمه ترې نه شي کیدلای .
دجنرال صافي په خټه کې دودیز افغاني او وطني تمایلات اغږل شوي وو ، نوموړی  دخپل نشنلي فکر په اساس له روسانو سره هم دعقیدې په بنیاد نه جنګېده ، بلکې دوطن ازادي یې غرض وه ، دې ته په پام سره به دا بې ځایه وي که نوموړی په افغانستان دپاکستاني یرغل یو اجیر او ګوډاګی عسکر وبلل شي ، او یا په وطن دپردي مستقیم تیري  په اړه دسترګو پټولو تور پرې ولګول شي .
مګر عصمت قانع چې یوه وخت دخپل وطن ، خپلوپولو او خپل ځمکني تمامیت په ضد دهغه زرغون فکر پلوی وو چې غوښتل یې افغانستان له پاکستان سره په کنفدراسیون کې داخل کړي ، دغه راز یې  خپل  (د وینو پیغام ) کتاب دسیدقطب او محمدقطب  په ویرنو ډک کړی وو ، مګر اوس په  ۱۸۰ درجې تحول سره  له  خلقي محب زغم سره په یوه اتڼ کې اوړي ، دا هم ترې بعیده نه ده ، چې دنورو بګیلو جهادیانو  غوندې ده هم دوخت په ترازو ځان تللی وي ، او لکه پرون چې دڅو پیسو لپاره دکنفدراسیون دپردي فکر پلوی وو  نن ورځ دافغان جهاد دبدنامولو کومه لنډ مهالې پردۍ پروژه ورسپارل شوي وي .
زه نور دعصمت قانع دپرون او نن په اړه ډیر څه نه وایم ، خو ددې لپاره  چې موضوع روښانه شوي وي دنوموړي دوروستۍ لیکنې په اړه باید لوستونکو ته ووایم ، چې ملګرو  خبره د(بریتونو) نه ده بلکې د(برېکونو) ده .
د روسي یرغل او کمونیزم  په ضد افغان جهاد په اسلامي ، افغاني او انساني معیار برابره یوه روا او سپیڅلې جګړه وه ، چې غازي یي مجاهد ، وژل شوی يي شهید او بې کوره یې مهاجر بلل کیږي .
دجلال اباد جګړه دکمونیزم خلاف دهمدې بهیر یوه مقدسه او پاکه اسلامي  افغاني جګړه وه ، چې ټولو افغانانو په کې ګډون درلود ، په سلګونو افغان مجاهدین په کې شهیدان شول ، او په زرګونو نور ټپیان .
که څوک دا جګړه دکومې ورسپارل شوې  اجرتي هڅې په دود ترپردیو تړي ، په افغان جهاد دپاکستاني یرغل نوم  ورباندې ږدي او په دې توګه دوطن دازادۍ په شهیدانو او اتلانو د پردیو دګوډاګیانو الزام لګوي ،  دا نه یوازې دجلال اباد دشهیدانو بلکې ددرست اسلام او جهادي فکر سپکاوی دی ، او دپیغور وړ قضاوت بلل کیږي .
 دعصمت قانع غوندې بګیل جهادیان په شخصي توګه داحق لري ، چې خلقي سټالیني بریتونه  پریږدي ، کمونیستي بیټلي کجکې جوړې کړي ، له کمونیستانو سره په یوه اټن کې وڅرخیږي ، له نجیب ګاو سره  رحمه الله  ولیکي او نور دپرونیو کمونیستانو په مخ کې خپل ټول جهادي ویاړونه  هېر او مسخ کړي ، مګر داحق هیڅوک نه شي ورکولای چې په درست برحق جهاد ملنډې ووهي ،دټولو شهیدانو حرمت ترپښو لاندې کړي ، او ددرست مجاهد او جهاداو هجرت ځپلي اولس په زخمو دبې انصافۍ مالګې ودوړوي .
په دې کې شک نشته چې دروس جهاد په مهال افغان مجاهدینو په پاکستان کې دخپلو څلورملیونه مهاجرو ترڅنګ ژوند درلود، خو دافغانانو جهاد یوه روا او سپیڅلي دیني ملي مبارزه وو ، چې هیڅوک یې هم دپاکستان ګوډاګیتوب نه شي بللی .
په اوسنیو شرایطو کې شاید دځینو بګیلو جهادیانو او بیا دیموکراسیانو له خولې  دا ډول خبرې او تبلیغات هیښوونکي نه وي ، ستاسو به په یاد وي چې دروسانو تروتلو وروسته ډاکټر نجیب د سلواغې ۲۶ مه د ملي نجات ورځ ونوموله ، او اولس ته په وینا کې یې وویل چې دشوروي یرغل په مقابل کې زموږ پاڅون نن بریا ته ورسېد ، نوموړي په پوره بې شرمۍ هغه یرغل یاداوه چې خپله دی یې استخباراتي مټ  او اساسي لوبغاړی وو  اوس هم  په داسې حال کې چې امریکایي یرغلګر له افغانستانه په تیښته دي ، په شکست محکوم ټوپکي او قلمي ګوډاګیان یې هڅه کوي ، د داکټر نجیب غوندې  دازادۍ ، استقلال ، وطن ساتنې ، ځمکني بشپړتیا هیرو شویو شعارونو ته زور ورکړي ، ترڅو داولس په سترګو کې خاورې وشیندي ، او ځانونه په اصطلاح ملي معرفي کړي .
په دې هڅه کې دوی  په خپلو لیکنو او تبصرو کې ډیره هڅه کوي په مستقیم یا غیرمستقیمه توګه اوسني مجاهدین  ترپاکستان پورې وتړي  ، او ځانونه  دوطن ساتنې ټیکدران معرفي کړي .
په دې اړه دوی ته باید وویل شي ، چې دوطن ساتنې اصلي مبارزین  افغانان او غیرافغانان ټول پیژني ، افغان اولس ته معلومه ده ، چې چا دهیواد پولې خوندې کړې ، چا د یوې پیړۍ وړاندې جنوبي او ختیځه پوله یې بیرته ترلاسه کړه ، په خوست کې یې دبټۍ سرحدي پاکستانۍ تاڼه ونړوله  ، او دځمکني تمامیت دساتنې وظیفه یي  په هره خوا کې ترسره کړه .
ولس ته هغه ابن الوقتان  هم معلوم دي ، چې هر اتڼ یې زده دی ، که پرون یې شخوند په ډالرو واهه نن  . . .  دازادۍ اچوي ، که پرون یې زرغون کنفدراسیون غوښت ، نن ځان دجلال اباد اتل بولي ، که پرون  اخوان المسلمین وو ، نن یې کردار ته هغه څوک چکې وهي چې دی یې اخوان الشیاطین باله  .
بګیلوجهادیانو نور چې هرڅه کوئ  ، مخه مو خلاصه ده ، خو ګورئ هغه دموسی علیه السلام خبره درته کوم  چې ( فلاتشمت بی الاعداء ) دجهاد ، اسلام ، دین او عقیدې  دفکري دښمنانو ( کمونیستانو ) تبر ته لاستی مه ورکوئ او مه یې دیونیم میلیون شهیدانو په وینو پورې خندوئ ، ځکه تردې ستر جفا ښایي بله نه وي .

 

جاوید علي خېل

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4 دجنرال رحمت الله صافي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x