نظــر

پاکستان د نوې تباهۍ په درشل کې

سليم ساپي-

انجينر مومند د افغانستان وتلی هنرمند دی، نن سبا امريکا کې ژوند کوي، دی د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله خپلوان دی، د نجيب واکمنۍ پر مهال د کابل راډيو تلويزون د موسيقي څانګې مسوول و.

د نجيب حکومت له نسکورېدو وروسته انجينر مومند پاکستان ته په دې تمه راغی، چې د کميونستانو په زمانه کې دوی د پاکستاني ملتپالانو ډېر خدمتونو کړي او په همدې نيت بلوچستان ته د هغو پښتنو ځای ته ورغی، چې د ډاکټر نجيب په دسترخوان يې ښې مزې کړې وې، مګر له څو ورځو وروسته انجينر مومند پوه شو، چې د کوربنو زړه يې موړ دی او هغه پښتانه نه دي، چې د ډاکټر نجيب په دسترخوان وو. انجينر مومند اړ شو، چې پېښور ته راشي او د هر هغه پښتون دروازه يې وټکوله، چې د کابل دايمي مېلمانه به وو، مګر په ډېره لنډه موده کې انجينر مومند په دې پوه شو، چې د افغانانو په نوم سياست کوونکي خلک له خپل ځان او کورنۍ پرته هېڅ کار او غم نه لري او له ډېرې مجبورۍ زموږ غوندې کارګرانو ملګرتيا يې پيل کړه او پېښور کې يې د خپل لاس مزدوري پيل کړه.

انجينر مومند هڅه کوله، چې ماته د رباب زده کولو ناکامه هڅه هم کوله او وخت په وخت به يې موږ ته د افغانستان تاريخي کيسې هم کولې. د کابل خونړيو پېښو په اړه به يې دا سندره «ژاړي د کابل جينکۍ کابل يې وران کړ» په داسې غمجن انداز کې زمزمه کوله، چې موږ به هم ورسره ژړل او همدا رنګه کله به يې داسې خوندورې کيسې هم کولې، چې له خندا به مو بډوډي خوږېدل. هغه به د پښتنو له بې اتفاقۍ ډېر ځورېده او ويل به یې، چې د پښتنو دا سيمه د دوزخ يوه کنده ده، چې موږ ټول په کې پراته يو. يوه ورځ يې وويل، چې هېڅ پښتون به هم دوزخ ته نه ځي. ما ترې د دليل پوښتنه وکړه، نو هغه وويل، چې پښتانه د ډيورينډ دواړو غاړو ته عملا د اور په لمبو کې ژوند کوي او د کايناتو رب هېڅکله داسې نه کوي، چې يو قوم دې دلته هم په دوزخ کې وساتي او اخرت کې هم.

هغه يو ورځ دا کيسه هم کوله، چې يو وار يو بزرګ خوب کې د دوزخ په سفر تللی و، نو ګوري، چې د دوزخ په هره کنده يوه فرشته ولاړه ده او کوم دوزخي، چې د نورو ملګرو په مرسته له دوزخه د وتلو هڅه کوي، نو څوکيداره فرشته يې بېرته ورټېل وهي، مګر يوه کنده داسې هم وه، چې هلته کومه فرشته نه وه ولاړه. بزرګ پوښتنه وکړه، چې دلته ولې پيره دار نه شته، نو ځواب راغی، چې دلته د څوکيدار اړتيا نه شته؛ ځکه، چې دلته پښتانه پراته دي او هر پښتون چې له دوزخه د وتلو هڅه کوي، نور يې له پښو رانيسي او بيا يې لاندې راغورځوي.

نن سبا، چې زه د افغانستان، قبايلي سيمو او پښتونخوا حالات ګورم، نو د انجينر مومند هغه خبرې ډېرې راياديږي او د دې سيمې د تکړه، هڅاندو، وفادارو، مګر بد بختو خلکو په قسمت ژړا راځي.

نن سبا ټوله نړۍ د دې سيمې په اړه فکر کوي او که د دې خلکو له غمه بې پروا دي، هغه يوازې او يوازې د دې سيمې ليډران دي. که افغانستان ته وګورو، چې دواړه لوري د خپل ژوند بقا په جګړه کې ګوري.

که طالبان او حزب اسلامي د سياسي بهير برخه شي، نو د کابل د اوسنيو چارواکو اهميت او حثيثت صفر کې ضربيږي، جګړه پای ته رسيږي او دې وخت کې بيا طالبان د اوسنيو چارواکو ځای نيسي. د جګړې پر مهال کابل ته هم له ډېرو هېوادونو پيسې راځي او طالبانو ته هم ګڼ هېوادونه پيسې او وسلې ورکوي، مګر د سولې او امنيت په وخت کې دواړو ډلو ته ځان بې کاره بريښي.

