نظــر

برېتو که برېتور؟

      زمونږ په سیمه کې برېتو هغه چا ته ویل کېږي چې  کله په پېتاوي کې ناست وي په داسې انداز کې ګړېږي ته به وايي چې ځمکه یې په یو ښکر او آسمان یې په بل ښکر ولاړ دي!

      پګړۍ  یې په تندي ایښې وي، یوه پښه یې په بله په داسې حال کې اړولې وي چې دېواله ته یې پرېمانه تکیه وهلې وي! کله دبرېتونو په یوه خوا کله په بله خواا ګوتې وهي را وهي!  له ځان سره یې یو چاقوګی غوندې هم ساتلی وي، کله کله یې د خلکو په وړاندې له جیب نه را وباسي، مطلب یې دا وي چې که چا څه راته وویل په دغه چاقو یې وهم، همدا یې کار وي،

کار په ښځو کوي، اوبه په ښځو راوړي، واښه په ښځو راوړي، دی نېشه غوړ برېت ورته ګرځي، ځان یې داسې سینګار کړی وي ته به وايې چې همدا نن یې ډولۍ بارېږي!

     خو کله چې د رښتیا میدان راشي سمدستي یې پګړۍ له تندي څخه ککرې ته ټوپ کړي! برېتونه یې یو په یو څوړ  او خوله یې وازه پاتې شي، اربې یې وتښتي، دخندا پر ځای یې ژړا په اوږه سپره شي، او په داسې وخت کې یې  بیا د میدان په پای کې ګوره!

     او برېتور  بیا هغه چا ته ویل کېږي چې خبرې ډېر ې نه کوي، پټه خوله  په ظاهر کې  خورا دروند، عاجز  او غلی خو په زړه کې د لوی سمندر په څېر  ډاډه، ځواکمن او  پیاوړی وي ، په پراخه څېره کې یې  د غیرت او حیا نښې له ورایه ځلېږي، په سختیو او غمونو کې ژړا په واټنونو اټنونو لیرې ترېنه تښتي.

    کله چې  د رښتیا میدان راشي هلته بیا د غره په څېر  ټینګ او ځواکمن له ټولو مخکې ولاړ وي، هرې سرښندنې ته تیار وي، ددې پر ځای چې دنورو په کیسو او نکلونو ځان او د ځان او خلکو ته ډاډ ور کړي، غواړي چې  عملا په خپله حماسې وپنځوي، تر څو ‍راتلونکو کهولونو ته د غیرت او همت الهام ور کوي، له همدې کبله په پښتنو کې برېتور توریالی اوننګیالی وي، او برېتو بیا د ټټو په وزن یوازې  اپلتې وايي.

    په عام ډول هغه څوک چې ډېر ې لاپې وهي په حقیقت کې د هېڅ لوبې نه وي، ټول زور یې  په خوله کې وي، ددې لپاره ښه مثال شاعران دي، شاعران په ټولیز ډول یوازې خبرې کوي، خیالي او تصوري ماڼۍ جوړوي، عربي مشهور شاعر امرء القیس  چې  په خپل شعرونو کې یې دښځو په اړه  بې حده پوچ او سپک ټکي کارولي داسې ویل کېږي چې دی خپله دهېڅ لوبې نه و، په بله معنی ایجړا و، په زړه  کې یې ډېر څه و، مګر له وسه یې هېڅ نه و پوره، ځکه خو یې هغه دزړه بړاس په خبرو باندې ایستلو.

    اوس هم ډېر برېتوګان داسې وي چې ماشوم زړګی یې ډېر پراخه او دنګې خیالي ماڼۍ ورته جوړوي، مګر د رښتیا په میدان کې بیا ننګ او غیرت یاري نه ور سره کوي، ځکه خو ظاهرا برېت ښه برابروي، خو که دجنګ په میدان کې دده په ګومان ځوانان وګوري چې په وینو کې لېت پېت، سورۍ سورۍ سینې پراته دي، او پر حق هم ورته ښکاره شي،  ددې پر ځای چې ځان  دهغوی په څېر کړي  بر عکس  په داسې حال کې لومړی ژاړي او  بیا له فرانسویانو سره تورخم په خوله ورکوي!  دماشوم په څېر یوازې دهغوی په څېر په برېتونو جوړولو ځان ته ډاډ ور کوي، او په کور کې یې  خپلې مېرمنې ته  ور ښيي، او نن یې بیا په پېتاوي کې نکلونه کوي!

