دیني، سیرت او تاریخ

بایبل پیژنده (۸)

لیکنه او څېړنه: عبد الغفار جُبیر

د بايبل اياتونه او بابونه

لکه مخکي چي ما ورباندی رڼا واچول چي یوڅوک خپل ټول عمر د بایبل په مطالعه کي تیرکړی بیا هم لږدی، دا ځکه چي بایبل پر یوه حال نه دی، نه ئې بابونه په یوه حال دي ، نه ئې ایاتونه پریوه حال دي، نه ئې مضامین پر یوه حال دي، نه ئې فقرې او کلمې پریوه حال دی، مناظراسلام مرحوم شیخ احمد یدات رحمة الله علیه پوره (۴۰) کاله د عیسا ئیت مطالعه وکړل له هغه څخه ئې وروسته د عیسایی مبلغینو، مبشرینو، راهبانو، بیشفانو او علماء سره بحثونه او مناظرې پیل کړې، عیسایی علماء وایی چي اوس موږ بایبل په (۲۰۰۰) ژبو سره ژباړلی او چاپ کړی دی چي په دې کي هیڅ شک نشته خو و بل لور ته دا بایبلونه د هرې ژبې بایبل د بلی سره توپیر لري،په عربي بایبل کي یوه فقره وي او هغه فقره بیا په پښتو بایبل کي نه وي، او داسی نور…

زړه عهدنامه/عهدنامه عتیق/زوړ تړون (۹۲۹) بابونه  او (۲۳۱۴۵) ایاتونه دي.

نوی عهدنامه/عهدنامه جدید/نوی تړون (۲۶۰) بابونه لري او (۷۹۵۸) ایاتونه دي،د پروتستانو بایبل چي (۶۶) کتابه دي تقریبا په مجموع کي (۳۱۲۷۳) ایاتونه لري،خو د ټولو پروتستانو بایبلونه هم یوشانته نه دی د بیلګې په ډول سره مشهور بایبل کنګ جیمزبایبل (King James Version) (۳۱۱۰۲) ایاتونه لري، خو بل لورته د کاتولیکانو بایبل چي (۷۳) کتابونه لري په مجموع کي  (۳۳۰۰۰) ایاتونه لري،دا هم یو شانته نه دي ځینی لا ډیر ایاتونه لري او ځینی کم، عموماً بایبل (۱۱۸۹) بابونه لري .په عمومي ډول سره په بایبل کي (۲۷۴) ایاتونه کومه شماره هم نلري،زما توصیه و هغو لیکوالانو ته چي پر عیسائیت باندی څه لیکي داده چي د یوه کتاب په حواله باندی د بایبل په هکله اکتفاء ونکړی بلکې بایبل خپله وګوری، د هغه د چاپ ځای او نېټه هم ورسره ولیکي دا ځکه چي بایبلونه بدلیږی، که فرضاً زه ولیکم چي دا ایات په دغه باب کي دی نو(۱۰) کاله وروسته دا حواله په دې کار نه کوي چي دغه ایات عیسایی علماء بیا وبل باب ته اړوي نو ښه به داوي چي د بایبل په هکله هر څه معلومات چي شوني وی ولیکل شی، ډیر داسی بایبلونه دي چي زه کله وعیسایانو ته د نیټ د بایبل حواله ورکړم دوی ور څخه منکره شي، او کله چي د چاپ شوي بایبل حواله ورکړم بیا یی مني نو په لیکنو کي باید دداسی بایبل څخه کار واخیستل شي چي چاپ شوی وي.

د عيسايی علماء اختلاف د نوی عهد نامې د کتابونو په هکله

د نوې عهدنامې (زېری) پر (۲۰) کتابو د عیسایی نړۍ اتفاق دی، په نورو(۷) کتابوکي ئې ژور اختلاف شته، او د هغوی په الهامي کيدوکي پوره شک شته۔ هغه کتابونه چي ګمان کيږی چي الهامي نه دي هغه دادي:

د پولس ليک د عبرانيانوپه نوم، د پطرس دوهم ليک، د يوحنا دوهم ليک، د يوحنا دريم ليک، د يعقوب ليک، د يهوداه ليک او د يوحنا مکاشفات۔

