اسلام کی ولی یوه ښځه ډیر خاوندان نشی کولی!

لیکنه : قاري حکیم اللّه صابري-

الله تعالی د ټول انسانیت د فائدی لپاره یو داسی نظام او قانون رالیږلی دی چی دهر انسان د فطرت سره موافق دی، او د انسانانو نه سوا د ټول مخلوق پکی فائده ده، نو راځئ چی ددی خبری د حکمتونو نه ځان خبر کړو چی اسلام ولی دښځی لپاره ډیر خاوندان حرام کړی دی:

1 – د ټولو نه لوی سبب خو دا دی چی د الله تعالی د امر تابعداری ده، ځکه الله تعالی ښځه د څلورو خاوندانو نه منع کړی او سړی ته یی د څلورو ښځو اجازه ورکړی، الله تعالی فرمایې:

فَٱنكِحُوا۟ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ مَثْنَىٰ وَثُلَٰثَ وَرُبَٰعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا۟ فَوَٰحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَلَّا تَعُولُوا۟

ژباړه:
نو کومي (نوري) ښځي چي ستاسي خوښيږي، د هغو له دوو، درېيو یا څلورو سره نكاح وکړئ، خو كه ستاسي سره دا اندېښنه وي چي له هغو سره به عدالت ونه شئ کړای؛ نو يوه ښځه وکړئ، یا له هغو( مینزو) څخه ازدواجي كار واخلئ چي تاسي ته په لاس درغلي دي یعني چي د هغو مالكان ياست. په دې توګه له بې عدالتۍ څخه په ښه شان ژغورل کېدای شئ.

2 – الله تعالی د سړی په فطرت کی د شهواتو سره مینه اچولی ده ،په خلاف دښځی چی د هغی جنسی رغبات دسړی په شان نه وی .

3 – الله تعالی د ښځی بدن کمزوری او لطیف پیدا کړی، او ددی سره پری دحیض او نفاس وغیره په شان مرضتیا هم مقرر کړی ده ، نو ښځه دیو خاوند کارونه سرته نشی رسولی،نو که خاوندان یی ډیر شی بیا خو بیخی نشی.

4 – په اسلام کی دښځی خر چه په خاوند حق دی ،نو یو سړی کولی شی چی څلورو ښځو ته خرچه ورسوی ،خو یوه ښځه نشی کولی چی څلورو خاوندانو ته خرچه ورسوی ځکه ښځه کمزوری ده.

5 – د ښځی بدن کی الله تعالی دمرضونو د مقاومت ماده پیدا کړی چی دهغی په وجه د ښځی عمر د سړی په نسبت زیات وی، او د سړو عمرونه هم کم وی او په جنګونو او نور حادثو کی هم زیات مړه کیږی، نو دښځو تعداد د سړو نه زیات دی، نو مناسب ده چی یو سړی څلور ښځی وکړی.

6 – د واده مقصد دنبی علیه السلام امت زیاتول دی، که یوه ښځه د څلورو کسانو سره واده وکړی، نو په یو کال کی څلور بچی نشی راوړی ،په خلاف دی سړی.

7 – که د یو ښځی سره د یو نه زیات سړی ملاو شی نو د رحم کینسر ورته پیدا کیږی، ځکه دښځی د فرج په سیسټم کی الله تعالی داسی مواد پیدا کړی چی دیو سړی نطفه (منی) پیژنی او هغی کی چی کوم میکروب وی هغه وژنی ،او چی کله سړی ډیر شی نو دغه سیسټم هم خپل کار پریدی چی دکینسر سبب جوړ شی.

8 – کله چی دښځی خاوند مړشی یا یی طلاقه کړی، دکینسر نه دبچاو لپاره اسلام دښځی لپاره عدة مقرر کړی، چی دهغی په وجه دښځی رحم پاک شی د اولنی خاوند د نطفی نه او د نوی خاوند د نطفی د استقبال لپاره قابل شی.

9 – که یوه ښځه ډیرخاوندان وکړی ،دبچی د پلار پته نه لګی چی دا بچی دکوم یو دی، نو د نسبونو ګډ وډی راځي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نعمان
میلمه
نعمان

داخبرې باید شکری بارکزی ته وشي هغې د ډیرو میړانو غوښتنه کړې وه

shirzad
میلمه
shirzad

ډیره ضعیفه او بی محتوا لیکنه ده. دا لیکنی باید هغه څوک وکړی چی په اسلام کی یی زده کړه کړی وی او اسلامی پوهه ولری. مننه