سید ولي حامد

 

برېتو که برېتور؟

      زمونږ په سیمه کې برېتو هغه چا ته ویل کېږي چې  کله په پېتاوي کې ناست وي په داسې انداز کې ګړېږي ته به وايي چې ځمکه یې په یو ښکر او آسمان یې په بل ښکر ولاړ دي!

      پګړۍ  یې په تندي ایښې وي، یوه پښه یې په بله په داسې حال کې اړولې وي چې دېواله ته یې پرېمانه تکیه وهلې وي! کله دبرېتونو په یوه خوا کله په بله خواا ګوتې وهي را وهي!  له ځان سره یې یو چاقوګی غوندې هم ساتلی وي، کله کله یې د خلکو په وړاندې له جیب نه را وباسي، مطلب یې دا وي چې که چا څه راته وویل په دغه چاقو یې وهم، همدا یې کار وي، کار په ښځو کوي، اوبه په ښځو راوړي، واښه په ښځو راوړي، دی نېشه غوړ برېت ورته ګرځي، ځان یې داسې سینګار کړی وي ته به وايې چې همدا نن یې ډولۍ بارېږي!

     خو کله چې د رښتیا میدان راشي سمدستي یې پګړۍ له تندي څخه ککرې ته ټوپ کړي! برېتونه یې یو په یو څوړ  او خوله یې وازه پاتې شي، اربې یې وتښتي، دخندا پر ځای یې ژړا په اوږه سپره شي، او په داسې وخت کې یې  بیا د میدان په پای کې ګوره!

     او برېتور  بیا هغه چا ته ویل کېږي چې خبرې ډېر ې نه کوي، پټه خوله  په ظاهر کې  خورا دروند، عاجز  او غلی خو په زړه کې د لوی سمندر په څېر  ډاډه، ځواکمن او  پیاوړی وي ، په پراخه څېره کې یې  د غیرت او حیا نښې له ورایه ځلېږي، په سختیو او غمونو کې ژړا په واټنونو اټنونو لیرې ترېنه تښتي.

    کله چې  د رښتیا میدان راشي هلته بیا د غره په څېر  ټینګ او ځواکمن له ټولو مخکې ولاړ وي، هرې سرښندنې ته تیار وي، ددې پر ځای چې دنورو په کیسو او نکلونو ځان او د ځان او خلکو ته ډاډ ور کړي، غواړي چې  عملا په خپله حماسې وپنځوي، تر څو ‍راتلونکو کهولونو ته د غیرت او همت الهام ور کوي، له همدې کبله په پښتنو کې برېتور توریالی اوننګیالی وي، او برېتو بیا د ټټو په وزن یوازې  اپلتې وايي.

    په عام ډول هغه څوک چې ډېر ې لاپې وهي په حقیقت کې د هېڅ لوبې نه وي، ټول زور یې  په خوله کې وي، ددې لپاره ښه مثال شاعران دي، شاعران په ټولیز ډول یوازې خبرې کوي، خیالي او تصوري ماڼۍ جوړوي، عربي مشهور شاعر امرء القیس  چې  په خپل شعرونو کې یې دښځو په اړه  بې حده پوچ او سپک ټکي کارولي داسې ویل کېږي چې دی خپله دهېڅ لوبې نه و، په بله معنی ایجړا و، په زړه  کې یې ډېر څه و، مګر له وسه یې هېڅ نه و پوره، ځکه خو یې هغه دزړه بړاس په خبرو باندې ایستلو.

    اوس هم ډېر برېتوګان داسې وي چې ماشوم زړګی یې ډېر پراخه او دنګې خیالي ماڼۍ ورته جوړوي، مګر د رښتیا په میدان کې بیا ننګ او غیرت یاري نه ور سره کوي، ځکه خو ظاهرا برېت ښه برابروي، خو که دجنګ په میدان کې دده په ګومان ځوانان وګوري چې په وینو کې لېت پېت، سورۍ سورۍ سینې پراته دي، او پر حق هم ورته ښکاره شي،  ددې پر ځای چې ځان  دهغوی په څېر کړي  بر عکس  په داسې حال کې لومړی ژاړي او  بیا له فرانسویانو سره تورخم په خوله ورکوي!  دماشوم په څېر یوازې دهغوی په څېر په برېتونو جوړولو ځان ته ډاډ ور کوي، او په کور کې یې  خپلې مېرمنې ته  ور ښيي، او نن یې بیا په پېتاوي کې نکلونه کوي!

سید ولي حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x