ټولنیزه برخه

د سقراط په اند دبریالیتوب راز!

عبدالمتین حامدي-

یوځوان له سقراط نه دبریالیتوب راز پوښتنه وکړه. سقراط ورته وویل «سبا د سیند خوا ته راشه چې درته ويې ښيم».

سبا ځوان په ډېر شوق سره د رود غاړې ته ورغی. سقراط له ځوانه وغوښتل چی د رود غاړې ته ورسره غاړه پر غاړه ولاړ شي.

ځوان ورسره پر لاره روان شو.

د رود غاړې ته ورسېدل، په اوبو ورګډ شول مخکې پکی لاړل تر څو اوبه یې تر اوږو  ورسېدې، ناڅاپه سقراط ځوان را ونیو او په اوبو کې یې ډوب کړ، ځوان په ډېرې ناهیلۍ سره د خلاصون هڅه کوله، ولې سقراط دومره قوي وو چې هغه یې خلاصون ته نه پرېښود، ټينګ یې نیولی و، تر هغې چې رنګ یې بدل شو، ځوان بالاخره وتوانېد چې ځان خلاص کړي، کله چې د اوبو سرته شو، نو تر ټولو لومړی یې ژوره ساه واخېسته.

سقراط له نوموړي پوښتنه وکړه چې په اوبو کې تر ټولو زیات د څه شي لیواله وي. هغه وویل د «هوا». سقراط وویل «هر وخت چې پدغه اندازه دبریالیتوب لیواله شې» نو تر لاسه به یې کړې. بریالیتوب تر دې ها خوا بل راز نلري .

ژباړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x