افغانستان

مشرانو جرګه: د هلمند د ټولو ولسواليو امنيتي وضعيت د انديښنې وړ دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲، ۱۳۹۴ ل): وروسته له هغې چې په هلمند ولايت کې دطالبانو بريدونو زور واخيست او زياتې سيمې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، د مشرانو جرګې يو شمير غړي ددې ولايت د امنيتي وضعيت په اړه انديښمن دي او وايي چې که د هلمند د امنيتي وضعيت د کنټرول له پاره ګامونه پورته نه شي ستونزې به لازياتې شي.

په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازی شير محمد اخندزاده وايي چې د هلمند په ټولو ولسواليو کې امنيتي وضعيت د دولت د نه پاملرنې له امله خراب شوی دی او که دا وضعيت په همدې حال وي، د پسرلي تر رارسېدو به د هلمند واک د دولت له لاسونو څخه وځي.

اخندزاده وايي چې له تېر يو نيم کال راهيسې د طالبانو په بريدونو کې په بې سارې توګه زياتوالی راغلی چې امنيتي ځواکونو ته يې ستونزې پيدا کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دملي دفاع وزارت مرستيال ډګر جنرال مراد علي مراد وايي چې د هلمند امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دی او حالت د امنيتي ځواکونو په کنترول کې دي.

خو بل لور ته د دولت دهمدغې ادعا په اړه د مشرانو د جرګې بل غړی رحمت الله اڅکزی په دولت نيوکه کوي او وايي چې مونږ وينو چې د هلمند ولايت په ټولو ولسواليو کې جګړه دوام لري او د طالبانو د واک ساحه لاهم پراخيږي خو دولت وايي چې د هلمند امنيتي وضعيت ددوی په کنترول کې ده.

اڅکزي وويل چې دولت دې سيمې ته تازه دم عسکر وليږي تر څو د هلمند په جګړه کې د بوختو سرتيرو روحيه پياوړې کړې.

د جرګې يوې بلې ښځينه وکيلې وويل چې که په هلمند او بدخشان کې امنيتي وضعيت همدا شان دوام وکړي نو د هوا له بدليدو سره به د غه دواړه ولايتونه د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

د يادونې وړ ده چې اوسمهال د هلمند د موسی کلا،سنګين، نوزاد، خانشين، باغران ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې دي او د ځينو نورو ولسواليو په زياتو برخو د طالبانو کنترول دی چې تر څنګ يې له امنيتي سرتيرو سره په جګړه کې هم ښکېل دي.

د نظامي چارو پوهان وايي چې د کندوز په نسبت هلمند په اسانه توګه ځکه د طالبانو په لاس سقوط کولای شي چې په دې ولايت کې طالبان ډېر فعال دي، ډېرې سيمې يې په لاس کې دي او د سيمې د خلکو له ملګرتيا او ملاتړڅخه برخمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x