یوسې بئیس (Eusebius) چي د کلیسا د تاریخ پلار( Father of Church History)بلل کيږی، په (۳۴۰) میلادی کال کي ده او نور عیسایی علماوو دا تصدیق کړل چي:
((د يعقوب ليک، د پطرس دوهم ليک، د يهوداه ليک، د يوحنا دوهم او دريم ليک)) دا ټوله  غیر الهامی او غیر مستند دی په  سُریانی
؛ بایبل کي هم چي د پيشيتا (Peshitta) په نامه سره یادیږی همدغه کتابونه او ټوټې پکښې نشته۔

د یوسې بئېس څخه مخکي یو بل مسیحی عالم، مفکراو لیکوال ايری نئېس (Irenaes) په (۲۰۰) میلادی کال کي چي کوم د عیسایی الهامی کتابو لړ لیک خپور کي په هغو کي د پطرس دوهم لیک، د یوحنا دریم لیک، د یعقوب او یهودا لیکونه او همدارنګه د پولس لیک د عبرانیانو په نامه پکښې نشته۔

ددوهمې او دریمې پېړۍ د اسکندرې نامتو بېشف کليمنټ (Clement) په (۲۱۵) میلادی کال کي د عیسایی الهامي کتابو چي کوم فهرست خپور کړ په هغه کي د پطرس دوهم لیک، د یوحنا دریم لیک او د یعقوب لیک شامل نه وو، او د برنباس لیکونه پکښې وه، چي د برنباس لیکونه په اوسنی بایبل کي هیڅ شتون نلری؛ او همدارنګه د کلیسا پلار طرطلين (Tertullian) په (۲۳۳) میلادی کال کي د الهامي کتابو له فهرست څخه د یوحنا دوهم لیک، د پطرس دوهم لیک او د پولس لیک د عبرانیانو په نوم وغورځول او دائې څرګنده کړه چي دا کوم ارزښت نلری دا ځکه چي دا الهامي نه دي۔

دا هر څه اختلافات ټولو عیسایی علماوو او عیسایی نړۍ درک کړي، او ورسره بلد او اشنا دي او دوی پخپله داسی اعتراف کوی:

نوې عهدنامه تر دوهمې پېړۍ پوری د یوې مستندې مجموعی په ډول سره نه وه پېژندل شوې، او بالا خره بیا هم د دریمې پېړۍ تر اخره پوری دا یوه د اختلاف نه ډکه او متنازعه مجموعه وپېژندل شول۔

دا خپله د عیسایی نړۍ اقرار دی، چي د حضرت عیسی علیه السلام څخه وروسته هم تر (۳۰۰) کالو پوری بیا هم عیسایی نړۍ په یوه خوله نشول چي نوې عهدنامه یو الهامي کتاب وبولي، بلکې لکه چي موږ ذکر کړل چي خپله د عیسائیت بنسټ اېښودونکو د نوې عهدنامې څه کتابونه بې بنسټه کړل، او دائې په واضح ډول سره لیکلي دي چي دا الهامي کتابونه نه دي، چي مطلب دادی چي ددې متابعت او په دې عمل کول پکار نه دی، او دا لکه د نړۍ د نورو لیکوالانو په شان کتابونه دي څه تقدس نلري، څه کيسې، څه تاریخ، او څه د هغه وخت حالات پکښې نغښتی دي او نور پکښې هیڅ شی نشته۔

د بايبل په هکله د عيسايی نړيوالو علماء او څېړونکو ښکاره څرګندونې

۱: په انجیلونو کي بدلونونه له ورایه معلومیږی ، د بیلګې په ډول سره د بل ځایه څخه پوره – پوره عبارتونه را اخیستل شوي دي او د بایبل سره ګډ شویدي او خلکو دا کار قصداً په دې کړیدی چي انجیلونه نور ګټورشي او دا کار په دوهمه میلادي پېړۍ کي شویدی داسی ډیر شیان پکښې دي چي هیڅ سرچینه او مصدر نلري.

