افغانستان

د کونړ چارواکي: پر اسعد اباد مو بريد په شا تمبولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۴ل): د کونړ ځايي چارواکي وايي چې د دې ولایت پر مرکز يې د طالب ځواکونو له لوري شوی بريد په شا تمبولی دی.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېل وايي چې طالبانو تېر ماښام د اسعد اباد پر امنیتي پوستو بريدونه وکړل او درې ساعته يې مقاومت وکړ.

نوموړي د طالبانو د څلور تنو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی، خو د دولتي امنیتي ځواکونو د تلفاتو يې په اړه څه ونه ويل.

طالبانو د اسعد اباد د جګړې په اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ولایت په مروره ولسوالۍ کې يې د شپږو امنیتي پوستو د نیولو خبر ورکړی دی.

د ملي دفاع وزارت مسوولینو هم په مروره کې د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي چې طالبانو ته پر مرګ ـ ژوبلې اوښتو سربېره د ملي اردو یو عسکر او د ملي پولیسو یو عسکر وژل شوی دی او يو پولیس ټپي شوی دی.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي چې په دې جګړه کې له امنيتي ځواکونو شپږ پوستې نیولې او دروند ځاني زیان يې ور اړولی دی.

ياده دې وي د کونړ په مرکز کې په داسې حال کې د جګړې خبر ورکول کېږي چې په هلمند کې ګڼ دولتي عسکر د طالبانو په محاصره کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x