افغانستان

ترکي عسکرو ۶۹ افغان کډوال له ډوبېدو ژغورلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۴ل): د ترکي رسنیو له قوله د دې هېواد سمندري ځواکونو د افغان کډوالو ۶۹ تنه له ډوبېدو ژغورلي دي.

د سرچينې له قوله دغه کډوال چې غوښتل يې د ترکيې له لارې په ناقانونه توګه اروپا ته لاړ شي، په ازمير ولایت کې د ځواکونو له لوري له ډوبېدو ژغورل شوي دي.

د افغان کډوالو دې ډلې غوښتل چې د ترکيې له لارې د یونان چایس ټاپو ته ځانونه ورسوي، چې په ياده سیمه کې يې کښتۍ د توندو بادونو له امله ډوبېدو ته نږدې شوه، خو ترکي ځواکونو تر خوندي ځایه پورې ورسوله.

ياده دې وي تر اوسه پورې یوازې اروپا ته ۱۵۰ زره ناقانونه افغانان په پټو لارو تللي دي.

د ترکيې له لارې يوازې سږ کال ۳۱۳۸ تنه مسافر په اوبو کې ډوب شوي دي، خو لا هم دا لاره اروپا ته د رسېدو لپاره د ناقانونه مسافرو شاهده ده.

څو ورځې وړاندې د کډوالۍ چارو وزیر د مهاجر نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې ناسته کې وویل، چې له دې وروسته به انساني قاچاق قانوني جرم وګڼل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x