نړۍ

کویټه: د هزارګانو په سیمه کی چاودني 63 تنه وژلي او 200 یې نور ټپیان کړی دی

نن ټکی آسیا: د بلوچستان په پلازمینه کوټه کي د هزارګانو په سیمه کي زوروري چاودني 63 تنه وژلي او تر 200 یې زیات نور ټپيان کړي دي، چي په وژل شویو او ټپيانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.

د کویټي څخه راپورونه وايي چي پيښه پر کیراني روډ باندي واقع په یو دوه منزله تعمیر کی سوی چي ورته نیژدې یو سکول هم وو، او په سیمه کي د هزاره قوم وګړي چي اکثره یې شیعه ګان دي، استوګن دي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د چاودني مسئولیت د لشکر جنګوي یو ګروپ منلی.

لشکر جنګوي په پاکستان کي د شیعه مذهب په خلاف مسلحه مبارزه کوي، او د شیعه مذهبه خلکو په وژنو کی کي اکثره دوی خپل مسئولیت اعلانوي.

باید وویل شي چي د تیري میاشتي په لسمه نیټه هم په کویټه کي دوه پرلپسې غټي چاودني شوې وی، چی یې پر امنیتي ځواکونو او بله د شیعه ګانو په یوه بله سیمه علمدار روډ کی سوې وه، چي له کبله یې په دواړو چاودنو کي 93 تنه وژل شوي او تر 200 زیات نور ټپیان شوی وه، چي په هغه کي هم اکثریت د هزاره قوم وو.

د پولیسو د جګ پوړو چاوراکو په وینا ددې چاودني لپاره 80 کیلو چاودېدونکي توکي استعمال سوی وه، چي د تعمیر سره نیژدې ځای پر ځای شوی وه، او له د چاودني له کبله دوه منزله تعمیر بیخی له منځه ورسره تللی.

د پولیسو یو جګ پوړي چارواکي وزیر خان رسنیو ته ویلي چي پيښه د مذهبي تشدد یو کړی مالومیږی چي په دې وروستیو کی په کویټه ښار کي خورا زیاته سوی ده.

د بلوچستان نوی والي ذو الفقار مګسي صبا د یکشنبې ورځ د ماتم ورځ اعلان کړی، او د پاکستان وزیر اعظم، صدر، او نورو سیاسي مشرانو دا پيښه غندلی او دا یې د قتل عام یو وحشتناکه فعل بللی.

په کویټه ښار کی د هزاره قوم سیاسي او مذهبي تنظیمونو هم سبا ورځ د احتجاج ورځ بللی، او په ښار کي د هړتال (بندیز) اعلان کړی.

چي په پاکستان کي دشیعه مذهب په خلاف مبارزه کوي،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x