نظــر

په سنګین کي اوس څه تیریږی؟

حاجي غلام محمد معصومي

پوره لس کاله کیږی چی د هلمند ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کي درنه جګړه روانه ده خو دې جګړي د ډیرو او فغانانو په ګډون دبې شمیره خارجیانو سرونه هم وخوړل، ډیره شتمني ورکه سوه د بیا رغونی کارونه په ټپه ودر یدل هر کال هره میاشست نوی نوی پروګرامونه شروع کیدل،خو د وخت په تیریدو سره به په نا کامی پای ته رسیدل.

د دې مثالونه ډیردي، خو زه یوازی د ذوالفقار د عملیاتو خبره در سره شریکوم هغه دا، چي د هلمند په ولایت کی دذوالفقار د عملیاتو د شروع سره د مر جې، نا دعلی اوموسی کلا ولسوالی خلګ د سختو مشکلاتو له کبله لښکر ګا ته راکډه سول او ویل یی چی ډیر ژر به بیر ته خپلوکورونو ته ولاړسي، خواوس هم د ملی دفاع وزارت وایی چی د هلمند په ډیرو ولسوالی کی جنک دی.

د موسی کلا د سقوط سره سم هلته روان حالت نور هم خراب سو بې شمیره ټانکونه د ملی اردو وسلي او مهمات دموسی کلا څخه وسله والو طالبانوسنګین ولسوالۍ ته یوړل او هلته یوازی ۴۰ اینوی ټانکونه توپونه، رنجرموتران ورک یا تخریب سول او تر ۱۰۰۰زیات وسله وال اوددولت جنیګیالی ووژل سول.

زما ښه په یاد دي چی د هلمند خلک له خپلو کوچنیانو سره تر کندهار پوری کورونه راوستل او د لوي ویالي په سیمه کی یی د خپلوانو په کورونو کی یا د کرايې په کورونو کی میشت سول تر دي تر مخه په۲۰۱۰ کال کی د مرجي ولسوالی عملیات د لومړی ځل لپاره د افغان ځواکوله خوا اداره کیدل او هلته هم تر ۱۵۰۰نفر زیاد وسله وال او دولتی عسکر او ملکی خلګ ووژل سول،چی دولت ډیره ښه عملیات وبلل.

په لس کاله دري واری موسي کلا، ۲ځل مرجه ولسوالی ۲ځله د سنګین ولسوالی سقوط وکړ او اوس چی وسله وال طالبان د هلمند ولایت د لښکر ګاه ښار تر څلورمي حوزی(باباجي) پوري رارسیدلي دي دا دی دسنګین ولسوالی هم یوځل بیا د وسلوالو لاس ته ولوېده.

سنګین دشمالی هلمند ولایت یوه ډیره مهمه ولسوالی ده او داولسوالی د یوه پله ارزښت هم لری د کندهار له غورک او د روزګان ولایت ځیني برخي د شمالی هلمند اوګرشک ولسوالۍ سره مشترکه پوله لري، چي اوس د سنګین ولسوالۍ جګړې اوس یادي سیمی ټولي له ګواښ سره مخ کړی دي.

که ددرنو لوستونکو په یاد وي دا څوکاله د سنګین جنګ یوازي تربازاره پوری محدود و، خو اوس د ځینو رسنیو په قول په دغه ولسوالۍ کي تر دوه سوه د زیاتو د پرتو جسدونو یادونه کړې، خو سیمه ییز مسؤلین یوازي نیوي تنه مړي مني اود بیړنیو مرستو څانګه بیا وايي په دې مړو کي پنځلس بې ګناه کسان هم له منځه تللي دي.

د ملي دفاع وزارت رسنیو ته په خپلو لیږل سویو خبرپاڼو کي د لسهاوو وسله والو د مرګ ژوبلي دعوې کوي، خودامهال، چي د سنګین بازار د جګړې له امله بند دی اود دغي ولسوالۍ اکثره سیمي د وسله والو مخالفینو په لاس کی دي، بې شمیره وسله وال سیمي ته ورغلي دي.

یوسیمه ییز دولتي قومندان رسنیو ته د ټلیفون پرکرښه رسنیو ته ویلي دي، چي که چیري له کابل څخه له پولیسو سره مرسته ونه سي، نو بیادي په هلمند کي د وژل کیدونکیدونکو سرتیرو لپاره دوه سوه قبرونه وکیندل سي، داپه دې معنی، چي موږ په وږي نس سر ور کوو، خو سنګر نه، خو له بده مرغه لوړپوړي چارواکي ددغو په جګړه کي د ښکېلو سرتیرو پر خبرو او غوښتنو غوږ لاهم نه ګروي.

حتی په هلمند ولایت کي خپله دولتي مسؤلین یوخوله او یو زړه نه دي، مرستیال محمد جان رسولیار یوڅه وايي، خو والی يې بیا بله نغاره ډنګوي.

اوس پوښتنه داده، ولي هره ورځ په هلمند کي اور بل دی او په دې بل سوي اور کي افغان سرتیري او عام خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي؟

اصلي پوښتنه داده، چي دلته چا د جګړې نغری تود ساتلی دی؟

دغه جګړې ته پيلوځي څوک برابروي؟

اوپه دې اور د چا جېب تودیږي؟

په هلمند کي د کوکنارو کرکیله، د نشيي توکو قاچاق اود هغه ولایت څخه نورو هیوادونو ته انتقالولو لپاره باید په هلمند کي اوربل او کټوي باندي وي.

په ټول هیوادکي د ملکي خلکو دسر، دین، مال، عزت او ناموس د ساتني په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اټل

وروره دا څنګه ازاده او بې طرفه خبریال اژانس دی ؟ ایا تاسو خبر نه یاست چي دا اور چا بل کړی ؟ دا وینې څوک تویوي او دا چا په خوله څوک جنګېږي ؟ طالب څوک دی ؟ دا چا په ولکه کي دی ؟ زما په اند خو یواځي تاسو نه بلکې ټول افغانان پوه دي چي دا د پاکستان جنګ دی هغه د پنجاب جنګ دی چي احمد شاه بابا پیل کړی وو نن هغه پورونه د طالب په لاس را څه اخلي .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x