نړۍ

عراقي ځواکونه د داعش مهم مرکز رمادي ښار ته داخل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱، ۱۳۹۴ ل): عراقي ځواکونه د سني قبایلو او شیعه ملیشو په ملتیا د داعش تر واک لاندي د عراق مهم ښار رمادي ته داخل شوي او هلته یې درنه جګړه پیل کړي.

د عراقي پوځ د ترهګرۍ ضد قطعو ویاند صباح النعماني وویل چې د انبار ولایت پر مرکز رمادي ښار نن سهار بریدونه پیل شول، پوځ کوښښ کوي تر څو د ښار کنترول په خپل لاس کې واخلي.

نن سهار د برید د پيل سره سم داعش وسلوالو د پوځ او شیعه ملیشو پر هغه ډله سرتیری موټر بم برید وکړ چې د رمادي ښار شمال لوري ته په یوه کلي کې راټول شوي وه، په برید کې د پوځ او ملیشو ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.

په یوه جلا پېښه کې لږ تر لږه ۸ ملکي وګړي چې ډیری یې ماشومان دي هغه وخت ووژل شول کله چې هوايې ځواکونو د رمادي شمال لوري ته د استوګني پر یوه سیمه بمباری وکړي.

رمادي ښار چې دعراق د پلازمېني بغداد په ۱۲۰ کلومتری کې موقعیت لري، داعش وسلوالو په مئ میاشت کې د عراقي ځواکونو څخه ونیوی او تر اوسه ددوی په ولکه کې دی.

پوځ وایې د ښار نیمایې برخه یې خپله کړي چې په هغې کې د قوماندي مهم مرکز هم شامل دی.

د داعش وسلوالو له لوري د رمادي ښار نیول د عراق د پوځ لپاره ستره ناکامي وه ځکه چې رمادي د عراق د لویو ښارونو څخه دی او همدارنګه په عراق کې د تر ټولو لوی ولایت انبار مرکز هم دی.

رمادي د عراق د تجارتي ښارونو څخه شمېرل کیږي او ددې ښار څخه د اردن او سوریې لویې لاري هم تیري شوي، که چېري عراقي ځواکونه رمادي ونیسي دابه د داعش لپاره ستره ناکامي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

په دواړو می نه ایسی الله چ دی دواړه تباه کړی ، وایی شغال هم د لیوه زوی دی ، د عراق اوسنی حکومت د غنی او کرزی غلامه اداره ده چه له بهره د امریکا او انګریزانو په ټانکو او الوتکو سپاره عراق ته راوړل شول ، او داعش د افغانستان دغلامی اداری سره د پیاوړتیا په خاطر چه طالبان پری وویښی او د عراق د غلامی اداری د لا غلامولو د پاره له داعشه استفاده کوی او دریمه ګټه یی دا چه داعش په د دوی ښکاری باز یا سپی وی هر چیری چه مجاهدین پیدا کیږی داعش… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x