افغان ولسمشر اشرف غني د ټولې نړۍ پر وړاندې سر کوزولو ته تيار دی، مګر د خپلو افغان طالبانو پر وړاندې سر نه ټيټوي. همدا رنګه طالبان، چې د دوی افغانيت او اسلاميت د نورو هېوادونو په مرسته او همکارۍ نه خرابيږي، مګر افغان حکومت سره د خبرو لپاره بيا دغسې تياری نه لري.

د سرحد دېخوا که وګورو، نو اسفنديار ولي خان د ټول پښتون قوم د سياست دعوه کوي او مور يې بيګم نسيم ولي خان وايي، چې دا د ټولو پښتنو مور ده، مګر ولي باغ کې د ولي خان ښځه او زوی پر يو ټغر کيناستو لپاره نه دي تيار.

محمود خان اڅکزی، چې د لر و بر پښتنو د يو والي خوبونه ويني او د خپل قوم هېڅ مخالف ته هېڅ اسانتيا ورکولو ته نه دی تيار، مګر د پنجابي صدر اعظم نواز شريف د ګټو لپاره د چين او پاکستان په اوسنيو اړيکو غلی دی او دا کار هېڅکله د خپلې پښتونولۍ لپاره عيب نه بولي.

د پښتنو ملتپالو د مشرۍ يو لاس د کندهار د يو قوماندان په لاس کې دی او بل لاس يې د کوټې مشر قوماندان سره. همدا رنګه يو پښتون د نواز شريف په پښو کې وي او بل يې اصف علي زرداري په پښو کې او کوم عام پښتون، چې کله د خپلې بقا لپاره د کوم حکمت او مصلحت خبره کوي، نو همدا مشران يې بيا د خپل ولس په سترګو کې خاين او د قوم دښمن معرفي کوي.

همدا رنګه پښتنو کې، چې کوم خلک د مذهب په نوم سياست کوي، دوی د سرونو سوداګر دي، د دوی سياسي دوکانونه له تېرو دېرشو کالو د افغانستان په نوم چليږي، مګر دوی سره د دې سيمې د ستونزو حل لپاره هېڅ لاره نه شته. لومړی دوی ټول پښتانه حتا خپل ايمانونه د شوروي اتحاد مقابلې لپاره د جنرال ضياءالحق په خدمت کې ورکړل. دوی به ويل، چې شوري اتحاد له افغانستانه ووځي، نو ستونزه حليږي. شوريان ووتل، نو افغانستان سره پاکستان هم دوزخ شو، مخکې افغانان د پرديو له لاسه وژل کېدل او دغه وخت نو بيا افغان د افغان له لاسه وژل کېده، مسلمان د مسلمان له لاسه او مجاهد د مجاهد له لاسه.

له تېرو پنځلسو کالو راهيسې، دوی عمران خان سره په ګډه د جنرال پروېز مشرف دوه مخيزه لوبه ښه توده وساتله او دوی ويل، چې امريکا له سيمې ووځي، هر څه به سم شي؛ اوس، چې امريکا له دې سيمې په وتو ده، نو دوی سره د ستونزو حل لپاره هېڅ فورمول نه شته.

کوم وخت، چې امريکا له افغانستانه د خپلو عسکرو د وېستلو تاريخ اعلان کړ، افغانستان کې د ځمکو قيمت پنځوس سلنه راپرېوت.

دلته پاکستان کې د امريکا د ناکامۍ خاموشه خوښي نمانځل کيږي، مګر دې سره سره پر افغانستان د غمونو او تباهۍ داسې وختونه راروان دي، چې تېر وختونه به مو له ياده ووځي.

د شوري اتحاد له وتلو وروسته افغانستان کې دوه فکره خلک وو. مسلمانان او لېبرال کميونستان، مګر اوس خو اسلامپالان هم لسګونو ډلې او د کابل چارواکي هم لسګونو ډلې ټپلې دي، وسلې هم له پخوا څو چنده زياتې دي. پخوا افغانستان کې يوازې د پاکستان، ايران او روس د لابي خبره کېده، مګر اوس خو له څلوېښتو زيات هېوادونه په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره فعال دي. درې څلور ازبک ډلې، څلور پنځه تاجک ډلې، د هزاره ګانو هم څو ډلې دي، پښتنو کې د اشرف غني جلا او حامد کرزي ځانته ډله ده، همدا رنګه هر مهم او مخور سړی ځانته جلا ډله لري، همدا رنګه طالبان، ټي ټي پي، ازبک، چيچنايان، حزب اسلامي او اوس خو په کې داعش هم راپيدا شو. لنډه دا، چې اوس خو به سلګونو ډلې د يو بل پر ضد وسله پورته کوي او خدای دې نه کړي، چې کور پر کور به جګړه وي.

