نظــر

امريکا او ملګري يې نړۍ درېيمي جګړې ته ورټېل وهي

عبدالمالک همت-

لکه چي پوهيږو د فلسطين ربړه هماغسي ربړه پاته ده. په دې دغونو کلونو کي د اشغالګرو اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولي ډول ډول ډنډورې ووهل سوې، خو پايله يې د فلسطين د مسلمانو خلکو له تعذیب، وهلو، ټکولو، زنداني کولو ، مرګ ژوبلی او پر هغو د جنګ جګړو له تپلو پرته بل څه ونه ليده سوه. له بلي خوا د لوی منځني ختيځ نظريه هم رامنځ ته سوې ده کومه چي پکښي د قومي او مذهبي ډلو ټپلو جګړو ته هوا ورکول کيږي، څو د حکومتونو ترمنځ د شخړو په رامنځ ته کېدو سره مسلمانان نور هم کمزوري سي. او بيا به د عراق، سوریې، ايران، ترکیې، پاکستان، افغانستان او داسي نورو هیوادونو د پولو د ادلون بدلون چاري تر لاس لاندي ونیول سي. عراق خو دادی وېشل سوی دی. سوريه هم هغه ده ګنډوکپر سوه او دا پنځه کاله کيږی چي ويني پکښي بهيږي. تر اوسه شا وخوا د دوه نيم  لکه وګړي پکښي وژل سوي دي او نژدې څلوېښت لکه تنه ځني کډه سوي دي. په دې هيواد کي امريکه، روسيه، ايران، ترکیه او لوېديز هيوادونه په ډول ډول جګړه ييزو عملياتو او جاسوسي او نورو فعاليتونو او مداخلو بوخت دي. ځينو هيوادونو د اسلامي دولت تنظيم پلمه کړی دی او غواړي په دې پلمه دغه سیمه د جګړې په ډګر بدله کړي.

په لوېديزو هيوادونو کي د مسلمانانو سره دښمنۍ ته په داسي توګه لمن وهل کيږي، څو ټوله کفري نړۍ د مسلمانانو پر ضد جګړې ته چمتو سي. په دې وروستيو کي سعودي عربستان بیا د سني هيوادونو پوځي اتحاد رامنځ ته کړ او اعلان يې وکړ چي ۳۴ اسلامي هيوادونه به د ترهګرۍ پر ضد جګړه پر مخ بوزي. په دې اتحاد کي ایران، عراق او سوریه نه دي منل سوي. که دغه اتحاد په رښتیا هم جوړ سي، نو دا به بیا داسي حالات وزېږوي چي په پايله کی به يې د مسلمانو هيوادونو ترمنځ ډول ډول ټکرونه او تربګنۍ رامنځ ته کړي.

له بله پلوه به پر دغو هيوادونو باندي فشار دومره زیات سي چي د امريکې، روس، لوېديزو هیوادونو او چين اطاعت ته به تر دې لازیات تن ورکړي او د دې لپاره چي د لوېديزو هيوادونو ملګري سي له روس څخه بېره به پر مسلطه کړي. د امريکې دا پاليسي ده چي په ترهګري کي زياتوب راسي، هر وخت ويني وبهيږي او د جګړه ييز حالت په ساتلو سره پر نړۍ باندي خپل برلاسی ټينګ کړي او بل داسي ځواک یا د ځواکونو ډله چي امريکا ته چیلنج سي رامنځ ته نه سي. دامهال روس او چين د امريکې د برلاسۍ په وړاندي چيلنج باله سي. ځکه نو امريکه د چين او روس کابو کول هم غواړي. داعش د امريکې لپاره يوه ډېره ښه وسله جوړه سوې ده. د هغو له موخو څخه يوه داده چي د سوريې د حکومت په له منځه وړلو سره هغه ووېشي او روسیه ځني وباسي. په سوريه کي د روس يوه سمندري اډه د اتلس سمندر په بندر طرطوس کي ده او هوايي اډه يې په لطاکيه کی ده. د دغو اډو له منځه وړل هم يوه لویه موخه ده. دغه حالت ته په پام سره د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ملګرو ملتونو د اويايمي کليزي د لمانځلو پر مهال په خپله وينا کی وويل: اوسنی نړيوال حالت د روسيې لپاره د زغملو نه دی.