۲: په اتمه پېړۍ کي په منځني ختیځ  او د روم په بحیره کي یو ادبي انقلاب راغی، پاچاهانو و خلکو ته دا اجازه ورکړه چي ددوی رعب او دبدبه ولیکي او لیکوالان داسی لیکنې راټولې کړي او همداسی وشول او په همداسی لیکنو باندی کتابتونونه ښکلي شول؛ په یونان کي هم دا کار وشو، اسرائیلو د یهودو د مؤرخینو کيسې  را ټولې او وه ئې لیکلې او د بایبل د پنځو کتابونو (پیدایښت،خروج، لاویان،اعداد،تثنیه)سره ئې یو ځای کړې.

۳: په ۶۲۲ ق م کي د هیکل سلیماني د بیا ودانولو پر مهال یوه لیکنه پیدا شوه کله چي وکتل شوه داسی ویل کيدل چي دا هغه تورات دی چي و حضرت موسی علیه السلام ته ورکول شوی ؤ،حال دا چي اصلی تورات په لیکلی ډول سره نه ؤ؛چي په دغه وخت کي (کتاب استثنا/تثنیه) ولیکل شوه، له دې څخه وروسته (کتاب سموئیل، کتاب پاچاهان) هم د خلکو له خوا ولیکل شوه دا نو نوی تورات دی، چي هیچا نه خوښاوه.

۴: په ۵۸۶ ق م کي بخت نصرپه بیت المقدس باندی حمله وکړه، هیکل سلیمانی ئې وسوځاوه او تورات هم وسواو له منځه ولاړی، له دې څخه وروسته بیا ۵ کتابونه تورات شول او(لاویان او اعداد) ورسره اضافه شول.

۵: په ۵۳۹ ق م کي نوي کتابونه رامنځته شول چي (پیدایښت، خروج، لاویان، اعداد، استثناء، یشوع، قاضایان سموئیل او پاچایان وو).

۶: غالباً د تورات په روحانیت کي د عزرا ونډه ډېره ده،دا ځکه چي دی کاهن ؤ،دی ذهین ؤ،او هم دی کاتب ؤ، ده د تورات قوانین او احکام  منظم کړل دا ځکه دی عالم ؤ.

۷: کله چي عزرا پخپل لاس لیکلی تورات و خلکو ته اوراوه نو هغه حیران شول او ویل ئې چي دا خو هغه تورات نه دی چي پر حضرت موسی علیه السلام باندی نازل شوی دی،په دغه وخت کي بایبل دوې برخې ؤ(تورات ، کتب الانبیاء) له دې څخه وروسته مقدس لیکونه ورسره یوځای شول او بیا (تواریخ) ولیکل شول ؛چي دا په اصل کي د کتاب سموئیل، پاچاهان او کتاب استثنا تفسیرؤ.

۸: (کتاب دانیال) په دوهم قبل المیلاد کي ولیکل شو.

۹: په ۷۰ عیسوی کال کي پاچا ویسپیشین بیت المقدس فتح کړ او هیکل ئې په اور و سوځاوه، او ټول هغه کتابونه چي لیکل شوی وو په  مکمله توګه سره له منځه ولاړل.

۱۰: په ((اوشا)) کي یهودي علماء (تواریخ، استر، عزرا، نحمیاه، امثال، واعظ، غزل الغزلات، ایوب) دا ټوله رد کړه او ۱۳۵- ۱۶۰ یهودي علماء سره راټول شول او نوی بایبل ئې جوړ کړ چي د مشناء (Mishna) په نامه سره دی.

۱۱: د ساول(شاول/پولس) د وفات څخه وروسته د ۶۰ عیسوی کال په لسیزه کي هغه مسیحي لیکوالان چي د پولس ئې ډیر احترام کاوه دده په نامه سره یی افسیانو او تسالوکيانو په نامه لیکونه ولیکل او همدارنګه ئې دتیموتیوس او تیطس خطونه ولیکل او دده په نامه یی کړل.

