ټولنیزه برخه

نوو فارغانو ته د علماوو مشورې او سپارښتنې

ويناوال: شيخ الحديث مولوي محمد سعيد ذاکري
ليکنه او ترتيب: عبيدالله محبوب

د افغانستان د زرګونو، میلونو شهیدانو وینې نه هیروو، د شهيد پر کورنۍ به رحم کوئ، د بندي پر مور او پلار به رحم کوئ، د شهید پر یتیم به زړه سوی کوئ، په خاصو مواقعو او مراسمو کې به د شهید پر کور پوښتنه کوئ، د شهید بچي چې ووينئ، د خپل بچي په مخکې به ناز د هغه بچي ته ورکوئ، د شهید د یتیم بچي پر سر به د رحم او شفقت لاس تیروئ، د شهید مور، چې د اختر په ورځ د مبارکۍ زوی نه لري، د هغې، مبارکۍ ته به ورځئ، په کلي او محله کې چې د چا زوی بندي وي، د هغه د مور او پلار سره به داسې سلوک کوئ لکه ته چې د هغه زوی يې، د هغه زوی پر دین بندي شوی او یا شهید شوی دی، د شهید د کونډې خپل تر وسه سرپرستي وکړئ.

د هر چا په کور کې شهید سته، د هر چا په کور کې کونډې سته دې او اوس هم هره ورځ دا لړۍ جاري ده نوې نوې کورنۍ نړيږي، ماشومان يتميانيږي او ښځې کونډيږي.

تاسې چې دلته سبقان وویل تاسې چې دا د فارغیدو شپې وکړې دا مو د هغو شهيدانو د وینو پر زور وکړې، چې دا شپږدیریش کاله په دې هېواد کې شهيدان شوي دي.

که زموږ د دې هېواد د مجاهدینو جهاد نه وای، اوس به په دې ملک کې روسي کونستي نظام پلی او پیاده وای. د دې نورو کفارو رنګ ته به ضرورت نه پیدا کیدای.

خو! دا د هغو په هدريکو کې ښخ د بې قبره شهیدانو چې چاته ئې قبر هم نه دې معلوم موراو پلار يې اوس هم په قبر پسې سرګردانه ګرځي، یا تر بلدوزرو ژوندي لاندې شول او یا په محبسونو کې مړه شول، پر هغه مخ محبسونو کې چنجیانو وخوړل او یا يې نوکان په ژوندوني ځینې او کاږل او یا يې پر سرنو میخونه ټکوهل سول.

خدایه ډیر ظلم راباندې شوې دې.

«ومانقمو منهم الا ان یؤمنون بالله العزیزالحمید»

خدایه ستا پر دین چې پر تا مو ایمان دی،خدایه ستا پر دين ډاډ، سکون او استقامت راکړه.

خدایه دې هېواد او ټولې اسلامي نړۍ کې ستا د دین بیرغ رپانده ولره، خدایه دې نوو فاضلانو او نورو طالبانو ته ټولو علماوو ته توفیق ورکړه چې په خپلو کې سره اتحاد او اتفاق وکړي.

موږ تاسې ټول بايد د قلم، کتاب، تورې، د زړه مينې او محب په زور په يوه خوله او يوه ژبه د دين خدمتونه وکړو او د شريعت د نفاذ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x