پښــــتو ادب

محبت خان بړيڅ

ډاکټر لطیف یاد

د هند د روهیلکهنډ دپښتنې سیمې نواب او د ریا ض المحبت د پښتو قاموس لیکوال نواب محبت خان بړیڅ

نواب محبت خان بړیڅ د شهید حافظ الملک حافظ رحمت خان بړیڅ ( مړ ۱۷۷۴ زیږدیز) زوی و. دی دخپل پلار دمړینې په وخت کې ۲۴ کلن زلمی و. نواب محبت خان په ۱۷۵۰ زیږدیز کال په روهیلکهنډ کې زیږیدلی و او دپلار تر مړینې وروسته لکهنو ته لاړه او هلته اوسیده . دی یو زړور ، غیرتي اوپه پښتو او پښتنواله ټینګ پښتون و.نوموړی په پښتو ، فارسی، اردو ، هندي ، عربي او سنسکریت ژبو پوهیده او په پښتو ، فارسي ، اردو ، هندي او عربي ژبو کې یې شاعري هم کړې ده .

نواب محبت خان بړیڅ دریاض المحبت د پښتو قاموس په لیکلوسره دپښتو ادب ژبد ود ( ګرامر) او وییښود ( لغت ښودنې) بنسټ کیښود.

دلته به په دې لنډه لیکنه کې هڅه وکړم چې دهغه دپښتو ،فارسي ، اردو او عربي ژبې ځینې شعرونه تاسو دفیسبوک آغلو او ښاغلو ملګروته وړاندې کړمّ :

نواب محبت خان بړیڅ دپښتو ژبې ښه شاعر و.دی په پښتو اشعارو کې دهندي سبک پیرو و.

د نواوب محبت خان بړیڅ د پښتو دیوان چې ( دیوان محبت ) نومیږي خطی نسخې یې

د هند درامپور او دبرتانیی دبودلیان په کتابتونونو کې خوندي دي.

زه دلته لومړی تاسو ته دهغه ددیوان نه ځینې پښتو شعرونه وړاندې کومّ:

الهي آه او ناله د محبت را
اور د مينې پر کاله د محبت را

لکه ګل په غم د عشق مې ځيګر خون کړه
داغ په زړه لکه لاله د محبت را

تشنه لب د مى د مينې هر نفس يم
په کرم يوه پياله دمحبت را

اودایې هم د بښتو دیوه بل شعر بیلګه :

امتياز ظاهر د پاک وي له ناپاکه
په هېڅ شان به آيينه نه شي څپياکه

ته ناحق په ما کينه کړې کينه ناکه
په کينه به آيينه نه کړې ته پاکه

نواب محبت خان بړیڅ په فارسی ژبه کې د(اسرار محبت )په نامه یوه فارسی قصیده او همداراز دفارسی ژبې دقواعدو یوه لغتنامه لري چې (آمد نامه )نو میږي .
دا هم دده دفارسی شعر یوه بیلګه :

دست شوقم ګر چنین سوی بیابان میرود
چاک هردم از ګریبان تا بدامان میرود

پیچ وتابم ازجنون ګر نیست خاک من چرا
ګرد بادي میشود وسوی بیابان میرود

داهم دنواب محبت خان بړیڅ داردو کلام یوه بیلګه :

نی زر نه زور نه یار آشناکانام
رکهتی هین ابني پاس صنم هم خدا کا نام

ظالم کهون مین یاکه ستمګار همدمو
کیا پوچتهي هو مج سی تم اس بیوفا کا نام

داهم د نواب محبت خان بړیڅ دعربي ژبې داشعارو یوه بیلګه :

اذالم یبق فی الا سلام اثار
جری من مقلتي دمع کا انهار

فقلت لهاتف من یظهرالدین
فجاء الصوت سلطان الجهاندار

نواب محبت خان بړیڅ په ۱۸۰۹ زیدیز کال کې د۵۹ کلونو په عمر دهند اتهر پردیښ په پلازمیینې لکهنو کې وفات شو او وزیر باغ ته نږدې په کشور ګنج هدیره کې خاوروته وسپارل شو .

اروادې یې ښاده وي !
————————
د دې مقالې په لیکلو کې مې دلاندنیو ماخذونو نه ګټه اخیستلې ده :

۱-حیات حافظ رحمت خان ، په اردو ژبه، دالطاف علي بریلوي تالیف ، ۱۹۶۳ کال ، دلندن چاپ

۲- ویکیپیديا

۳-دروهیلکهنډ دنوابانو په اړوند دلطیف یاد یاداشتونه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x