۱۲: د دوهمې میلادي پیړۍ په منځ کي د نوی عهدنامې ۲۷ کتابونه پوره شول او څلور انجیلونه معتمد شول، حال داچي نور انجیلونه هم موجود وو،لکه انجیل تامس(۵۰ میلادی) چي دا د حضرت عیسی علیه السلام د خبرو ټولګه وه،نور انجیلونه هم لکه:
Nazarenes, Ebionites, Quelle, Hebrew

۱۳: و موږ ته بالکل دا معلومه نه ده چي انجیلونه چا لیکلی دي؟ کله چي د لومړي ځل لپاره ښکاره شوه دا د نوم ورکو کسانو په نامه سره وو،یعنی لیکوالان ئې نه درلودل؛ وروسته ئې د کلیساؤ د مشهورو شخصیتونو په نامه سره و نومول او وهغوی ته ئې منسوب کړل او اکثره لیکوالان یی یهودي عیسایان وو.

۱۴: (کتاب مکاشفه) یو زهرجن کتاب دی،خپله کلیسا ورڅخه نفرت کوي،له همدې کبله ئې د بایبل اخری کتاب کړیدی.

۱۵: د کتاب پیدایښت په لومړی باب کي چي په ۶ ورځو کي دا هرڅه پیداشویدی دا احمقانه خبره ده او دابې عقلي ده.

۱۶: (W.Whiston)  په ۱۷۴۵ میلادي کال کي د عهدنامې جدید (نوی تړون)داسی متن خپور کړ چي په هغه کي د تثلث رد،دا چي خدای په حضرت عیسی علیه السلام کي حلول کړی دی ددې رد،او دا دعوه ئې هم وکړه چي دا د کلیسا د مشرانو له لوری پر موږ ترپل شوی دی، په ۱۷۲۰ میلادی کال ئې انجیل برناباس خپور کړچي په هغه کي د الله وحدانیت شته نه تثلیث، نورو له ده  سره په یوه خوله وویل چي د بایبل اصل حقیقت معلومول د امکان څخه لیری خبره ده.

۱۷: په ۱۸ میلادی پیړۍ کي چي کله جرمنی علماء بایبل مطالعه کړ نو وئې ویل چي د بایبل لومړی پنځه کتابونه (تورات) چي و حضرت موسی علیه السلام ته منسوب دی دا د مختلفو لیکوالانو لیکنه ده،ددوی لیکنې بیلې دي،په یوه کتاب کي و خدای ته (ایلوهم)Elihim په بل کتاب کي ورته یهوه Yehwhe ویل شوی دی او داسی نور… اختلافونه ډېر دي نو موږ په جرأت سره ویلای سوچي دا پنځه کتابونه د یوه کس(حضرت موسی علیه السلام) لیکنه نه ده.

۱۸: ښاغلی ډيويټ په ۱۸۰۵ میلادی کي وویل چي (کتاب استثناء) چي د تورات اخری کتاب دی دا په یوسیاه کي په ۷۰۰ قبل المیلاد کي لیکل شویدي، له ده سره پروفیسر هرمن هپفلډ(۱۷۹۶- ۱۸۶۶) هم اتفاق وکړ.

۱۹: داسی هم شوي دي چي یوه کاتب حاشیه لیکلې وي او هغه بیا په متن بدله شوې وي داسی غلطیاني په بایبل کي زښته شته.

۲۰- د عهدنامه قدیم (د پخواني تړون) د مستندو نسخو شتون هیڅ اعتبارنلری.

۲۱- د موجوده تورات زیاته برخه د حضرت موسی علیه السلام لیکنه نه ده، ددې لیکونکي ډیر زیات دي.

۲۲- په کوم وخت کي چي انجیلونه لیکل شوي دي په دې وخت کي د خدای په هکله توهم او خیالات ډیر وه،نو له همدې کبله د عیسائیت نشو او نما پر توهم او خیالاتو باندی ولاړه ده.

۲۳- په بایبل کي به کيدای شی د وحی رنګ ګډوي، خو اوس چي کومي نسخې و موږ ته پاتې دي هغه ټولی سره ټوټه ټوټه دي.

۲۴- د بایبل (عهدنامه قدیم) زیاته برخه د اسرائیلو پر محیط، ددوی پر عقلي او سیاسي تجربو باندی راڅرخي، په اصل کي ددوی هیڅ لیکوال هم نه دی معلوم چي چا لیکلی دي؟ په عمومي ډول سره داسی ویل کيږی چي انبیاء،پوهانو،مناجات لیکونکو، رسولانو او کاهنانو لیکلی دي چي په دې هکله هم لږمعلومات شته.

