نظــر

د ولاړ الدین څوسن سرګرداني!

kashaf

د امریکایانو له راتګ سره دافغان ولس په کورونو کې د ویر ټغر وغوړېد، د خوشحالیو ځای ژړاوو او خپګانونو ونیولو، د خواخوږۍ او همدردۍ پر ځای کرکې ا ونفرتونه کېناستل، د نکریزو او خوشبوییو ځای سرو وینو او د باردو بدبوییو خپل کړ، د ډاډ او سکون آرامه فضا ډار او ترهې یرغمل کړه! د انساني ، اسلامي او افغاني مینې په کور کې غربي ځانځاني او ځنګلي غربي وحشت دیره شو.

دغه لویې تورې بلا ددې ټولو ناخوالو تر څنګ له ځان سره ځينې هغه څېرې چې ځانونه یې دیني عالمان بلل هم پله بله کړل، فضل هادي شینواری یې له پوهې او علم سره سره تر دې ورسولو چې آخر له الله جل جلاله نه یې غوښتنه دا وه چې دده له سر نه د امریکايي سفیر سیوری کم نکړي! مګر کله چې پرې راغله ددې پر ځای چې امریکا یې په واشنټن، یا نیویارک کې غم خوړلی وای، دهند په لور یې مخه شوه، هلته چې دځانکندن د سختیو په پنجو کې را ګیر شونه یې امریکايی سفیر د درد دوا شو اونه انګریزی سفیر!

فضل الهادي شینواری د امریکا په عضمت باندې په عقيده لرلو کې یوازې نه و، تر ده وړاندې سیاف! چې ظاهر شاه یې داسلام په دایره کې نه پرېښودلو په پای کې یې دکعبې پر ځای سپینې ماڼۍ ته نیت وتړلو! 

بل هغه کس چې د امریکایانو ډالر یې سر ته وختل ولاړ الدین څوسن دی، نوموړی چې ځان عالم ورته ښکاري، ددې پر ځای چې د خپل ولس ددین او عقيدې تر څنګ ولاړ وای، لکه نوم یې چې هم ولاړ الدین ( قیام الدین ) دی، بر عکس ولاړ دین امریکا شو، د خپل دین په مقابل کې د امریکې له دین سره ودرېد، یوازې په ودرېدو یې بسنه ونه کوله، بلکې ددې لپاره چې د خپل لقب مصداقیت یې هم عملا ښودلی وي، د امریکې د ګټو لپاره يې څوس پیل کړ، اسلام آباد ته لاړ، هلته یې شاوخوا لږ او زیات څوس ووهلو، دا چې څه په لاس ورنغلل نو یې درواغو ته مخه کړه، هغه څه چې هلته یې له نورو علماوو سره هوکړه پرې کړې وه هغه یې معکوس خپاره کړل، په دې توګه کله چې نوموړي علما پرې خبر شول، سمدستي یې خبره ور پسې را سپینه کړه، او ټولې نړۍ ته یې په ډاګه کړه چې ولاړ الدین څوسن ( قیام الدین کشاف ) درواغ ویلي! 

سړی نه پوهېږي چې اوس به څوسن صیب څه سوچونو په سر اخیستی وي، ده به غوښتل په دې توګه خپل ولی نعمت خوشحاله کړي، او تر څنګ یې یو دوه درې ډالر اضافه بچت کړي، کېدای شي یو څه یې تر لاسه کړي هم وي، مګر داسې بريښي چې هغه غوړه مړۍ چې ده خېټه ورته خېشته کړې وه لکه چې له ګروت نه یې ووتله.

آخر څه در باندې جبر، د ژوند وروستۍ شپې او ورځې دې دي، په نن او سبا کې د ګور میلمه یې، که نور نه وي د خپل مقتدا ( شینواري ) له خاتمې نه عبرت واخله، سبا به ستا هم څو میاشتې دمه نه خېژي، اوس خو نه دکور سر پرستي در له غاړې ده، نه کوم بل مسولیت درته متوجه دی، ځان دې په خپله سرګردانه کړی، هغه د چا خبره ستنه دې خوړلې ده، کله یو ځای کله بل ځای ځغلې را ځغلې، د ګېډې غم به دې اولادونه درته خوري، ته ولې په لوی لاس ځان سپکوې؟ افسوس ستا پر هغه سپینه ږیره، سپینو جامو، سپینه پګړۍ او اوږده چپنه! داسې نه چې خسر الدنیا و الآخره شي، هر څه دې چې کړي اوس دې کړي، نور الله ته تایب شه، د عالم نوم مه بدوه،داسې نه چې یو په یو دې د اځل څاپېړه پر مخ لګېدلي وي هلته بیا کشف او څوس هېڅ ګټه نه نشي درته رسولی! 

سید ولي حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x