افغانستان

فراه: د ګلستان ولسوالۍ سقوط کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د فراه د ګلستان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دې ولسوالۍ تېره ورځ سقوط وکړ.

د فراه ځايي چارواکي هم مني، خو په وينا يې د ښې حکومتولۍ په موخه يې د ولسوالۍ مرکز بلې سیمې ته لېږدولی، د جګړې له امله نه دې کډه شوي.

د ګلستان د توت کلي اوسېدونکی فضل احمد پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې د ګلستان ولسوالي تېره غرمه بشپړه د طالبانو لاس ته ولوېده.

سرچينه وړاندې وايي چې طالبانو تېر سهار پر ياده ولسوالۍ بريدونه پیل کړل، چې غرمه مهال يې بشپړه ولسوالي د بکوا او ګلستان تر منځ يوې بلې سیمې ته شاتګ ته اړ کړه.

وسله والو طالبانو هم د دې ولسوالۍ د نیولو پخلی کړی، طالب وياند قاري يوسف احمدي واييچې ياده ولسوالۍ يې له ۲۲ پوستو سره بشپړه نیولې او لسګونو عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د دې ولسوالۍ د اولار د کلي اوسېدونکی احمد خالد بیا وايي چې دغه ولسوالۍ وړاندې هم د طالبانو په واک کې وه، صرف دوه – درې کلي د حکومت په لاس کې و، چې تېره غرمه يې هغه هم له واکه ووتل.

د فراه والي هم د ولسوالي شاتګ مني، خو د ده په وينا دا ګام يې د ښې حکومتولۍ په خاطر اخیستی دی.

اصف ننګ په خبري ناسته کې وویل چې د دې ولسولۍ مرکز يې له قلعه کهنه کلي نه بلې سیمې ته انتقال کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x