افغانستان

هلمند ته یو ځل بیا برتانوي عسکر لیږل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۴ل): د برتانیا دفاع وزارت اعلان کړی چې ددوی ۳۰ کسیزه پوځي ډلګۍ د هلمند ښوراوک پوځي اډې ته لیږل شوې ده.

که څه هم د برتانیې دفاع وزارت ویلي چې عسکر به یې په قرارګاه کې دننه پاته کیږي او د طالبانو سره په مخامخ جګړو کې برخه نه اخلي ، خو دغه عسکر یو ځل بیا په داسي وخت کې هلمند استول کیږي چې هلته په دې وروستیو کې د سنګین د ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړه شوی.

د شنونکو په نظر برتانیا چې په هلمند کې د طالبانو سره په جګړو کې زیات شمېر عسکر له لاسه ورکړي، د طالبانو وروستیو پرمختګونو دې ته اړ ایستلي چې دغه نا امنه ولایت ته خپل عسکر یو ځل بیا ولیږي.

د برتانیا دفاع وزارت ویلي چې دوی اوس مهال په افغانستان کې ۴۵۰ تنه عسکر لري چې ټول یې د څارني او افغان دولتي ځواکونو سره د همکارۍ په دنده بوخت دي، او زیاته کړې چې زمونږ دغه ۳۰ کسیزه پوځي ډله به د ښوراوک پوځي قرارګاه څخه دباندي قدم هم نه ږدي.

ویل کیږي چې د برتانیې د عسکرو زیات شمېر پلازمیني کابل ته نیژدې په یوه پوځي قرارګاه کې میشت دي چیري چې څه موده وړاندي یوه برتانوی الوتکه د پوځي بالون سره تر ټکر وروسته را وغورځېده چې له کبله یې د دوه امریکايي عسکرو په شمول دوه تنه برتانوي پيلوټان هم ووژل شول.

د هلمند والي اوس هم د سنګین ولسوالۍ د سقوط خبرونه نه مني، خو د نوموړي مرستیال ولسمشر اشرف غني ته د فیسبوک له لاري په یوه لیږل شوي لیک کې د هلمند د امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بللی وو او د سنګین ولسوالۍ د سقوط سربیره یې په دوه ورځو کې د نیژدې سلو تنو دولتي ځواکونو د وژل کیدو خبر ورکړی وو.

ددې تر مخه طالبانو د خانشین ولسوالۍ هم نیولې وه، او د مرجې ولسوالۍ د مهمو دولتي ودانیو د سقوط خبر هم ورکړه شوی وو.

څو ورځي وړاندي د نیویارک ټایمز ورځپاڼي په یوه خبر کې راغلي وه چې د امریکا سپیشل فورس ځواک او د امریکا هوايي ځواک د دولتي ځواکونو په ګډه د طالبانو په خلاف عملیات پيل کړي تر څو وکولای شي د طالبانو ورځ تر بلي پرمختګونو ته د پای ټکی کښيږدي.

د سنګین ولسوالۍ ځکه هم برتانیا ته ډیر اهمیت لري چې دهمدې ولسوالۍ په نیولو کې برتانوي ځواکونو خپل تر ۱۰۰ زیات عسکر قرباني کړي دي.

د سنګین ولسوالۍ د طالبانو څخه تر نیولو وروسته برتانوي ځواکونو په ۲۰۱۰ کې امریکايي ځواکونو ته سپارلې وه.

د یادوني وړ ده چې تیره ورځ ماسپښین د بګرام هوايي ډګر سره نیژدې د امریکايي او دولتي ځواکونو پر یوه ګزمه د طالبانو یوه سرتیري د موټر سایکل بم په وسیله برید وکړ چې په ترڅ کې ۶ تنه امریکايي عسکر مړه او ۳ نور ټپيان شول.

د بګرام ولسوال رسنیو ته ویلي وه چې په پيښه کې ۳ دولتي عسکر هم ژوبل شوي دي.

د تیري یک شنبې په ورځ هم په کابل کې یوه افغاني الاصله امریکايي عسکره (لیزا اکبري) وژل شوې وه، دغه میرمن عسکره چې په یوه وخت يې د افغانستان او امریکا تابعیت درلود په امریکايي ځواکونو کې تر دندې وروسته په مرستندویه موسسو کې د سلاکارې په حیث کار کاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x