۲۵- ددې نسخو اکثره لیکوالان نامعلوم دي په واقعیت کي، یا کيدای  شی په اصل کي د لیکوال اخلاص پکښې وي خو، اوسنی بڼه ئې درسته نه ده.

۲۶-په یهودو کي دا رواج وو چي یوه نسخه به ئې و پخوانی نبی یا رسول ته منسوبول لکه حضرت موسی علیه السلام یا عزرا ته دا په یهودي ټولنه کي یو عادی کار ؤ، نو داسی ویلای شی چي دا کتابونه چي دوی ورته منسوب کړیدی په اصل دې خلکو نه دی لیکلی.

۲۷-د یهودو خیالی کيسې او لیکنې اوس بایبل شو!!!!

۲۸-د انجیلونو او کتاب اعمال په اصل کي د نوم ورکو کسانو لیکنې وې ددوی نومونه او هرڅه وروسته ورسره ضم شول.

۲۹-په ۱۹ پېړۍ کي ډیرو عیسایی علماء دا رد کړل چي یوحنا انجیل دی د یوحنا لیکنه وي،او همدارنګه ئې وویل چي دا مشکله ده چي یو څوک دا معلومه کړی چي څلورم انجیل چالیکلی دی؟

۳۰-کله چي ودې مقدسو نسخو ته وکتل شی نو لکه چي ورسولانو ته ئې منسوب کړیدی هم هغسی توکي پکښې نشته.

۳۱- کوم بایبل چي اوس زموږ سره شتون لری په همدغه شان بایبل په څلورمه عیسوی  پیړۍ کي موجود نه ؤ.

۳۲- د بایبل هیڅ داسی نسخه شتون نلری چي خپله لیکوال لیکلې وي او هغه تصدیق کړی او یامهر کړې وي.

۳۳- بایبل (۲۴۰۰۰) نسخې لیکل شویدی خو دوې نسخې ئې یو شانته نه دي.

۳۴- د هغه بایبل په سریزه کي چي د پاپ له لوری تصدیق شوی دی او په ټوله نړۍ کي زیات لوستونکي لری او محبوبیت لری  دا راغلی دی:
دا څلور انجیلونه د حضرت عیسی علیه السلام ژوند پاڼه نه ده بلکې دا د عیسایانو خپل افکاراو تخیل دی.
د حضرت عیسی علیه السلام نسب پاڼه چي په انجیلونو کي راغلې ده دا د حضرت عیسی علیه السلام درسته نسب پاڼه نه ده.
دا خبره شکمنه ده،چي څه چي په انجیلونو کي لیکل شوي دي او و حضرت عیسی علیه السلام ته منسوب دي چي دادي په واقعیت کي د حضرت عیسی علیه السلام ویناوي وي که یا؟.

۳۵- بروس متزر وايی:

د نوي عهدنامې د یوناني نسخې ۵۸۴۷ نسخې لیکل شوي دي او دا نسخې ئې یو شانته نه دي،د اوسنی نوی عهدنامې کتابونه په دې شان نه دي لکه په یوناني نسخې کي چي دي،ددې نسخې ۲۸۱۱ نسخې په واړه قلم لیکل شوی دی،په ۹ میلادي پیړۍ کي ۲۲۷۹ نسخې تحریف شوي دي،یواځې ددې نسخو۳۰ نسخې د۹ میلادي پیړۍ مخکي ویل کيدلې او بس.

۳۶- بارټ ډی ارمن  (Bart D. Ehrmann)  وایی:

کله چي موږ د بایبل یوه نسخه د بلې  نسخې سره مقایسه کړه نو یوې نسخې د بلې نسخې څخه د(۲۰۰۰۰۰- ۳۰۰۰۰۰) توپیرونه درلودل چي دا ډیر دي.
په ۱۶۱۵ میلادي کال کي چي د نوی عهدنامې لومړۍ یوناني نسخه وړاندی شوه ډیر داسی شیان پکښې وه چي په اصلي نسخې کي نه وه.

