زما د محبوب د روښانه ژوند يوازې څو لنډ انځورونه

حنظله عزیز

دا زما محبوب دى

يقيناً د الله په رسول كې ستاسې لپاره خورا غوره نمونه وه. (احزاب۲۱)

زما محبوب

یا الله! آیا زمانه بدله شوې او که د زمانې لپاره ستا قانون؟ نه، نعوذ بالله. زمانه خو ستا په واک کې ده او ستا سنت بدلون نه مومي. نو دا څه دي؟ آخر ولې زه د ژوند په بیدیا کې داسې لار ورکی یم او په ټولو کږلیچونو کې تیندکونه خورم؟ آه! اوس پوه شوم. نه خو زمانه بدله شوې او نه هم ستا سنت، بلکې زه بدل شوی یم، ما خپل محبوب هیر کړی او ډير ورڅخه لرې شوى يم. هغه محبوب چې مینه یې تا راته د ایمان برخه، وینا یې د دین سرچینه او سیرت ېې د ژوند لاره ټاکلې… خو ای ربه! یو ځل بیا ستا سره هوډ کوم چې د هغه له سیرت نه څو بڅرکي را اخلم او خپل تیاره ژوند به پرې روښانه کوم. غواړم د هغه اخلاق خپل کړم، د لارښوونو یې پيروي وکړم، له زهد، عبادت، زغم، ايثار، دعوت او جهاد څخه یې برخه واخلم او بالاخره سپیڅلی سیرت یې د خپل ژوند سرليک کړم.

ګرانه وروره او درنې خورې! آیا ته هم راسره یې؟ که هو، نو راځه د زمانې پردې څیرې کړو، د عربو خاورینو کوڅو ته د محبوب لیدو ته لاړ شو.

زما د محبوب لوړ اخلاق

زما محبوب له درنښت او وقار نه ډکه نوراني څېره لرله، آرام او درانده قدمونه يي اخيستل، چې پر لاره به روان وو نو مبارکې سترګي به يي تر اسمانه زياتې، پر ځمکه خښي وې، په سلام اچولو کې ړومبې وو، بې اړتيا يې خبرې نه کولې، وينا به يې د الله په نامه پيل او پای ته رسوله، خبرې يې ښکلې او درنې وې او يوه يوه د ملغلرو په څير شمېرل کيده، کله هم په دنیوي شيانو نه غوسه کېده او نه يي له چا نه شخصي غچ اخيسته،که به خوشحاله وو نو ښکته به يې کتل او خندا يې مسکا وه. نوراني څېره یې درلوده، د نرم طبعيت څښتن او اساني خوښونکی وؤ، که به د دوو چارو ترمنځ د غوراوي واک ورکړل شو نو- تر هغه چې د الله نافرمانې به پکې نه وه- اساني یې غوره کوله. لنډه دا چې د عايشی بی بی په وينا: اخلاق يې قران وو. (شمائل ترمذی(

زما د محبوب شخصي ژوند:

په خوراک او پوښاک کې یې تکلف نه کاوه، څه به چې د خوړو لپاره موجود وو، لاس يې تری نه نيوه، او که به څه نه وو نو وږی به ويديده، آن تر دې چې کله به يې د خوړو د نشتوالی له امله کاڼي پر نس تړل. عادی جامې يې اغوستې، خو د ميلمنو د استقبال او نورو مناسبتونو لپاره به يې مناسب لباس په تن کاوه، د خوب توشکه یې له څرمنې وه چې په منځ کې يې د خرما پاڼې وې. په پوزي باندې به کیناسته او کله به یې د خوب لپاره هم پر همغه بسنه کوله.

زما محبوب په خپل کور کې:

د مومنانو مور عايشه بی بی وايي: پيغمبر صلی الله علیه وسلم په خپل کور کې عادي ژوند درلود، خپل بوټان يې پخپله ګنډل، جامې يې په خپل لاس ګنډلې، ميږه او اوښه به يې لوشله، او د نورو په څير يې د کور کارونه سرته رسول او چې د لمانځه وخت به راغی نو جومات ته به لاړ. (البخاری) له بيبېانو سره ډېر مهربانه او خوږ ژبى وؤ او تل به يې ورسره خبرې اترې کولې، د هغوی چلند به يې زغامه، او اصحابو ته به يې ويل: ستاسې غوره هغه دي چې د خپلو بيبېانو لپاره غوره وي او زه ستاسو ټولو نه د خپلو بيبيانو لپاره غوره يم. (ترمذی) عايشه رضی الله عنها وايي:د پيغمبر کورنۍ هيڅکله دوه ورځې پرلپسې په غنمینه ډوډۍ نه ده مړه شوې، کله به يوه مياشت ووته او کله دوه، خو زموږ په کورکې به اور نه بليده او خوراک به مو خرما او اوبه وې. هغه مبارک به خپله زغره له خلکو سره ګرو ايښوده، ترڅو کور ته د خوراک اوربشی پری راوړي! (البخاری)

