افغانستان

له ژمنيو رخصتيو وروسته د ملي شورا نه پرانستل، د وکیلانو غوسې راپارولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې د ارګ له ځینو سرچينو څخه هغه معلومات ترلاسه شول چې له مخې يې د ارګ د دواړو مشرانو په مشوره به له ژمنيو رخصتيو وروسته د افغانستان ملي شورا نه پرانستل کيږي، د ولسي جرګې د يو شمېر غړو غوسې يې راپارولې دي.

د ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو ويلي دي که چېرې د ژمنيو رخصتيو وروسته و لسمشر د ملي شورا پرانسته ونه کړي، ددې سربېره چې دافغانستان د اساسي قانون پر ضد کړنه به يې ترسره کړي وي مګر د نظام د کمزورتيا لامل به هم شي.

له ژمنيو رخصتيو وروسته د شورا د نه پرانستلو په اړه وکيلانو وويل چې دغه ډول کړنه ناقونه ده او د نظام مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي چې پر وړاندې به يې مونږ خپل قانوني موقف ونيسو.

که څه هم په ظاهره د ملي شورا د نه پرانستلو دليل د راتلونکي کال د غبرګولي په مياشت کې د پارلماني ټاکنو د نېټې اعلانېدل ښودل شوي دي خو وکيلان وايي چې دغه کړنه د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې ده.

نږدې شپږ مياشتې وړاندې د پارلماني ټاکنو د نېټې د ټاکلو په سر په ولسي جرګې کې د وکيلانو ترمنځ بحث شوی و چې د ولسمشر د يوه فرمان په اساس د ولسي جرګې دوره تر يوه بل کال عځول شوې وه .

د ولسي جرګې يو شمېر غړي د حکومت د مشرانو دغه اقدام له اساسي قانون سره په ټکر کې او بولې او وايي چې دغه ډول ناقوني به دنظام مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي او کمزوری به يې کړي.

د ولسي جرګي غړي عبيدالله بارکزي وويل چې دا سمه ده چې د ولسي جرګې قانوني وخت پوره دی خو له هغې چې دنظام مشرانو د شورا د بلې دورې د ټاکنو له پاره زمينه نه وي برابره کړې، دملي شورا بنديدل له اساسي قانون سره په ټکر کې کړنه ده او په وينايې له ملت سره جفا کول دي.

بايد وويل شي که ارګ خپله پريکړه بېرته وانخلي تمه ده چې له ژمنيو رخصتيو وروسته به دغه موضوع يو ځل بيا د دولت او وکيلانو ترمنځ په يوې جنجالي مسئلې بدله شي.

د ولسي جرګې د وکيلانو د غبرګونو په اړه تر اوسه د ګډ حکومت مشرانو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x