نظــر

د سره او سپین استعمار د کړنو توپیر

بسم الله الرحمن الرحیم
افغانی ویب پاڼي می کتلی  ، د تاند ویب پانی ته چه  می سر ښکاره کړو ، په
زړه پوری خبر می تر لاسه کړو  چه   امریکایان په وتلو مجبور ،  کالو
کنډولی ټولوی ، کډی یی باریږی او د مجاهدینو د ملک( د لویو قدرتونو هدیره
) خبره یوځل بیا الله ج نړیوالو ته په اثبات ورسوله  . نو  ټولو
مسلمانانو او په ځانګړی ډول مسلمانو  افغانانو ته  ددی بی ساری بریالیتوب
مبارکی وایم ، دا هم ورپه یادوم  چه سر له اوسه مونږ  باید  خپل ټول
مذهبی ، قومی ، ژبنی ، سمتی ، ګوندی او نور   تضادونه  او کرکی د خاورو
لاندی او هیری  کړو.

کله چه روسانو د لس کلونود پوره  زور چلولو  وروسته ماتی وخوړه  د کومی
ماتی د پاره چه افغانانو دوه میلونه شهیدان ورکړل  ، څو میلونه بی کوره
او بی اوره شول  او او او … نو لس کلونه  وروسته یی په  خپلی ماتی رسمی
اعتراف وکړو ، د بیرته وتلو لیار یی خپله کړه  د خپلو ټانکونو ،
الوتکونظامی او لوژیستیکی مهماتو او داسی نورو  او نورو  د انتقالولو
قطارونه او د وتلو اوږده کاروانونه ییودرول  خو د راتګ او بیرته تګ او
ماتیمورال یی ډیر توپیر درلود  داسی معلومیدل لکه نارینه چه راغلی وو او
اوس تری ښځی جوړی شوی وی دوی خپله له خپل ځانه کرکه او  مونږ ته   پرله
پسی خوشالی او  ویاړنی وی   چه روسانو ته مود  ۲۲ کمونستی هیوادونو سره
،شرمیدلی او ملا ماتونکی ماته ورکړی وه.
د روسانو د کډو باریدل  او دمجاهدینو له ملکه تښیدل ماته هماغه د ( پړی
واچول اوښانو کی  بیا کډی باریږی ) سندره را په یادکړه  ( چه  تانکونه یی
د اوښانو سره مقایسه کیدل ) . هغه هم یوه دوره او یو وخت وو چه مونږ
افغانان  په خپلو جامو کی نه ځاییدلو ،  ځانونه به مو  خلکو ته په
افغانیت ور پیژندل   ، ویل کیده به چه روس لکه د فیل چه چیری پښه کیږدی
څوک  یی نه شی پورته کولی خو افغانانو هغه د فیل پښه  د( دوه میلونو
افغانانو د وینو په بیه)  له دی مجاهد ملک  څخه  نه یواځی پورته  بلکه د
کمونستی  فلسفه مو چه  ( امریکایانو تری ستورو ته پناه وړه ) په موزیم کی
کیښوده  د شرقی اروپا، مرکزی اسیا او دنړی نوری ټولی  روسی مستعمری او
حتی خپله روسیه خپلواکه او د برلین دیوال د  افغانانو په مټو راولوید چه
نن یی احسان فراموشه جرمنیان ، لویدیز او امریکایان  په بدل کی  مونږ ته
د وژنی  ، ورانولو  او بی عزتیو  تحفی راکوی .
د روسانود وخت د  لسو کلونو جهاد باندی کتابونه ډک او لیکل شوی  ،
روسانو نه یواځی زمونږ دوه میلونه خلک ووژل او څو میلونه یی مهاجر کړل
بلکه زمونږ  ټولنیز جوړښتی یی ټوټه ټوټه او تس ونس کړو  روسانو زمونږ تر
منځ د  نفاق تخونه شیندلی وو چه د روسانو له وتو وروسته  لوی شول میوه یی
ونیوله زمونږ خلکو د دغه نفاق  زهری میوو په خوراک په مړه خيټه  خپل منځی
ورور وژنه  وکړه  پاتی دی نه وی چه د افغانانو  په دی ورور وژنه کی
امریکایانهم له روسانو وروسته نه وو د روسانو  سره یی په  پلان  کی شریک
او فعال رول لوباوه ، تر هغی چه  لویدیز د امریکا  په مشری  له ډیری سروی
او پلانونو  وروسته په ۲۰۰۱ کال اکتوبر میاشت کی د روسی او ټولی کفری نړی
په ملګرتیا د تروریزم په بهانه   زمونږ په ګران او مجاهد اولس  بی رحمانه
او وحشیانه یرغل وکړو  او د روسانو  ځای امریکایانو او ناټو ونیوه او
هماغه وژنه چه روسانو کوله  څو ځلی زیاته  او په ډیره وحشیانه ډول لویدیز
پیل کړه چه بشریت تاریخ کی ساری نه لری  د بشری حقوقو په ضد چه څه باید
شوی وی هغه  ټول وشول  او کیږی  چه  د ټولو  په یادونه کتابونه لیکل شوی
او لیکل کیږی  دلته یی مونږ نه شو ځای کولی  .
