ټولنیزه برخه

فکري روزنه (14) – خود اعتمادي

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

خود اعتمادي کوشش ته حوصله ورکوي په خود اعتمادي سره مونږ د خپل عظمت احساس کوو، مونږ د زندګي په ميدان کې د فتح تر لاسه کولو لپاره بايد په يوه کار مشغول شو، مونږ بايد له مصيبتونو څخه او نه ډار شو، د خطراتو پروا ونه کړو او مونږ په دې يقين وکړو چې د مصيبتونو د تاريکيو تر شا د کاميابۍ ستوری ځليږي.
په تاريخ کې ډير داسې شواهد پيدا کيږي چې يوه مفلس کمزوري انسان چې کله هم په خپلو مټو يقين ( بروسه) کړی هغه بيا د حيرانتيا وړ ترقي کړی او د لکونو انسانانو خير خواه جوړ شوی.

د نر له شان سره بعيده ده چې هغه له حوادثو او خطراتو ووريږي او د مايوسۍ ښکار دې شي، مشکلات زمونږ پټ قوتونه په جوش کې راولي او د مونږ اصلي جوهر ظاهره وي، له دې وجهې بايد مونږ د تل لپاره مشکلاتو ته سينه سپر کړو، د سستي غوره کول له خود اعتمادي سره منافي دی.
د حق او باطل د تميز لپاره مونږ جنګ کولو ته مجبور يو، ځکه له جنګ پرته د بدي ختمول ممکن نه دي، په جنګ کې د غير متوقع کاميابي او فتح انحصار زياتر په خود اعتمادي باندې وي.

د زندګي په جنګ کې د فتح جنډې د پورته کولو لپاره که چيرته تاسو له خپل دښمن يعنې غير مستقل طبيعت، غفلت، سستي، بزدلي او کم همتي څخه کار واخلي تاسو به هيڅکله پر مخ ولاړ نشي، مونږ او تاسو بايد په زړه او دماغ کې خپل دښمن ته د اوسيدو اجازه ورنکړو.

هغه انسان به کله هم کامياب نشي چې د هغه په دماغ د ناکامۍ شيطان سپور وي، کله چې دی خپل ځان سپک ګڼي او د يوې عهدې له قبلولو ويريږي او د خپل بازو په قوت يقين نه لري.

غير مستقل مزاج انسان اګر که نيک وي، اما په ده بروسه نشي کيدلای، ځکه د ده په حق کې نشي ويل کيدای چې دی به تر کومه نيک وي او نه دا معلومه ده چې دی به کله دهوکه خوري، برعکس هغه انسان چې نيک نه وي مګر د مستقل مزاج خاوند وي، په هغه بروسه کيدلای شي.

د دغې خبرې هيڅ پروا ونه کړی چې تاسو د غريب مور او پلار اولاده ياست، د يوه لوی کار وبار د چلولو لپاره له تاسو سره پيسې نشته او نه تاسو کوم اعلی تعليم حاصل کړی، ډير خلک نه د مالدارو زامن دي، نه ور سره روپۍ وي او نه يې کوم تعليم کړی، اما د کوښښ او خود اعتمادي له مخې کروړپتيان شوي او د ډيرو کتابونو مصنفين او ليکوالان شوي، تاسو هم کوشش وکړی او په دې يقين وساتی چې کاميابي د ستاسو پيدائشي حق دی، تاسو هم کامياب کيدلای شی.

يو مشهور ضرب المثل دی چې خدای جل جلاله د هغه چا مرسته کوي څوک چې د خپل ځان په خپله مرسته کوي او په دې کې هيڅ شبهې لره ګنجايش نشته، کله چې تاسو د زړه له وسوسو ګبراويږی، په خپل خدای او د خپلو مټو په زور باندې يقين نه لري نو چې کله هم د خطر او تکليف نوم واخيستل شي ستاسو د بدن وينه به وچيږي، خدای جل جلاله عادل ذات دی، هغه مرسته کونکی دی خو که د هغه ذات  له ورکړل شويو قوتونو څخه کار واخيستل شي.

حکيم فيثاغورث ويلي دي ! هيڅکله دا خيال ونه کړی چې تاسو بدقسمته ياست، تقدير ستاسو خلاف دی، ناکامي د تاسو په برخه ده، که چيرته په دنيا کې د ځينو انسانانو لپاره کاميابي او د ځينو نورو لپاره ناکامي د تقدير نوشته وی نو بيا به د کائناتو خالق مونږ ته د جدوجهد حکم نه کاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x