نړۍ

روان کال کې د داعش ۱۴ سلنه سیمې د هغوی له واکه وتلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومي ۲، ۱۳۹۴ ل): نږدې درې کاله مخکې چې داعش په عراق او سوريه کې سر راپورته کړ او په دغو هېوادونو کې يې ډيرې سيمې، پوځي مرکزونه او ځينې بشپړ ښارونه په خپله ولکه کې واخيستل اوس یې د واک ساحه بيرته په کمېدو ده.

د امريکا د «ای ايل ايچ» په نامه يوې موسسې په خپل يوه تازه راپور کې ويلي چې په د ۲۰۱۵ زيږديز کال په اوږدو کې ۱۴ سلنه هغه سيمې بېرته د داعش له واکه وتلي چې هغوی په تېرو دوو کلونو کې نېولې وې.

په راپور کې راغلي چې په دغو له لاسه وتلو سيمو کې د سوريې سرحد ته نږدې د تل ابيض ښارګوټی، دعراق تکريت ښار او د بيجي په نامه د تېلو د تصفيې يو مرکز شامل دی.

ددې ترڅنګ داعش ډلې په روان کال کې دوه نور مهم مرکزونه هم له لاسه ورکړي چې يو هم د عراق په شمال کې د موصل ښار او د سوريې د الرقه ښار ياد شوی دی.

د راپور له مخې سږ کال د داعش له واکه په ټوليزه توګه ۱۲۸۰۰ کېلو متره مربع سيمه وتلې ده.

د يادونې وړ چې په پيل کې داعش ډله چې له عراق څخه يې سر راپورته کړ هڅه يې دا وه چې په دغه هېواد کې د تېلو په کمپيونو واک ترلاسه کړي او له هغې له خپل اقتصادي ځواک پياوړی کړی، خو په دغو مرکزونو د روسيې الوتکو د بمبارۍ له امله سخت زيانمن شول.

داعش ډله چې تر دا مهاله يې د واقعيت او حقيقت په اړه شکونه دي او هيڅ دريځ او قانون يې نه دی څرګند، ډيری د نظر خاوندان يې په اړه وايي چې دغه ډله د اروپايي هېوادونو له لوري په دې پلمه رامنځته شوې چې په نړۍ کې د اسلامي خلافت په نامه د مسلمانانو د واکمنېدو نوم بد کړي.

په دې وروستيو کې د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې هم دغې ډلې خپل فعاليت پيل کړی دی خو دافغانستان او عراق د داعش تر منځ ګڼ توپيرونه موجود دي چې دافغانستان داعش د ځينو کره سرچينو د معلوماتو له مخې د سيمي د هېوادونو د استخبارتي کړيو له لوري ددې هدف له پاره رامنځته شوي چې په افغانستان کې طالبان پرې وځپي.

بايد وويل شي چې ډېر ځله د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې د د اعش او طالبانو ترمنځ په جګړه کې ليدل شوي چې د دولت له نظامي مرکزونو څخه د داعش وسله والو ډلو ته د جګړې سيمې ته اکمالات کيږي.

بل لورته په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د داعش وسله والې ډلې راديو هم فعاله شوې چې دولت يې تر اوسه په بندولو نه دی توانېدلی.

دوه ورځې وړاندې هم د امريکا الوتکو د ننګرهار په تورغر سيمه کې له الوتکو څخه داعش وسله وال ښکته کړل چې د سيمې اوسېدونکي يې په اړه انديښمن دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x