security councle un

پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه یو کال نور وغځېدل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر طالبانو هغه بندیزونه د یوه بل کال لپاره وغځول چې د امریکایانو د یرغل سره یې د طالبانو پر یو شمېر مشرانو ولګول او هغوی یې په تور لیست کې شامل کړل چې له مخې يې هغوی بهرنیو هیوادونو ته سفر نه شي کولای.

د امنیت شورا له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې هر کال دغه بندیزونه غځوي. سږکال دغه بندیزونه په داسې حال کې غځیږي چې د سولې مذاکراتو لپاره تر بل هر وخت زیاتې هیلې راټوکیدلي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړو هیوادونو په یوه خوله دغه پریکړه د یوه بل کال لپاره په هغه غونډه کې وکړه چې په ځانګړي ډول یې د افغانستان په اړه دایره کړې وه.

باید وویل شي چې د طالبانو پر مشرانو اقتصادي بندیزونه او د سفر بندیزونه په داسي حال کې هم ادامه لري چې د دغه تحریک یو شمېر مشران په قطر کې د سیاسي بهیر په ترڅ کې د سولې لپاره د هلو ځلو په غونډو کې ګډون کوي.

د ملګرو ملتونو له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امنیت شورا د افغان حکومت او طالبانو تر مینځ د سولې د مذاکراتو غوښتونکې ده، خو زیاته کړې یې ده چې بیا به هم د طالبانو پر مشرانو د سفر بندیزونه ادامه ولري.

د امنیت شورا د طالبانو د مشرانو لپاره د سفر اجازه د افغان حکومت له موافقې سره تړلې او مشروطه کړې، او ویلي یې دي چې د اړتیا په صورت کې افغان حکومت کولای شي چې د سولې په پروسه کې د ګډون کوونکو ځانګړو طالب اشخاصو په اړه د سفر بندیز د موقتي لیرې کیدو غوښتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا همدا راز د یو شمیر هیوادونو څخه غوښتي چې د وسلوالو ډلو او اشخاصو له مالي ملاتړه لاس واخلي خو دوی د کوم هیواد نوم نه دي اخیستی.

د امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی نیکولای هیسم هم وینا کړې، نوموړي د افغان حکومت د هغه دریځ ملاتړ وکړ چې غواړي د طالبانو سره د سولي پروسه پیل کړي.

طالبانو په ۲۰۰۹ کال کې د سولې مذاکراتو تر پیلیدو مخکې د اعتمادجوړونې لپاره د سیاسي دفتر پرانیستنه، د تور لیست ختمول او له ګوانتنامو څخه د طالب مشرانو ازادول شرط ګرځولي و، خو لا هم د مذاکراتو د پیل لپاره د طالبانو د دغو شروطو په وړاندې خنډونه پراته دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د