زما محبوب له ملګرو سره:

زما د محبوب تنكى ملګرى او خادم انس رضی الله عنه وايي: پوره لس کاله مې د هغه صلی الله علیه وسلم خدمت وکړ خو ما ته يي کله هم ونه ويل چې ولې دې دا کار داسې وکړ؟ يا دې ولې داسې ونکړ؟ (البخاری) عايشه رضی الله عنها فرمايې: هيڅكله يې له لاس لاندې خلکو سره سختی نه کوله او کله يي هم په خادم او ښځه لاس نه دی پورته کړى. (رزقانی شرح مواهب) ابو هريره رضی الله عنه وايي: له محبوب سره مې د كميس اخيستو لپاره بازار ته ووتم، دوكاندار هڅه وکړه د هغه صلی الله علیه وسلم لاسونه ښکل کړي خو هغه تری لاسونه راکاږل او ويي ويل: (دا خو د عجمو کار دى چې د خپلو پاچايانو په وړاندې یې ترسره کوي، زه خو څه پاچا نه يم! زه خو ستاسو په څير يو تن يم.) ابوهریره وایي: ما وغوښتل چې كميس ورسره يوسم. خو اجازه يې رانکړه او وېې ويل: د هر څيز د وړو لپاره يې څښتن ډیر وړ دی. (نور اليقين فی سيرة سيد المرسلين). يو ځل زما محبوب له خپلو ملګرو سره په سفر وؤ چې د ډوډۍ وخت را ورسيد، هغوی وغوښتل چې پسه پوخ كړي، يوه وويل:حلالول يي پر ما. بل غږ کړ: څرمن يي زه باسم. دريم وويل: پخول يي پر ما. زما محبوب وويل: لرګې راغونډول يي پرما! هغوی وويل: ای د الله رسوله! ستا کار هم موږ کوو. خو هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: پوهيږم چې زما کار هم کولای شى خو زه نه غواړم له تاسو بيل واوسم، ځکه الله پاک نه خوښوي چې بنده دې له خپلو ملګرو څخه بېل واوسي. (رزقانی شرح مواهب)

د خطاكار عذر به یې مانه، که به یی له چا ناوړه څه وليدل يا واوريدل نو پرته لدې چې نوم يې واخلي په عام خطاب سره به يي ويل: ولې ځيني خلک داسې کوي؟ (ابی داود) خپلو ملګرو ته يې خراب نوم نه اخيسته، دا یې نه خوښيدل چې څوک ورته په مجلس کی له ځايه پورته شي بلکي کوم ځای به چې تش وو هلته به کيناسته. چې بازار ته به لاړ، خلکو ته يي د ريښتينولۍ سپارښتنه کوله او له خيانت څخه يې ويرول. په جهادی، سياسی او نورو دنيوی چارو کې يې له خلکو سره مشوره کوله او د هغوی رايو ته يې غوږ ايښوده.

زما د محبوب عبادت او له الله څخه ويره:

زما د محبوب زړه د الله له وېرې مالامال وؤ، تل يې د هغه څارنه احساسوله،خپل زيات وخت يې په عبادت تيراوه، د شپو زياته برخه به خپل رب ته په رکوع او سجده وؤ، آن چې پښي مبارکې به يې وپړسيدې. عايشې بي بي به ورته ويل: ولې دومره کړاو باسې، په داسې حال کې چې الله درته مخيکني او وروستني ټول ګناهونه معاف کړي دي؟ هغه به ځواب ورکاوه:(آيا د الله شکر ايستونکي بنده ونه اوسم؟) د الله ذکر به یې ډیر زيات کاوه، ټول کارونه یې د الله جل جلاله په نامه پيل او د هغه په ستاينه پای ته رسول، له الله سره له راز او نياز څخه هيڅ نه ستړي کيده او تل به هغه ته لاس په دعا وؤ.