سره ددی چه امریکایانو له غلطیو  او سهوو زده کړه  درلوده ، او د بل اړخه
د لویدیز وسلو ، پیسو او وسیلو  د روسانو  سره ډیر توپیر درلود حتی د
کمیت او کیفیت له مخی د مقایسی وړ نه وی  ،  د روسانو سره یواځی د هغو
کمونستان ملګری  ( هغه هم په  پشتو او فارسی ویشل شوی ) وو ، لویدیز لکه
څرنګه چه یی روسیه او ټوله نړی له ځانه سره له بهره ملګری کړی  همداسی یی
 دننه زمونږ په هیواد کی بیلا بیل ګروپونه (  لکه ټول ایزمیان ، اخوانیان
، شیعه ، سنی او د نړی تش په نامه ازاد تکنو کراتان او داسی نور ) له
ځانه سره مخکی له مخکی یوځای کړی وو .
په دی جنګ کی د لویدیز قوت  نه یواځی له بهره  څو ځلی  زیات بلکه دننه
په هیواد کی یی هم پوره  ملاتړ خپل کړی وو او ټول ګروپونه یی د ډالرو او
مقاومونو په زور له ځانه سره  یوه خوله کړی  وو . سربیره پردی  د روسانو
وخت کی  خو د ایران ، پاکستان ، هند  ، عربی او غربی ملکونو غیږ مونږ
مجاهدو او مهاجرو ته  وازه او بیرته وه ،  خو اوس  بار دننه  د مجاهد او
مهاجر مسلمان د پاره   هر چیری  جهنم  وو ،  د روسانو وخت کی  د مجاهدینو
هر ګروپ  په حکومتی کچه  وسلی ، پیسی او وسیلی درلودی  او د پوره مصونیت
څخه برخه مند وو  خو  ددی وخت مجاهد او مهاجر د پاره  یواځنی مصون ځان د
هغوی سنګرونه  او  د  هغو د ویښی وخت وو چه هغه هم د دجالی استعمار د
پوره ترصد او یرغل  لاندی وو  ،   د نوی دجالی استعمار په دوره کی چه  چا
د جهاد  او جدو جهد خبره زړه کی هم  نه شوه تیرولی   داسی معلومیده لکه
څوک چه بی وسل د غرونو او دریابونو سره په ډغره ورځی او یا بی ځینی او بی
وسیل  څوک وایی چه زه اسمان ته خیژم  .
خو د الله ج  کار بیا بل څه دی ، الله چه ووایی ( کن فیکن )  چه وشه هغه
کیږی ، هغه لوی ذات زمونږ خالق دی  مونږ دهغه خالق نه یو  ، ممکن  نا
ممکن  او ناممکن  ممکنوی ، دا اوسنی خبره نه ده او نه یوځلی شوی  د تاریخ
په اوږدو کی  په زرونو مثالونه لری .  هماغه کمزوری طالبانو ته  چه ستړی
، بی کوره او بی اوره هم وو ، ناداره  ، بی یاره بی وزلی او بی اسری وو (
وایی نه یی  اسمان کی ستوری او نه یی  په زمکه سیوری درلود )  غیر له
الله ج  څخه نور ټول یی  دشمنان وو او یا یی ورسره د مرستی توان نه درلود
، خو دا چه  د جالود او یا فرعون د قوت  په مقابله کی ورته  الله ج د زړه
 صبر ، قوت او استقامت ورکوی  دا د الله ج قدرت نمایی  او ستره معچزه ده
او په تشو لاسونو ، د ټولی نړی سره د طالبانو اسلامی امارت د جګړی ډګر ته
ننوځی  او لکه د زمریانو په شان  نړیوال قوی دشمن ته  (چه نه یی سر او نه
یی ښی لیدی شی) ، د سر په کوپړی  کی پوره یوولس کلونه  اوبه ورکوی  او
دشمن ددی پرځای چه طالبان مهار کړی برخلاف طالبان توانیږی چه  د ټولی نړی
ښامار (سره د تولو طاقتونو او امکاناتو  مهار کړی ) او هغه وخت راورسید
چه دوی هم لکه د روسانو په شان ( پړی واچول اوښانو کی   بیا کډی باریږی
)  په خپلو ټینکونو او الوتکو کی  پړی واچول.