د شوري اتحاد له وتلو وروسته د افغانستان کورنيو جګړو کې توکميز رنګ کم و او که اوس داسې پېښه کيږي، نو د نورو ستونزو تر څنګ به د قوميت او توکمپالنې برخه هم په کې زياته وي او که دغه جګړه پيل شوه، نو پاکستان ته به هم رارسيږي او هېڅوک يې مخه نه شي نيولی، بلکې د نړۍ څو هېوادونه به هڅه کوي، چې دا اور پاکستان ته وغځوي. نواز شريف سره خو د دې خبرو هېڅ غم نه شته او هغه خو يوازې او يوازې د موټروې جوړولو په غم کې دی او کله، چې دا اور پېښور ته راورسيږي، نو دا اور به بيا د همدې موټروې له لارې د څو ورځو پر ځای په څو ساعتونو کې اسلام اباد، لاهور او کراچۍ ته ورسيږي.

له همدې امله زه عاجز بنده له چارواکو غوښتنه کوم، چې د افغان حکومت د بې عقليو د ځواب پر ځای، چې هر څنګه وي افغانستان کې د امنيت راوستو لپاره هلې ځلې وکړئ، د افغانستان امنيت د پاکستان اړتيا ده، زه نه پوهېږم، چې موږ به کله پر دې خبره پوه شو، چې د افغانستان امنيت او ثبات له افغانستانه زيات د پاکستان اړتيا ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

ګر چی زه ددی مقالی لیکوال ته احترام لرم اما پدی مقاله کی یی سربداله خبری کړی دی په یوه موضوع یی توجه او تمرکز نه دی کړی دا غر او هغه غر یی ویشتی دی د شوروی اتحاد له ماتی وروسته تر اوسه دافغانستان د ټولو بدبختیو اصلی عامل امریکا او بیا ورپسی دوه ګاونډی هیوادونه پاکستان او ایران دی چی تر ډیره یی د امریکا برنامه او پلان تراوسه مخته وړی ده په دوه صورتونو کی د افغانستان جنګ خاتمه پیداکولای شی یا دا چی باید افغانان امریکایانو ته تسلیم شی ټولو استعماری او ناروا موخو او پلانونو… نور لوستل »

غوربندی

ساپي صيب

تاسو ته سلام او احترام

تاسو د مولاک سیب فضل الرحمن شانته شخصیت لري

د هغه سيکه د سک، مدعی د اسلام، عامل د شیطان، ریشه وهونکي د افغان، پاسبان د پاکستان، دشمن د هندوستان، خلاصه دا چی هر شي ده لکه تاسو،

خفه نشی جانانه،

ستا په جان او دل پاکستان پسی د ديرو مظلومو او محکومو انسانانو آزار ده، ستا دا ليکنه آو توصیه يي ولا که بچ کري

ا

زه د ساپی صاحب په لیکنه عمومی اعتراض لرم مګر په ټولنیزه توګه د اعتراض یا د تردید وړ نه ده ، مونږ اول د خالد صاحب او نورو ورونو تبصری ولوستلی ویریدم چه ساپی به داسی څه لیکلی وی چه ټوله لیکنه یی د پوښتنی لاندی راغلی او که داسی لیکنه هم وی ، مونږ یواځی د هغه ټکو په رد یا تایید یا ارزونه کوو نه د هغه کس په شخصیت ، مګر هغه چه په لیکنه کی یی بی مورده کنځل یا توهین احساس شوی وی . زما له نظره په دی لیکنه کی ډیر مثبت ټکی… نور لوستل »

محمدصادق

ډيره مثبته ليکنه يي کړې ده حقايق يي واضحه کړي
او هغه کسان چي کنځلې يابدې خبرې کوي داددوی دشخصيت کمزوري ده
ځکه تنقيد لپار ه داصلاح وي نه لپاه دجرحې
نودلته کوم تنقيدونه چي شوي دې اصلاحي مواد نشته پکې
ټول تقريبا دجرحې مواد دي
الله پاک دې له ماسره ټولو وروڼوته هدايت وکړي

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x