شعـــــرونه

غزل – غوړېدلي ګلابونه مي خوښېږي

غوړېدلي ګلابونه مي خوښېږي
پاس دزاڼوقطارونه مي خوښيږي

داجګ غرونه شنې درې مي ګران وطن دى
داقطار دنګ چنارونه مي خوښېږي

دبې ننګو له دوستي نه امان غواړم
غيرتمنديم غيرتونه مي خوښېږي

دبدي په مټ جنګونه دي اورواخلى
تربڼو لاندي جنګونه مي خوښيږي

سازاوډول سره شيطان دى ځان ترې ژغورم
جوماتونه او ذكرونه مي خوښېږي

دغريب دكور سړې ډوډئ نه جارشم
دښكاريانو كبابونه مي خوښېږي

چي ددين دپرمختګ په خاتركيږي
داسي ستر للي فكرونه مي خوښېږي

دذاكر او دتكل به لاس نيوى كړم
دحماد صيب شعرونه مي خوښېږي

شايي زما ديارانې شرط يې قبول كړ
راته وايي حجابونه مي خوښېږي

ځه چي دواړه په اخلاص ورشوالهامه!
دغازيانو سنګرونه مي خوښېږي

2012/04/15

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x