شعـــــرونه

غزل ـ همدرد تڼی

د یوچا نوم مې له خولې داسې بې اختیاره ووځي

لکه شهید ستوری راولویږي له مداره ووځي

هغه چې کړي وعدې ماتې کړي شي اور ته نږدې
قیصه چې کله له یوستړي انتظاره ووځي

د قمره ګل شي دهجران شمال واهي یې ورو ورو
میین چې هرکله دوصل له خماره ووځي

موږ اوس دمرگ او ژوند په گډه پوله ژوند تیراوو
د باور نه لرو چې شپه دې په قراره ووځي

چې مري هم دوي قاتلین دوي اوملامته هم دوي
په دې مجبور دي دا وګړي چې له ښاره ووځي

د وخت موسی وي په امسا د کرامت وهلی
خوب مې لیده داسې چې ساه له استعماره ووځي

همدرد تڼيه نو کامل مسلمان مه یې بوله
څوک چې جلا ځي د ملګرو له قطاره ووځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکمت الله حاکمي

..دهلمــــندپه ویاړ داحمـــدې صاحب تازه شعـــر……..نشرونکۍ..حاکمي.2015/12/21/…. ورَځې ته زیرســــه توره شپه ده یاره نه دې وینې…. دزړګې ســترگه یی ړنــــــده ده یاره نه دې وینې…. ګلابه لږوخت انتــظارسه پُسرلئ نژدی دئ…. اوس دخــــزان فــــضاخپره ده یاره نه دې وینې…. په سپــیروخاوروکې ویده دوخت اصیل ګوهــره…. داڅه بدرنګــه زمــانه ده یاره نه دئ وینې…. تاخــولاهوکــړه ددنیادفرعونیت خیالــونه…. هلــــمنده سخـته دې سپه ده یاره نه دې وینې…. اوس به دې ووینـــې په ســرکې دپامــیراوشمــشاد…. لاس کې دې سپینه نشـــانه ده یاره نه دې وینې…. ډیروړنــدوهم کــړې نارې هـغه دې بیــاراروان…. ســتردې هیبت اوهـــم ستاره ده یاره نه دې وینې…. داحـــمدې دهـــــیلو لمره… نور لوستل »

حکمت الله حاکمي

نن ټکي اسيا..ژوندۍ دي وي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x