افغانستان

ننګرهار: تورغر کې امريکايي چورلکو مخ پټي وسله وال کوز کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تېر مازیګر د دې ولسوالۍ اړوند په هجرت کلي کې د بهرنیو ځواکونو چورلکو ګڼ مخ پټي وسله وال کوز کړل.

د دوی په خبره له بېښې څو ساعته وروسته طالبانو هم د سیمې له اوسېدونکو سره اړیکه ونیوله چې ستاسې سیمې ته داعشیان درغلي دي تاسې له موږ سره څه مرسته کولی شئ.

د سیمې قومي مخور وايي چې تر اوسه يې طالبانو ته کوم ځواب نه دی ورکړی، خو دوی وايي چې په خلکو کې وېره ګډه شوې ده او ان ځينو يې کډه کولو ته زړه کړی دی.

د ننګرهار د ولايتي شورا رییس احمد علي حضرت هم د سیمې د خلکو څرګندونې تایيدوي او وايي چې تېر مازیګر د هجرت کلي اړوند په تور غره کې بهرنيو چورلکو مخ پټي وسله وال کوز کړي دي.

د سیمې قومي مخور وايي چې ښکته کړل شوي کسانو تور لباس اغوستی و او تر اوسه يې په دې غره کې ځانونه پټ کړي دي.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي مني چې په هجرت کلي کې د بهرنیانو چورلکې کېنستې، خو د داعشيانو له ښکته کولو ناخبري ښيي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وايي چې په هجرت کلي کې چورلکو ناسته کړې، خو په وينا يې ښايي تخنیکي ستونزه به يې وه.

تر دې وړاندې هم د داعش وسله والو په اړه په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدیر ويلي و، چې د داعش لوړ پوړي مسوولین په دولتي ادارو او بهرنیو سفارتونو کې ازاد ښکته پورته کېږي.

ياده دې وي د ننګرهار په سره رود کې وروسته له هغه د داعشیانو د حرکاتو خبر ورکول کېږي، چې د ظاهر قدیر او داعشي جنګياليو تر منځ د جوړ جاړي راپورونه نشر شول.

که څه هم دولتي سرچينې داعشي جنګيالي خپل مخالفين بولي، خو ګڼ مبصرين دا ډلګۍ د حکومت په خوښه د يوې ډرامې لپاره د دوی لوبغاړي بولي.

د روان کال د لړم په څلورمه د ننګرهار ځايي چارواکو د څلورو لوړپوړو داعشي وسله والو د نیولو خبر ورکړ، خو له نیولو وروسته يې په اړه څه ونه ویل شول.

په ياده نېټه د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل چې د داعش له لوري تش په نوم د کوټ ولسوال قاري یاسر، امنیه قومندان خالد واسکټي، نظامي مسوول او ښاروال ملا ورک او د یوه شل کسیز ګروپ قومندان قاري اسرار د «واقعیت په درک کولو سره» دوی ته تسلیم شوي دي.

چارواکو نه دي ويلي چې ورسره يو ځای شوي داعشيان چېرته او په کومو دندو بوخت دي.

په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د داعش ډلګۍ له لوري د يوې راډيو فعالیت هم خلک شکمن کړي دي، د دوی په نظر له تخنيکي اړخه او د راډيو د خپرونو پوښښ ته په کتو دوی انګېري چې دا راډیو ښايي په کومه دولتي ودانۍ کې خوندي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

هغه ورځ لیری نده چی بغلاوی هم له امریکایی او صلیبی الوتکو ښکته شی تاریخ ثابته کړی ده چی کله په وابی خوارجو زور راشی نو د خپلی بقا لپاره له کفارو سره په هیڅ معامله بندو واز ندی زه درته قسم خورم چی دهغه اوس په کابل کی اکثره امنیتی مولایان په مسجدو کی وابیان دی چی په دروغو د اسلام چیغی وهی اما باطن یی له دومره خبث نه ډک ده چی مه کوه پوښتنه اما زما افسوس د افغانستان خلکو او په هغوی کی بیا خصوصا پښتنو ته راځی چی کله به پوهیږی دداعش جوړښت او مینځ… نور لوستل »

شاه ولی

افغانان ټول پوهیړی چه غوا تور دی او شیدی سپینی دی او نو ر ځه نه لیکم همدا کلمه بس دی

mohammed

والله اعلم په غیبو باندی غږیدل او ګمان کول بغیر د ګناه کبیری نه بله ګته نرسوی داچی دا کار شوی او سوک یی خکته کړی وی نو والله اعلم زکه په هغه زای کی مونږ نه وو او هغه کسان مو ندی لیدلی او پدی هم نه پوهیږو چی پاتی شول اوکه بیرته لاړل دا که دوی داخلک غواړی ړاوړی نو ددی ضرورت به نه وی چی له چورلکو یی خکته کړی دمځکی لاری دیری پریمانی دی او بله خبره داده که دوی غواړی دمسلمانانو په مقابل کی دوی دادسیسه وکړی نو بیا خو به داکار دوی دیر په… نور لوستل »

rekhtiaa

کله چی امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ نو خبره واضحه شوه چی دوۍ د سیمی د نیولو او پراختیا په تکل کی دی د هری ممکنه لاری ځانونه خپلو اهدافو ته رسوی چین، روسیه او مینځنی اسیایی هیوادونه په لومړی هدف کی دی او غواړی چی دا هیوادونه لومړی ټوټی ټوټی کړی او بیا د خپلی خوښی حکومت جوړ او طبیعی زیرمو ته لاسرسی پیدا کړی.

محمدربی آماج

دلته پخوا په کابل ښار کی چی کله د تشنابونو عصری سیپتیک ټانکۍ دود شوی او څرنګه چی دکابل په ښار کی کانالیزاسیون(له تشنابونو د فضله ایستلو)سیستم وجود نلری نو د کابل ښاریانو پخپله یوه کلاسیکه طریقه اختراع (ایجاد) کړی وه او هغه داسی وه چی کله به دکور د بدرفت یا سیپتیک ټانکۍ یوه خوا ډکه شوه، نو د کمود لاره به یی هغی بلی تشی خواته ورخلاصه کړه او بیا به یی دقصابۍ نه د غوایی هماغه دلړشم څخه ډک لرۍ او معده راوړل او بیا به یی په همدغه ډکه سیپتیک ټانکۍ کی ور واچول، پوهیږۍ چی… نور لوستل »

منیر

محمودجانه دی تافه فکردامارت فه مقابل کی چی دتولی دنیا داسلامی دلو خاصتان دجهانی شبکی القائده بیعت ورسره ده باغیان بلل کیدای سی اوسوک چی باغیان ورته وایی آیادابه بیافه حقه وی که دونه معلومات هم درته نه وی نوبیادتافه داعش توف هم شک نشته اوکیداشی فه تورغره کی ناست یی افسوس دی تافه حال

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x