افغانستان

سرپل: صیاد کې قومندان او لس عسکر وژل شوي، ۷ نور طالبانو ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۴ ل): د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې تېره شپه طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې یې مشهور قومندان خیرالله د لسو ملګرو سره وژل شوی او ۷ نور طالبانو ژوندي له ځانه سره بیولي دي.

د صیاد ولسوال عبدالله انصاري پېښه تایید کړي او زیاتوي چې قومندان خیر الله او دهغه لس ملګري په اقسو کلي کې وژل شوي خو هغه د نیول شویو عسکرو په اړه معلومات ور نه کړل.

طالبانو ویلي چې د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یې تېره شپه عملیات ترسره کړي، د عملیاتو په ترځ کې ۴ پوستې نیول شوي او د اقسوی شرقي، اقسوی غربي، نوادار او قره کلي یې تر خپل واک لاندي راوستي دي.

طالبانو ویلي چې ۷ تنه نیول شوي عسکر یې د قومي مشرانو په ضمانت بېرته خوشي کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکرعبدالبصير صافى

زه دا پانه خوښه ووم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x