افغانستان

د سرکاڼو د استخباراتو مدیر په ماین والوت

Police - Afghanistan - 2

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د استخباراتو مدیر سبزعلي شاه پرون د جمعې په ورځ د ماسپښین په یوه بجه د یوې چاودنې په پایله کې ووژل شو.
ویل شوي چې په پیښه کې د اربکیانو یو قمندان (چې فاروق نومیده) او همدا راز د سبزعلي یو تن ساتونکي هم سخت ټپیان دي. د قمندان فاروق په اړه ویل شوي چې دواړه پښې ئې پرې شوي دي.
ذبیح الله مجاهد وايي چې سبزعلي او فاروق په دونائي سیمه کې پلي روان وه چې د ځمکني ماین چاودنه پرې وشوه.

دولتي چارواکو د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې د همدې ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په ترناب سیمه کې هم دوه تنه اربکیان او یو عراده رینجر موټر له منځه تللي دي.
دغه راز د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ څخه هم د یو ښخ شوي ماین د چاودیدو په نتیجه کې د دوو اربکیانو د وژل کیدو او یو بل اربکي د سختې ژوبلیدا خبر ورکړل شوی.
طالبانو د یادو پیښو مسئولیت منلی او دولتي چارواکو تر دې دمه نه منلي او نه ئې رد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x