دیني، سیرت او تاریخ

داعي او مبارز ته د ربيع الاول د دولسمې پيغامونه

بدر منهاج

د کلمې د اعلاء لپاره ننۍ مبارزه که هغه فکري ده ، که لساني او که په توره له ډيرو سختيو او ننګونو څخه ډکه ده . کله کله يې اوږدوالی او زحمتونه د يو چا حوصله تر بريد لاندې ونيسي ، ستړيا احساس کړي ، شيطان هم تل په دې کوشش کې وي چې يو داعي او مبارز په خپله لاره کې شکمن کړي ، اوږده او بې ثمرې يې ورته ښکاره کړي او په اړه يې راز راز پوښتنې ورسره پيدا کړي. خو راځئ د خپلې مبارزې سختی د الله جل جلاله د محبوب پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د دعوت او مبارزې له سختيو سره پرتله کړو ، تر څو په دې ځانته قناعت ورکړو چې د الله جل جلاله په يو محبوب پيغمبر صلی الله عليه وسلم دومره سختی راغلي نو موږ د ده صلی الله عليه وسلم پيروان يې ولې بايد ونه زغمو ؟ او انتظار يې ونلرو ؟

د رسول الله صلی الله عليه وسلم زوکړه او بعثت د ټول انسانيت لپاره يو رحمت ؤ . رسول الله صلی الله عليه وسلم د کفر ، شرک ، ظلم له جهالت او تيارو څخه د اسلام ، توحيد ، عدالت او نور په لوري انسانان رابلل.

دعوت يې په سري ډول شروع کړ ، د دعوت په پيل کې يې د کفارو له لوري په رنګارنګ اذيتونو ډير صبر کاوه ، کفارو به معاذالله مسخرې پسې کولې ، بدرد به يې ورته ويل ، په کاڼو به يې ويشته ، تبليغات به يې پسې کول ، د مکې مشرکينو منزوي کړ ، اقتصادي بنديزونه يې پرې ولګول ، خپلولي يې ورسره قطع کړه ، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم په ډير صبر ، ثبات او استقامت ، اسلام ته دعوت جاري ساته ، نه يې تنهايي په عزم کې تغير راوست او نه يې د مشرکينو د اذيتونو پروا لرله.

رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د اسلام له دعوت نه د تېريدو او د اسلامي دعوت په سر د سازش په بدل کې د پادشاهۍ ، ښايسته ښځو او ډير مال او دولت وړانديزونه وشول ، خو د رسول الله صلی الله عليه وسلم ځواب منفي ؤ ، په نهايت کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د قتل دسيسه د شيطان په مشوره جوړه شوه او رسول الله صلی الله عليه وسلم له مکې نه مدينې ته هجرت ته مجبور شو .

رسول الله صلی الله عليه وسلم او اصحابو کرامو ته يې په مدينه منوره کې هم ډيرې دسيسې او توطيې د مدينې د يهودانو ، شاوخوا مشرکو قبيلو او د مدينې د منافقانو له لوري جوړې شوې. له بېلابېلو دښمنانو سره يې ډيرې غزاګانې ترسره کړې ، په دغه غزاګانو کې رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم ډير تکليفونه وګالل ، ډيرې لوږې تندې او ډير صحابه کرام په شهادت ورسيدل، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم تر پايه خپل دعوت جاري وساته او په ډير امانت يې د الله له لوري ورسپارل شوې دنده سرته ورسوله ، تر څو چې د ربيع الاول په دولسمه يې له دې دنيا نه رحلت وکړ.

دغه رحلت په داسې حال کې ؤ چې د اسلام نور په جزيرة العرب او نوره نړۍ کې خپور شوی ؤ.

د نن ورځې داعي او مبارزه !

د جهاد ، قتال او مبارزې سختی بايد ستا عزم مات نکړي ، د باګرام او څرخي پله زندانونه ، د امنيت ملي کوټه قلفۍ ، د اربکيانو وحشتونه ، د امريکايانو بمبارونه ، د طلوع ، يک او نورو تلويزونونو زهرجن تبليغات ، د منافقو ، مفسدو ، مرتدو او ګمراه شوو ليکوالانو ، ژورنالستانو او بې دينه فعالانو د ټولنيزو شبکو تبليغات بايد تا له خپلې حقې لارې راونه ګرځوي ، که هر څومره دغه مبارزه اوږديږي ته بايد په خپل دريځ او موقف ټينګ ودريږي او له هېڅ ډول قربانۍ نه درېغ ونکړې ، نه له خپلو خپلوانو بېلتون اغيز درباندې وکړي ، نه دې د اولاد ، مال او ژوند محبت په اراده او عزم کې کومه سستي راولي ، که څومره دغه مبارزه اوږدېږي ،هومره ستا د ثوابونو او اجرونو ذخيره زياتيږي ، هومره ستا ژوند هدفمند کيږي او په هغه مقصد کې تيريږي چې ته ورته پيدا شوی يې.

د نړۍ له بډايه ، پرمختللو ، مډرنو او له مادي پلوه پياوړو طاغوتي قوتونو سره ستا د تش لاس مبارزه يوه معجزه ، د الله نصرت او ستا د حقانيت يو څرګند دليل دی.
مه له زندانه ويريږه ! مه له زخميتوبه او مه له شهادته !

مه مايوسه کيږه او مه بې حوصلې کيږه !

کله چې داسې يو احساس کوې ، داسې يو فکر کوه چې کله د الله په رسول د اسلام د دعوت په لاره کې دومره تکليفونه راغلي او زغملي يې دي نو زه څوک يم او ولې يې بايد ونه زغمم ؟

ستا مسؤليت مبارزه ده ، سعی ده ، قتال ده ، نتيجه يې بايد الله ته وسپارې ، ته فقط خپله ذمه واري سرته رسوه او په اخلاص يې سرته رسوه !

که په صف کې د اعمالو له لحاظه نقصانونه ستا په حوصله بريد کوي نو داسې فکر کوه چې انسانان نفس او شيطان لري ، مجاهدين او مبارزين هم ملايکې ندي حتماً به ترې ګناه او خطا کيږي او د دغه ګناهونو او خطاګانو د ختمولو لپاره کوشش روان دی ، که د اصلاح کوشش نه وای بيا به مې هم ګيله پر ځای وه .

مبارزه ! مجاهده !

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سيرت او د صحابه کرامو رضوان الله عليهم اجمعين د سيرت او تاريخ مطالعه کوه !

د اسلام د نورو اتلانو تاريخ ګوره ، بيا به کله هم ته مايوس ، ستړی او بې حوصلې نشې ، تل به تاند او هڅاند وې.

( لَقَد كانَ لَكُم في رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كانَ يَرجُو اللَّهَ وَاليَومَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثيرًا )الاحزاب ايت ۲۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x