نظــر

په تګاب کې وحشیانه عملیات

تګاب ولسوالۍ کاپیساولایت پورې تړلې ولسوالۍ ده دکابل ختیځ د شمالی او مشرقی تر منځ پښتون میشته ولسوالۍ ده چې همداپښتویې سترعلت ګڼلې شوچې په یادې ولسوالۍ دانصاف ټولې دراوازې تړل شوې اوهرجابرخپل زوردتګاب په مظلوم ولس …ازموئیلې اوتراوسه داناورین روان دې چې په دې حکومت کې نوره هم وده کړې اووخت ناوخته په یوه اوبله بهانه دخلکووژنه لپاره وحشې یرغلګراوترڅنګ یې لاسپوڅې نوموړې ولسوالۍ بریدلاندې نیسې چې ده هواڅخه تیارې خپل وړانده بمونه راغورځوې چیرته مسجد شهیدوې چیرته ښوونځې ورانوې چیرته دحاجي ستړې مشې ته څوک تلې وې پرې بمونه اوروې اوداسې نور….

په کلواوکوروهم خلاصې تڼۍ ڼنوځې دبیګناه اوعاموخلکولاسوته کړۍ اچوې بندیخانې پرې ډکوې چې بیرته ده هرکس په راخوشې کیدلو لکونه افغانۍ حکومت کې ناست رشوت خواره اخلې چې داده مظلوم ولس په سربل تجارت روان دې.

له بل لورې داربکیانوڅخه خلک سوراورکې ولاړې دې هغه خلک اربکیان شوې چې پخوایې غلا اوشوکې قتلونه اونورې بیلاریانې کولې اوس ورسره دحکومت سلاح ده هغه خپلوغیرانسانې کړنوته په قانونې توګه آدامه ورکړې،درسنیو په خولو هم مهرنi وهل شوې چې دغه ظلم اووحشت دخلکوترغوږوورسوې:

څو ورځې کیږې چې یوځل بیادتګاب په ځمکه دظلم اوربل دې دمړه کولو څوک یې نشته ځنې پرې داوبو پرځاې تیل پاشې خوتراوسه هیڅ رسنۍ داخبر ندې راخیستې په درې څلورورځوکې دشلوڅخه زیات کسان په شهادت رسیدلې په لسګونه نوریې بیګناه بندته اچول شوې اودحکومت کسان دا آجازت هم چاته نه ورکوې چې په مړوجنازې وکړې اویاده زخمیانوعلاج وکړې>

جاسوسان یاده ډالروسپې ګرځې کوم کورکې چې دزخمې څرک ولګیږې هغه کورده تروریستانو په لیست کی شامل کړي چې بیخې دځمکې سره هوارولوامکان یې هم شته ولوکه پکې ماشومان ښځې اوسپین ږیرې وژل کیږې، دکله څخه چې بسم الله خان د کورنيو چارو وزارت واګې ترلاسه کړې په دغه پښتون میشته ولسوالۍ کې ظلم اوجبر یو په څو شوې.

داهغه څه دې چې مسعود یې څو کاله وړاندې آرمان کړې ووهغه داسې چې مسعود ده غره څوکې ته ختلې وواوده دوربین مخې یې تګاب په لوراړولې وو وې لیدل چې دتګاب باغونه داناروپه ونو ډک دې اوپه ډاګو کې شنه فصلونه ولاړ دې ملګرو ته مخ اړولې وو چې تګاب درڅخه تراوسه څنګه داسې په امن کې اوتازه پاتې دې خو هغه ارمان یې اوس بسم الله خان پوره کوې نه پوهیږم چې تر څو به دمسلمانانو سره په ځانګړې توګه دپښتون په تاټوبي ده غم دا وریځ ولاړه وې اوهرځاې کې به پښتون سره ظلم اوناجایزه کیږې.

نور اغا –

د نن ټکی آسیا بحث فورم غړی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x