بدنې روغتيا او صحت ته پاملرنه:

روغتيا ته یې ډیر پام وو، له عايشې بي بي سره به يې د منډې سیالي کوله، د لوبو له اتل (رکانه) سره به يې غيږې نيولې، د حبشيانو لوبې به يې کتلی، د اس ځغلولو، نښه ويشتلو، او لامبو سپارښتنه یې کوله، پاکۍ ته يي ځانګړي پاملرنه کوله، تل به یې غسل کاوه، عطر يې ډېر خوښول، که به پر کومه لاره تيريدو نو صحابه به له ښه بوى څخه پوهيدل چې په دې لاره پيغمبر تللی دى، او که به چا لاس ورکړ، نو تر ډېره به يې د هغه خوږ بوی په لاسو کې احساسولو.

زما د محبوب ټوکې او خوښ طبعی:

زما محبوب ښه شوخي خوښوله، ښکلې ټوکې ته به يې خندل او له اصحابو سره به یې ټوکې کولې، خو ټوکي به یې تل ريښتيا او له درنښت نه ډکې وې. يو ځل يو صحابی راغی او د سفر لپاره یې اوښ وغوښته. هغه صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې ده ته د اوښ بچي ورکړئ. صحابي په مات زړه وويل: د اوښ په بچي باندې به زه څه وکړم؟ نو هغه صلی الله علیه وسلم ورته وويل: هر اوښ د اوښ بچی وي!

زما د محبوب تواصع او کميني:

زما محبوب له خلكو سره د عظيم پيغمبر او متواضع لارښود په توګه چلند كولو.له يوویشتو کلونو ستونزو او ربړونو، وروسته چې کله له خپل ځواکمن لښکر سره فاتحانه پر مکه ورننوت، نو د دنیا د فاتحانو په خلاف یې، مبارک سر له تواضع څخه ښکته نيولی و. مکی وال مات، تسليم شوی او هيبت وهلی د هغه حضور ته را ټول شول، د يوه پښی پکي له وېري ريږديدلی! نو هغه مبارک ورته وويل: (ډاډه اوسه! زه خو د هماغې قريشي ښځې زوی يم چې غوښي به يې وچولی او بيا به يې خوړې!). زما محبوب به د ماشوم، وينځی، غلام، نر او ښځي… خبرو ته غوږ نيوه. هر چا به چې وغوښتل د لارې پر سر به يې دراوه او خبرې به يې ورسره کولې. هر چا ته به يې لاس ورکاوه او تر هغه به چې كس لاس بيرته نكړ، ده يې لاس نه پريښود. د اصحابو ليدوکتو ته ورتلو، د ناروغ پوښتنه يې کوله، او په غم او ښادی کې يې ګډون کاوه.

زما د محبوب مهربانې او زړه سوی:

زما د محبوب زړه له خواخوږۍ ډک وؤ، پر کوچنيانو، ښځو او بې وزلو خورا زړه سواند وؤ. يوځل يې په لمانځه کې د ماشوم ژړا واوريده چې مور يې له ده سره په جماعت ولاړه وه نو لمونځ يې لنډ کړ. د جګړې په ډګر کې يې د یوې ښځې مړى ولېد، نو ډېر په غوسه شو او ويې ويل: (آیا تاسې مې د ښځو له وژلو نه يى منع کړي؟ هغې خو له تاسې سره جګړه نه کوله!) پر څارويو دومره زړه سواند وو چې د اوبو لوښی به يې د پيشو مخې ته ايښودلو. يو ځل يې يو ډنګر اوښ وليد، ويې ويل: د څاريو په هکله له الله وويريږئ او ماړه يې كړى.

له خلكو سره زما د محبوب خواخوږي.

بي بي فاطمې رضی الله عنه يو ځل ورله د كور له كارونو څخه شكايت وكړ او ورڅخه يې وغوښتل هغې ته يو خدمتګار وركړي. پيغمبر صلی الله علیه وسلم ونه منله او ويې فرمايل: (کله چې اصحاب صفه وږي ناست وي نو زه څرنګه تا ته خدمتګار دركړم.)