۳۷- ټيډي بيزا(Teddy Beza) وایی:

د بایبل د بازنطي او یوناني فاسدو نسخوڅخه په ۱۵۶۵ میلادی او۱۶۰۴ میلادي کال کي یوه تحریف شوې نسخه جوړه شوه چي ودې ته کنګ جیمږبایبل (King James Bible) وایی.

۳۸- قسطنطين وان (Constantin Van Tischendorf) وایی:

کله چي موږ د نوی عهدنامې او سنۍ بڼه د اصلي نسخې سره وکتل نو(۱۴۸۰۰) بدلونونه پکښې راغلی وه، د بیلګې په ډول سره د حضرت عیسی علیه السلام په هکله مختلفی کيسې،په اصلي نسخې کي تثلیث نشته یعنی لاندی ایاتونه نشته:

درې دي چي ګواهې ورکوی په اسمان کي پلار،ځوی او روح القدس او دا درې سره یو دي. (لومړی لیک دیوحنا ۵: ۷- ۹)

په اصلي نسخه کي د یوحنا انجیل ۸ باب : ۱- ۱۲ پوری چي د یوې زنا کاری ښځې کيسه ده نشته.

د حضرت عیسی علیه السلام ختل و اسمان ته چي په مرقوس انجیل ۱۶ باب:۱۹ او همدارنګه  لوقا انجیل ۲۴ باب: ۵۰- ۵۳ او همدرانګه اعمال د رسولانو لومړی باب: ۹- ۱۱ په اصلی نسخه کي نشته.

که چیری موږ سینایی او واتیکانی (وطیقاني) نسخه سره مقایسه کړو نو ددې دوو نسخوپه منځ کي (۳۰۳۶) اختلافونه شته د بیلګې په ډول سره:

په انجیل متی کي- ۶۵۶ اختلافونه

په انجیل مرقوس کي- ۵۶۷ اختلافونه

په انجیل لوقاکي – ۷۹۱ اختلاقونه

په انجیل یوحناکي – ۱۰۲۲ اختلافونه یودبله سره لري.

۳۹- عیسایی عالم فاضل پروفيسربليک هارډ وایی:

که موږددې درو انجیلونو(مرقوس،متی، لوقا) و سلني ته راشو نو ویلای شو چي:

د لوقا انجیل ۴۵٪ سلنه او د متی انجیل ۱۴٪سلنه د مرقوس انجیل  څخه اخیستل شوی دی، بیا د لوقا۲۵٪سلنه د متی د۲۳٪سلنه سره برابره ده، یواځی ۲۰٪سلنه د لوقا انجیل د نورو انجیلونو څخه بېل دي، او دمتی انجیل د نورو څخه ۳۵٪سلنه بېل دی،نو موږ دا په جرائت سره ویلای شوچي کله چي یو انجیل لیکل شوی دی، نو هغه انجیل د بل انجیل لیکوال مطالعه کړی دی او پوره اخذئې ور څخه کړیدی یا په بل صورت یو انجیل د بل انجیل سرچینه ده..

۴۰- هانس کونګ  (Hans Kung) پخپل کتاب   کي وایی:

هیڅوک دا نشی ویلای چي د نوی عهدنامې کتابونه له اسمان څخه رانازل شوي دي،و بل لور ته موږ ویلای شو چي دا انسانانو لیکلی دي او له انسانانو څخه ئې سرچینه اخیستې ده،په ځانګړی ډول سره که موږ د لوقا انجیل ۱باب: ۱- ۵) وګورو.

ای خوږه تیوفیلوسه! ډېرو خلکو په دې لا س پوری کړی دی چي د هغه واقعات ترتیب واره بیان کړی چي کوم چي زموږ په منځ کي تیری شوي دي؛بلکې هغوی موږ ته خبرې حواله کړي دي او چاچي دا واقعات  د سر نه پخپلو سترګو لیدلی وې او د زیری خادمان وه نو زه هم په خپل وار سره ای خوږه تیوفیلوسه! ستا د پاره د پوره تحقیق نه وروسته دا ټولې خبرې په ترتیب سره نقل کوم، دا ددې لپاره چي تاته دهغه خبرو په هکله صحیح معلومات درکړم د کومو نه چي ته خبرکړی شوی ئې.

(دلوقاانجیل لومړی باب: ۱- ۵)

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x