تاسی باور وکړی چه د روسانو او امریکایانو ماته او کډو باریدل ماته د مکی
فتحه را په یادکړه چه د مکی فتحه په ښکاره کوچنی معلومیده مګر هغه هم  د
نړیوال اسلامی نظام رامنځته کیده وو له هغه وروسته  د اسلام حپریدل د مکی
او مدینی یا حتی د عربو له محوطی  څحه ټولی نړی ته راوتل وو  افغان
مجاهدین سره د روسانو ( ۲۲ ملکونه ) او امریکایانو ( ۵۴ملکونه ) په  ترو
ټوله نړی وجنګیده او د ماتی سره مخامخ شوه  ددی پرځای چه نړیوال استعمار
افغان مجاهدین مهار او د ځان تابع کړی نړیوال استعمار مهار او مجاهدینو
ته په سجده شو ( الله اکبر الله اکبر الله کبر  ولله الحمد ) .
ما اخرنی کلونو کی د د جالی استعمار  کمزوری او د مجاهدینو توانایی ګانی
احساسولی   خو دومره  ژر ماته یی  ما پیش بینی کولی  نه شوه ما ویل چه
ماتی ته به یی لا څو کلونه پاتی وی  ، خو غیر عادی او غیر مترقبه  پرون
می په ټاند پاڼه کی(   چه  د لویدیز له خوا تمویل کیږی  ) کی د لویدیز د
ماتی او کډو بارولو  مسند  خبر ولوست چه  تاند پاڼه کی  د امریکا د نظامی
مهماتو د بارولو  کانتینرونو تصویرونه هم کښل شوی او په لیاره شوی وو ،
تاند لیکلی چه  دوه ورځی مخکی  امریکایانو ناڅاپه  د خپلو جنګی لوی
مهماتو د راټولولو  او د پاکستان له لیاری یی د وړلو او خپل ملک او یا د
امریکا نزدی بیسونو ته دانتقالولوتیاری نیولی  . چه که په راتلونکی کی په
بل کوم مظلوم اولس حمله کوی نو  ددی اړه به نه وی چه بیا ورباندی ډالر او
وخت مصرف کړی  .
ډیره مهمه خبره او ذهنی پوشتنه ده  چه دی ۳۵ کلونو  جنګ کی به  چا ډیره
ګته  او چا ډیر تاوان کړی وی  ؟ زما ځواب  خو به دا وی چه له ټولو ډیره
ګته پاکستان  او ډیر تاوان افغانستان وکړو  خو د روس او امریکاهم پکی
بیخو و بنیاد ووت  او په بل مخ شول . خو پاکستان کی ددی ګټو ډیره برخه
شخصی جیبونو ته لویدلی دی  که دا ګټی  د پاکستان ملی خزانی ته رسیدلی وی
نو په نړی کی به سرمایدار او موړ ملک اوس پاکستان وو مګر له بده مرغه د
پاکستان ملت او حکومت  اوس هم نینی چیچی  .
بله  ډیره مهمه خبره چه د روسانو او امریکا یانو د وتلو وخت کی یاد ته
راځی  هغه داچه امریکا به  د وتلو او راننوتلو  د پاره  په یوه اندازه
تاوان کوی او کوم ګاونډی ملک لکه پاکستان ته  باج ورکوی او دغه خپل نظامی
مهمات به ورته داسی وی لکه نوی چه یی رانیسی . ښه خو به دا وی چه امریکا
دا مهمات زمونږ ګران هیواد کی پریښی  وی  ، یا یی  په روس ، چین ، ایران
، پاکستان او نورو باندی په ینمایی قیمت پلورلی وی ، لا یی چاته مفته
ورکړی وی او لا یی د هند په بحر کی غورزولی وی  ، خو امریکا دا یو کار هم
نه کوی  دهغو مهماتو د ارزښت مساوی مصرف په باجونو  پاکستان ته ورکوی. دا
ځکه  چه امریکا نه غواړو څوک د دوی د مهماتو کاپی جوړه او د دوی مقابل کی
تری کار واخلی او افغانستان کی چه یی نه پریدی ،په دی  چه بیا به  د
طالبانو لاس ته لویږی کوم  چه د امریکا دشمنان او  دوی ته یی ماته ورکړی
ده   .