زما د محبوب زهد

يو ځل عمر رضی الله عنه د هغه کورته راغى او ويې ليدل چې هغه صلی الله علیه وسلم پر پوزي پروت او لړونو یې پر بدن خاپونه پريښي! په کور کې يې شاو خوا سترګی وغړولې، خو له يوې ځوړندې خلتی او څه اوربشو پرته يې نور څه ونه لیدل، زړه يې را ډک شو او ويې ژړل. پيغمبر صلی الله علیه وسلم پرې غږ وکړ: د خطاب زويه! ولې ژاړې؟ عمر رضی الله عنه ورته وويل: څنګه به نه ژاړم! ستا د ژوند دغه حال دی: پر بدن دې د پوزي خاپونه، په کورکې يوازې دا ځوړنده خلته او دا اوربشی اوبس!بل خوا د ايران او روم پادشاهان چې په مزو او چړچو کې اوسي، حال دا چې ته د الله پيغمبر يې!) پیغمبر وفرمايل: (آيا ته پدې کې شک لري؟ هغوی خو هر څه په همدې دنيا تر لاسه کړي دي.) يو ځل عبدالله بن مسعود رضی الله عنه په همداسې حال کې وليد، نو يې وويل: اجازه راکړه چې د پوزي له پاسه څه شی درته هوار کړم. ويې ويل:زما له دنيا سره څه کار!زما او د دنيا مثال خو د هغه مسافر او ونې په څېر دى چې څو شيبې ترې لاندې دمه شي او بيا په خپله لار روان شي!(احمد)

زما د محبوب ورکړه او بښل:

زما د محبوب د ورکړې او سخا هيڅ حد نه وؤ. هيڅكله يې څه نه ذخيره كول، تر دې چې ډېر ځله به يې پور کاوه او بې وزلو ته به یې ورکاوه، په وركړه كې له فقر څخه نه وېرېده. تر هر چا د خلاص مټ خاوند وو، چا به هم چې څه ترې غوښتل، (نه) يې نه ورته ويل، ملګرو به يې د سخا به هکله ویل: پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سپرلي له نسيم څخه هم سخاوتمند دی! (بخاري) کله یې چې له دنيا څخه رحلت کولو، نو په کور کې يې درهم او دينار نه وؤ.

زما د محبوب عدل او قاطعيت:

زما محبوب ته د حق په وړاندې خپل او پردی برابر وؤ، د حق خبره يې پر ټولو يو شان پلې کوله. يوځل د بنی مخزوم د قبيلې يوه ښځه په غلا ونيول شوه، خپلوانو يې اسامه رضی الله عنه اړ ويست تر څو د پيغمبر په وړاندې د هغې سپارښتنه وكړي، پدې کار سره هغه صلی الله علیه وسلم زيات غوسه شو او ويې وويل: آيا د الله په حدودو کې سپارښتنه کوې؟ بيا يې سمدلاسه خلک را ټول کړل او خطبه يې ورته وفرمايله: (ای خلکو! مخيکني قومونه ځکه هلاک شول چې که به مشهور او نسب والا كس پكې غلا وکړه نو پريښوده به يې او که به ضعيف غلا وکړه نو حد به یی پرې جارې کاوه! واورئ: قسم په الله که زما لور فاطمې هم غلا کړې واى، لاس مې يې پرې غوڅاوه.

زما د محبوب زړورتيا:

زما محبوب د جرئت بېلګه وؤ، په غزاګانو کې يې د جګړې مشري خپله کوله، او چې کله به جګړه ونښته نو دښمن ته به نژدې كس همدی و، كله يې هم د جنګ پر ډګر شا نده اړولې. علی رضی الله عنه چې خپله هم يو زړور مجاهد وؤ د هغه په هکله وايې: کله به چې جګړه سخته شوه نو موږ به پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته پناه راوړه او هغه به له موږ ټولونه دښمن ته نږدې وؤ.

زما محبوب او د الهی رسالت د ترسره کولو مينه:

زما د محبوب ټول هم او غم د هغه ستر رسالت سرته رسول و، چې دی ورله معبوث شوی وؤ، دښمنان په ټول ځواك سره د هغه د دعوت په وړاندې ودريدل، خو زما محبوب د هيچا پروا ونکړه او تره ته یې هغه مشهور ځواب ورکړ چې: سوګند په الله، که لمر راته په ښي او سپوږمۍ په کيڼ لاس کې كيږدي چې دغه دعوت پريږدم، نو زه به دغه کار ونکړم، تر دې چې يا یې الله بریالی کړي او يا يې زه په لار كې مړ شم. (هیثمی-مجمع) کله چې په په احد کې په خپلو وينو ولړل شو نو ورته وویل شول: ولې دې هغوی ته ښیرا ونکړه؟ ویې فرمایل:زه د لعنت لپاره نه یم مبعوث شوى بلکه زه د رحمت داعي یم او ویې فرمایل:(ای زما ربه!زما قوم ته هدايت په نصيب کړه…)

دا زما د محبوب د روښانه ژوند يوازې څو لنډ انځورونه ول.

صلی الله علیه وسلم

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د