افغانستان

هلمند: د محاصره عسکرو لپاره تازه دمي ځواکونه لېږل کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي چې په هلمند کې د ژبغړانده جګړه کې د ښکېلو عسکرو د ملاتړ په تمه تازه دمي عسکر ور لېږل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت وياند صدیق صدیقي وايي چې په هلمند کې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی، خو د ده په خبره په سنګين کې يې یوازې شپږ پوستې له لاسه وتلې دي.

له بله اړخه په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي وايي چې د سنګين په جګړه کې ۲۹۰ عسکر وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بیا د سنګين په جګړه کې د ۱۵ عسکرو د وژلو پخلی کوي او په وينا يې نور ناسم معلومات دي چې په جګړه کې د ښکېلو عسکرو روحيه له منځه وړي.

دا په داسې حال کې دی چې د هلمند ولايتي شورا، په دې ولایت کې مدني بنسټونه وايي چې سنګين ولسوالۍ بشپړه د امنیتي ځواکونو له ګوتو وتلې، یوازې د ملي اردو یو کنډک د محاصرې په حال کې دی.

وسله والو طالبانو د سنګين ولسوالۍ د ودانۍ، امنیه قومندانۍ او ملي امنیت اړوند ودانۍ د کنټرول خبر ورکوي، خو لا هم په یاده ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

د هلمند یو تن مدني فعال سیف الدين سنګينوال وايي چې د سنګين امنیه قومندان په جګړه کې له ښکېل کېدو وروسته د تلیفون په کرښه ورته ويلي، چې که مرکز د دوی مرسته ونه کړي، نو د کورنیو چارو وزیر دي ۲۰۰ قبرونه تيار کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x