روسانو چه زمونږ د هیواد سره یی هغه وخت شریکه پوله درلودله  ، ددی اړه
یی نه وه چه د امریکایانو په شان  کوم ګاونډی ملک ته د خپلو مهماتو د
وتلو باج ورکړی  . خو روسانو بیا  مسعود خیلو ته ورته باج ورکاوه .
د امریکایانو او روسانو دیرغل او اشغال په ماهیت او مرحلو کی دومره ډیر
توپیر نه خو  یواځی په کمیت ، کیفیت او تاکتیکونو کی یی څه ناڅه توپیرونه
تر سترګو کیږی .  په دی به څه رڼا واچوم :
اول ـــــ  د روسانو له وتلو وروسته  د وارسا کمونستی  پکت  ړنګ  شو
شرایط او حالات داسی ښکاری  چه  د ناټو پکت به هم د  امریکایانو له وتلو
وروسته  ړنګیږی.
دوهم :ـــــ شوروی اتحاد  ډیری مستعمری له لاسه ورکړی ، امریکا چه کومی
مستعمری لری (هغی یی د خاوری برخه  شمیرلی)دا چه په دی هکله به  څه
پیښیږی معلومه نه ده .
دریم ــــــ  د روسانو له ماتی وروسته د نجیب لاسپوڅی حکومت ، په ډیر کم
وخت کی نسکور شو ، د نسکوریدو دلیل یی سربیره په مجاهدینو د هغو د
خپلمنځی ، ویشنه وه  ،د امریکایانو له وتلو  وروسته به  کرزی د نجیب پر
ځای وی  چه ریښی یی تر نجیب  هم کمزوری دی شاید اونیو کی نسکور شی .
څلورم ـــــ د کمونستانو ویشنه  د پشتو او فارسی په اساس وه ، ولی  اوسنی
رژیم  خو د ویشنو لابراتوار دی  له سلو زیاتی ویشنی  پکی دی ، همدا اوس د
امریکا او ناتو د فوڅونو فشار سره سره  اداری فساد ، قاچاق ، فریب کاری
اوداسی نوری ناخوالی  د همدی خپل منځی ویشنوله امله دی .
پنځم ــــــ  د  کمونستانو دوری  په دی بی کفایته لاسپوڅی اداری هم  شرف
درلود  هغوی دولتی او دخلکو ملکیتونه او دارایی په دی پیمانه   چورکړی نه
وی  . او نه په دی کچه بی عدالتی  او حق تلفی وه  خو قومی او ګوندی ویشنو
هم د نجیب حکومت را نسکور او هم  د افغانانو خپل منځی  یوه لسیزه جنګ د
همدی نفاق له لاسه چه روسانو یی تخم کرلی او امریکایانو اوبه ورکولی ،
رامنځته شو.  خو د کرزی  هر اړخیز  نفاق  به زمونږ  له ګران هیواد  څخه
سومالیه جوړه کړی .
 شپږم  ـــــ  د نجیب حکومت له ړنګیدو وروسته ،وارسا او شوروی نور شتون
نه درلوداو نه یی مونږ سره  ګډه پوله نوره  درلوده ،  نود روسانو  له
خوانوره لاسوهنه هم نه وه هماغه پخوانی د نفاق تخم چه روسانو  کرلی وو
امریکا اوبه ورکولی  لس کاله جنګ اوږدکړو . ایران او پاکستان به خپل
اورمړی په شا ډبول  خو نور د شا ډبولو څوک  نه وو مګر امریکا په ډیره
مرموزه  توګه پوره لاس وهنی درلودی . خو د امریکایانو اوسنی اشغال وخت کی
 ټوله نړی  زمونږ په ګران هیواد  کی  د لاسوهنو زده کړه کوی .د کرزی
اداره په ګاونډیانو سربیره  نور ۴۸ مړونه  لری هر میړه خپل لاسپوڅی لری
او امریکا خو د ټولو مشر میړه دی  چه زمونږ له ملکه سومالیه جوړه او بیا
یی  په اسانه خپل کړی .