نو هغه وو چي دوې ورځي وروسته يې د داعش پر ضد جګړه پیل کړه او کروز توغندي يې پر واورول، چي له امله يې د داعش وسله تونونه او د تيلو زېرمي وراني سوې. د بشار الاسد سره يې داسي مرسته وکړه چي د هغه پر شاتلونکي پوځونه اوس د داعش په وړاندي پرمختګونه کوي. په دغسي حالت کي ترکيې د روسيې الوتکه راوغورځول. امريکا د ترکيې له دې حرکته په ګټه اخيستنه د روسيې د کښېکښلو او ترفشار لاندي راوستلو  کوښښ وکړ. خو روسانو له دې امله سخت عکس العمل ونه ښود، يوازي ترکيې ته پېشروونه وهي. خو بیاهم  امريکې له روس څخه ”کاغذي زمری“ جوړ کړ. اروپا، اوکراين، جورجيا او د مونټي نيګرو هيوادونو ته يې داسي وښوول چي روسانو بېرته  سېک موندلی دی، ځکه نو باید د هغو په وړاندي د تیارسی په حال کي اوسي. له بلي خوا روسيې خپله سمندري بېړۍ چي په اټومي وسله سمبال ده اتلس سمندر ته واستول. د دې ترڅنګ يې په کيسپين سمندرګي کي استعمالېدونکې فلوټیا بېړۍ، KAB-500  کروز توغندي کوم چي د سټلايټ سره وصل دي ، ۲۴ – SU  بېړۍ چي هر خوځند(متحرک) شی منجمد کولای سي او ۲۴ – Mi  څرخکي د لطلکيې هوايي اډې ته لېږلي دي.

امريکې ترکیه د روس پرضد راوپارول او د روسانو جنګی الوتکه يې په را وغورځول، خو اوس يې يوازي پرېښوول او دا خبرونه لا هم خپروی چی ترکیه غواړي عثماني سلطنت راژوندی کړي او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردغان غواړي چي د ترکيې سلطان سي. د ټولو لوېديزو هيوادونو په خبري رسنيو کي دغه ډول ډنډورې (پرپاګنډ) ورځ په ورځ زياتيږي. په دې توګه امريکې په يوه غشي دوه ښکاره وکړل. ترکيه یا کوم بل مسلمان هيواد په دې سر نه خلاصوي چي امريکا ترهګري نه ختموي، بلکي وده ورکوي او د مسلمانانو او اروپايانو پر ضد يې استعمالوي. که ترکيې د روسانو پوځي الوتکه نه وای را غورځولې ښه به وای او د اوس په شان به د یوازيتوب لور ته نه ټېل وهل کېدای. اوس دې ته اړتيا ده چي د ترکيې او روسيې اړيکي نوري وراني نه سي، ځکه د دغو دوو هيوادونو د اړيکو دا وراني د مسلمانانو لپاره په تاوان تماميږي. مسلمان د جګړې پېلوزی کيږي. له دې امله مسلمانانو ته ښايي چي د ریاض نوي اتحاد ته له ورګډېدو او ملاتړ څخه ډډه وکړي، ځکه دا اتحاد مسلمانانو ته له دې امله خطرناک دی چي ښايي د امريکې او د هغې د انډيوالانو د ګټو د خوندي کېدو وسيله سي او دا احتمال هم سته چي پای به د قومي او مذهبي ډلګيو د شخړو او جګړو لامل سي. هسي هم امرکه او ملګري يې او روس او چين جګړې ته په تياريو اخته دي او جنګي وسلي یوه په بله پسې رامنځ ته کوي، لکه دوه پهلوانان چي د نندارې ډګر ته تر وردننه کېدو دمخه هر يو د خپلي غښتلتيا څرګندونه کوي او بیا را ميدان ته سي او خپل زور وازمايي. اوس دغسي يوه لوبه روانه ده. د امريکې د زاړه فکر خاوند پوهان او د وسلو د فابريکو څښتنان کوم چي د امريکې پاليسۍ کنټرولوي، روسان جګړې ته اړباسي او داسي ورته ايسوي چي دوی ته اوس له جګړې پرته بله لار نه ده پاته. په دې کي څه ترديد نسته چي د جګړې امکانات ورځ تربلی زياتيږي. ويل کيږي: کله چي جګړې ته تیارۍ پیل سي، نو جګړه به هرو مرو کيږي، ځکه بیا پخپله جګړه لار پرانيزي. اوس دا کتل په کار دی چي جګړه کله او له کومه ځایه پیل کيږي او څومره تباهي به د ځان سره راوړی؟

یادونه: پورتنۍ لیکنه د جنګ اخبار د روان کال د دسمبر د ۲۲مي د دوشنبې د ورځي له ادارتي صفحې څخه په ګټه اخیستنه لیکل سوې ده.

world war 3

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ن ( صمد )

عالی تحلیل دی ګران همت صاحب. هغوی ظالمان باید پوه سی چی درېیم نړیوال جنګ ( یعنی اټومی جنګ ) خو ګټونکی نلری بلکی هر برخه وال به یې بایلونکی وی. نو الله دې هغوی اصلاح یا تباه کړی. خو ستاسو د راویښوونکو فعالیتونو بدله دې الله درکړی، مننه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x