اووم ــــــ د نجیب حکومت اقتصاد  ټول په روسانو تکیه نه وو ، حکومت هم
څه  بودیجه  درلوده ، عوامو په زراعت ، مالداری او تجارت تر ډیری کچی
تکیه لرله .   خو اوسنی لاسپوڅی اداره  تی ردونکی ماشوم ته ورته ،  پورته
او ښکته ټولو ته امریکا شدی ورکوی .   نو د  امریکا له وتلو سره سم  به
اوسنی اداره  ژړ مړاوی او څو ورځی به لا دوام ونکړی .
اتم :ــــــ د نجیب دوری حکومتی ادارو کی دا چه ټول ملحدین وو پیژندل
کیده  د  ږیرو والا ورسره د سره نه وو  ،  د کرزی په دفترو خو هر څوک
شتون لری چه یو د بل وینو ته تږی ناست دی ددی اړه نه شته چه څوک له بهره
ورباندی حمله وکړی  دوی خپله یو بل له منځه وړی.
نهم ـــــ د نجیب وخت کی خو د افغانانو د پناه ځایونه ډیر،  مصون ، او هم
ارام وو او لویدیزو هیوادونو  به هم قبلول  ، افغانانو وزن درلود اوس خو
یو ملک هم افغانانو ته  د یوی شپی  تیرولووخت  نه ورکوی ، نو که
امریکایان ووځی د دغه لاس پوڅو اوحتی عوامو به څه حال وی .
لسم ـــــ  د کمونستانو وخت کی حتی چارواکو دومره سرمایه نه درلوده   د
کرزی اداره  کی خو بی شمیره خلک بیلونران او میلونران دی او  نیمه برخه
سرمایه یی په هیواد کی دننه  ده  نو هغوی به د دومره سرمایی  پریښودلو ته
 کله  مڼدو ته زړه ښه کړی
یوولسم ـــــ  ګاوندوی ملکونه هم لاس د زنی لاندی نه کینی ، او دا چه
افغانستان د سرو او سپینو هم  ډک دی ،  ایران او پاکستان خو د لیونو سپو
په شان خولی اچوی ، او روسان هم پرونی روسان نه دی  د هغو رول به
دامریکایانو له وتلو وروسته څه وی ، همدارنګه د هند رقابت له پاکستان او
د ترکیی رقابت له ایران سره هیر کړو ، او نه د مرکزی اسیا او عربی
هیوادونو ګټی له پامه وغورځوو.
دولسم ـــــ  له ټولو ډیر مهم اسلامی مقاومت چه اسلامی امارت او  حزب
اسلامی یی غړیتوب  لری د دوی خپل مڼځی اختلافات  هم یو د بل د پاره
سردردی جوړولی شی .
دیارلسم ـــــ که د ا سلامی مقاومت غړی سره یو شی  باور لرم چه دوی به
انشالله سیاسی  قدرت  خپل  کړی،  اوسنی لاسپوځی اداره ډیره کمزوری ،
فاسده ، ویشل شوی او بی کفایته اداره ده ، دوی د اسلامی مقاومت په مقابل
کی د مقاومت توان نه لری ،  د ملی یووالی  او قومونو قناعت هم ابتکارونو
ته اړه  لری او څرنګه به ورونه  قومونه د نورو  ملکونو او یا د جنګ
سالارانو له لاسه  وباسو تر څو خپل منّځی جنګونه بیا تکرار نه شی.
څلورلسم ـــــ هو یو مشکل او هغه داچه که د امریکایانو دا وتنه فریب او
تاکتیکی وی ، پښی یی ووځی خو لاسونه یی پاتی وی او نور هم خپلو لاسوهنو
ته ادامه ورکړی ،  او ورونه قومونه  څو کاله نور هم  په خپل منځی جنګونو
کی  سره وساتی  نوپه هغه صورت کی به خدای ناخواسته  د افغانستان سره خدای
په امانی وکړو او که د الله ج مرسته وی او مونږښه مشر لکه اوس چه یی لرو
، ولرواو الله ج  د ا یمان وسله او قدرت راکړی  نو امریکا او روس دواړه
هم څه  نه شی کولی                      په درناوی

الحاج استاذ بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x